د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو غړی وايي چې د درملوګ کمپنۍ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ۴۷ زره رأی ورکوونکو عکسونه څېړلي او کمېسیون ته یې لېږلي دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې په اعلان کې د ځنډ دلیل دا دی چې د درمالوګ کمپنۍ به دقیق ډول رایې وارزوي او پاکې او تقلبي رایې بېلې کړي.
له دغه جنجال وروسته د انتخاباتو کمېسیون د موضوع د ارزونې په هدف، د دوو کمېشنرانو په مشرۍ یو پلاوی وګماره چې له څو ورځو ارزونو وروستهیې په نهو پاڼو کې یو راپور خپور کړ.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د نن ورځې تر پایه به د درملوګ کمپنۍ د بیومټریک معلوماتو لرونکو تصفیه شویو رأیو شمېرې دوی ته وسپاري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۲۳مه اعلانوي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، نن (عقرب ۵مه) به خلکو ته ووايي چې څه وخت کولائ شي د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا وايي، یوشمېر هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې ۲۰۱۴ میلادي کال سناریو تکرار شي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، نن پنجشنبه (عقرب دویمه) د بیومټریک معلوماتو پر اساس د ثبت شویو رأیو د تصفیې بهیر پیلېږي. دغه کمېسیون په پام کې لري سمې او ناسمي رایې درېیو ورځو کې بېلې کړي.
د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو انتخاباتو کې د کارول شویو معتبرو رایو شمېر شاوخوا دوو میلیونو ته راټیټ شو. دا هغه رایې دي چې د رأی ورکوونکو بیومټریک اطلاعات یې ثبت شوي دی.
د انتخاباتو یوشمېر څارونکي بنسټونه د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کېدو خبره کوي او اندېښنه ښيي چې ګنې دا به د کمېسیون پر چارو منفي اغېز وکړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هغو تورونو ځواب ووایه چې ګنې دوشنبه شپه مهال یو شمېر سرتېرو او د کمېسیون کارکوونکو لهخوا د معلوماتو ملي مرکز قفل مات شوی او په سیسټم کې لاسوهنه شوې ده.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ادعا کوي چې تېره شپه د پولیسو ځانګړو ځواکونو د ټاکنو کمیسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز یا "ډیجیټال سنټر" قفل مات کړی او ورننوتي دي.
نور راوښيه