د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

یوه هندي چارواکي افغانستان سره د مرستو او اړیکو ساتلو ژمنه کړې


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له یوه چارواکي سره کتلي دي. دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او یوشمېر نورو مسلو خبرې کړي دي.

په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په داسې حال کې کتلي دي چې دواړه هیوادونه رسمي د پیلوماتیک روابط نه لري.

په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ویکرام میسري د دې لیدنې کتنې پر مهال له افغانانو سره د یوشمیر مرستو ژمنې وکړې او امیرخان متقي ټینګار وکړ چې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ منظم او دوامدار تماسونه ادامه پيدا کړي.

په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ویکرام میسري په دوبی کې د چهارشنبې په ورځ له امیرخان متقي سره خبرې وکړې. تر دې مذاکراتو وروسته په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزارت په بیان کې څرګنده شوې ده چې هند افغانستان ته له ستنو شویو افغان کډوالو سره مرستې ته چمتو دی او دا ژمنه یې د طالبانو د غوښتنې په اساس کړې ده. په بیان کې دې ته هم اشاره شوې ده چې نوی ډیلی به په روغتیایي برخه کې او د ستنو شویو کډوالو د ځای پرځای کیدو په برخو کې په لومړي ګام کې مرستې وکړي.

د راپورونو له مخې په تیرو دوو کلونو کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته اخراج شوې دي.

د هند په بیان کې دا هم ویل شوې دي چې دواړو لوریو د هند د بشري مرستو روان پروګرامونه وارزول او پریکړه وشوه چې نوی ډیلی به په نژدې راتلونکې کې پر دې هم غور وکړي چې په افغانستان کې پرمختیایي پروژې پلې کړي.

په دې بیان کې وړاندې راغلې دي چې موافقه وشوه چې د چابهار له بندره د تجارتي فعالیتونو او بشري مرستو د رسولو لپاره استفاده وشي.

اسوشیتد پریس اژانس د افغان لورې په وینا څرګنده کړې ده چې د دې لیدنې کتنې پرمهال موافقه وشوه چې په مختلفو کچو تماسونه دوام وکړي او په منظم ډول تماسونه وي.

د امریکا د متحد ایالتونو په ویسکانسن پوهنتون کې استاد نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل چې نن سبا په واشنګتن کې د افغانستان پر موضوع بحثونه روان دي، په قطر کې روان دي او په متحد عربي اماراتو کې روان دي، نو هند نه غواړي چې له نړیوالو سیاستونو شاته پاته شي، په ورته وخت کې هند د پاکستان په خاطر دا هڅې کوي:

« اوسني وضعیت ته په کتو هغه جیوپولټیکس وضعیت چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ چې ظاهرا کومې ستونزې رامنځته شوې دي. د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان ډير بد چلند د ټولو قوانیونو او عرفونو خلاف او بیا د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوایي بریدونه؛ په داسې وخت کې د افغانانو د ډيرې خواخوږۍ او پام ګرځولو لپاره هند دغسې اعلان وکړ چې مرستې کوي، خو دا چې تر کومه بریده به دی صادق وي او تر کومه بریده به بریالی شي دا بعدي بحث دی»

پاکستاني الوتکو نژدې دوې اونۍ مخکې د پکتیکا په برمل ولسوالي کې هوایي بریدونه وکړل او ویې ویل چې د تحریک طالبان پاکستان غړي یې وژلي او د هغوی پټنځایونه یې په نښه کړې دي، خو افغان طالبانو څرګنده کړه چې په دې بمباریو کې ملکیان وژل شوې دي، ملګرو ملتو هم په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو د وژلو خبر ورکړ. د دې په ځواب کې طالبانو د ډیورنډ کرښې پورې غاړه د پاکستان یو شمیر پوځي تاسیسات وویشتل.

د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو بیاځلي کابل نیولی دی، هند خپل سفارت بند کړی دی، خو له دوه زره دوه ویشتم کال راهیسې هند په کابل کې په خپل سفارت کې یو تخنیکي ډله لري چې حالات څاري او د بشري مرستو هڅې همغږه کوي. همداراز یې په کابل کې له واکمنو طالبانو سره تماسونه زیات شوې دي. د نومبر په اوومه د پاکستان، افغانستان او ایران په چارو کې د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جي پي سینګ په کابل کې د طالبانو له دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او یوشمیر نورو چارواکو سره کتلي و او په ممبۍ کې یې د افغانستان د کونسلګرۍ چارې طالبانو ته سپارلې دي،

خو په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د دوه زره درویشتم کال په نومبر کې وروسته تر دې بند شو چې د جمهوري نظام د وخت افغان دیپلوماتانو د هند نوې ویزې ترلاسه نه کړې.

XS
SM
MD
LG