په پاکستان کې د بشري حقونو یو شمیر افغان فعالان چې په دې ورستیو کې یې له پاکستانه جرمني ته الوتنه لغوه شوې، وایي سخت وضعیت کې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا پر روسیې نیوکې وکړې چې پر اوکرایین یې مرګوني توغندیز بریدونه کړي.
د ایران په کرمان ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ افغانان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د پنجشنبې په ورځ، د ماسپښین شاوخوا ۱:۳۰ بجه د کرمان په بردسیر ښار کې شوې.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه دوه الوتنې چې ټاکل شوې وه افغانان له پاکستانه جرمني ته انتقال کړي، لغوه شوې دي. فرانسپرس خبري اژانس دا خبره پرون د دې وزارت د ویاند، سباستین فیشر په حواله کړې ده. یادې الوتنې د اپرېل میاشتې په ۲۳مه او ۲۹مه نېټه پلان شوې وې.
روسیې پرېکړه کړې چې د طالبانو سفیر په مسکو کې ومني. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دوی پریکړه کړې چې "په مسکو کې د افغانستان ډیپلوماتیک ماموریت د سفیر کچې ته لوړ کړي."
د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې تر خونړي برید وروسته، د هند حکومت د پاکستان په وړاندې یو لړ اقدامات اعلان کړل چې تر ټولو مهم یې د اندس یا سند د اوبو د تړون ځنډول دي.
د ترکیې د طبیعي پیښو ادارې وویل چې په وروستیو کلونو کې دا تر بل هر وخت سخته زلزله وه.
د امریکا متحده ایالات وايي که هغه افغانان چې په دې هیواد کې یې د لنډمهالي خوندیتوب موده پای ته رسېدلي وي په دې هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي قضیې به یې د امریکايي محکمو له لوري په انفرادي ډول وڅېړل شي.
نور راوښيه