د ډوبی د فیوچر یا راتلونکې په ناسته کې چې د نوامبر په ۱۸ او ۱۹مه د متحده عربي اماراتو په ډوبی ښار کې جوړه شوې وه له ځمکې هاوخوا د ژوند د موندنې لپاره د بشريت د هڅو په اړه بحث وشو.
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریونو تړون لاسلیک شوی دی. په کابل د ایران سفارت نن شنبه ( قوس/لیندۍ لومړۍ )په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي دي چې د دې تړون په لاسلیک سره د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو د همکاریو فرصتونه لا پراخه شول.
د افغانستان په سړو سیمو کې نن شنبه ( د قوس/لیندۍ لومړنۍ) د ښوونځيو له څلورم تر دولسمو ټولګیو پورې زده کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې.
د امریکا تر فشار لاندې د جګړې د ختمېدو د جنجالي طرحې مطرح کېدو اوکراین له سخت انتخاب سره مخامخ کړی دی.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، افغانستان د حافظې، هویت او راتلونکي لپاره د امکاناتو له اوږدمهالې ځپنې سره مخامخ دی.
په افغانستان کې د خصوصي ټلویزیونونو یو شمېر مسوولین، خبریالان، ښځینه ویاندویانې او د ټلویزیوني پروګرامونو تولیدونکي وايي، د طالبانو حکومت په دې هیواد کې پر تلویزیوني خپرونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدو هماغه راز چې افغان سوداګرو ته ډېر مالي تاوانونه اړولي، پاکستاني سوداګرو ته یې هم اړولي دي.
داسې مهال چې له پاکستان سره د افغانستان ټولې سوداګریزې او ان د عامو خلکو پر مخ د تګ راتګ لارې بندې شوي، هند افغانستان سره د ګڼو نورو اړیکو د پراختیا تر څنګ ډېر ژر د کارګو الوتنې پیلوي.
د افغانستان د سوداګري او پانګونې خونه وايي، چین ته د ځنغوزیو د صاداراتو لپاره افغان هوايي شرکتونو سره خبرې روانې دي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پنجشنبې په ورځ یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له ایران څخه یې وغوښتل چې پرته له ځنډه او خنډه اجازه ورکړي چې د ایران د ټولو اټومي تاسیساتو پلټنه وکړي.
نور راوښيه