يوه ورځ وروسته له دې، چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون دوېم دور ته د انتخاباتو د ورتلو اعلان وكړ، د دى ټاكنو د لمړي پړاو كانديدانو او عامو خلكو سخت غبرګون څرګند كړ.
انتخاباتو د قانون په اتلسمه ماده کې راغلي، هر هغه کاندید، چې زیاتې قانوني رایې وګټلې د جمهور رييس په توګه اعلانیږي.
افغان ولسمشر حامد كرزي دوهم پړاو ته د انتخاباتو د غزولو په اړه د شوي پريكړې هر كلې وكړ او هغه يى د انتخاباتو د خپلواك كمسيون يوه قانوني پريكړه وبلله، چې دده په وينا د يو مشروع نظام لپاره به لار هواره كړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي نن د امریکا د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې له مشر سناتور جان کیري او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کای ایډي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې دویم پړاو ته د انتخاباتو د غزیدو خبره تاید کړه .
د انتخاباتی شکایتونو د کمیسیون مشرله خپلې څیړنې دفاع وکړه، داوروسته له هغې چې د حامد کرزي د انتخاباتي کمپاین مسولیونو پردغې څیړنې انتقاد کړی اوهغه یې نادرسته بللې ده.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو رسمي اعلان ته تیار شوی دی. بل لور ته یو شمیر لویدیځ دیپلوماتانو له افغان چارواکو غوښتې
دافغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په انتخاباتو کې ددرغلیود څيړنو راپورله بشپړیدو وروسته پرون د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاره.
د افغانستان د انتخاباتو د شكايتونو كميسيون به نن مازديګر پنځه بجې د جمهوري رياست د انتخاباتو د مشكوكو راېو د څيړنې راپور د انتخاباتو كميسيون ته وسپاري او خپور به يې كړي.
د افغانستان د ملي شورا ځينې غړي پر امريكا او ځينو نورو هېوادونو تور لګوي، چې د افغانستان د انتخاباتو په نتايجو كې لاسوهنه كوي او په دغه هېواد كې د يوه اتيلافي حكومت د جوړېدو هڅې كوي.
د افغانستان د جمهوري رياست د كانديدانو د ګډو همكاريو شورا، چې د جمهوري رياست ۲۴ كانديدان يې غړيتوب لري وايي، د جمهوري رياست انتخابات بايد د ټولو كانديدانو په ګډون له سره وشي
دامریکا دسنا جرګې د بهرنیو اړیکو دکمیټی مشر جان کیري وایي، څو چې د افغانستان د انتخاباتو نتایج نه وي معلوم دې هېواد ته به د نورو سرتیرو د استولو پریکړه غیرې مسولانه وي.
یوه ورځ وروسته له هغې چې وویل شول د انتخاباتو د شکایتونو کمیسون به ښايي ددوهم ځل لپاره د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه وکړي د ولسمشر کرزي دفتر ددغه کمیسون د کار په اړه خپل شک او اندیښنه څرګنده کړه.
نور راوښيه