د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۹

پاکستاني سوداګر وايي، د لارو بندېدو سخت تاوانونه وراړولي


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدو هماغه راز چې افغان سوداګرو ته ډېر مالي تاوانونه اړولي، پاکستاني سوداګرو ته یې هم اړولي دي.

پاکستاني رسنیو نن (جمعه، د لړم ۳۰ مه) د خپل هیواد د سوداګرو په قول راپور ورکړ چې د تورخم د لارې د بندېدو له کبله په راولپنډۍ او اسلام‌اباد کې عمده پلورنکي له ژور مالي بحران سره مخامخ شوي دي.

د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په دواړو ښارونو کې لسګونو سترو او متوسطو عمده سوداګرو د لسګونو میلیون روپیو پانګه له لاسه ورکړې ده. یو شمېر هغه تجربه‌لرونکي او شتمن تاجران، چې تر دې مخکې د ښار له بریالیو سوداګرو شمېرل کېدل، اوس ادعا کوي چې د میلیونرۍ له سطحې د ټولو پانګو د بایللو حد ته نژدې شوي دي.

دوی وايي، د تازه میوو او سبزیجاتو په ځانګړي ډول د انګورو، کندهاري انارو، د ممیزو په شان د وجو مېوو او دالو د رانیولو لپاره یې له مخکې افغان سوداګرو ته د پام وړ پیسې ورکړې وې.

کانتینرونه او لارۍ چې دغه خرابېدونکي او نیمه خرابېدونکي توکي یې بار کړي، له اوونیو راهیسې د افغانستان خوا ته په تورخم کې بند پاتې دي. اوس چې تازه میوه ـ انار، انګور او سبزي ـ په بشپړه توګه خوسا شوې، راپورونه وايي چې ګڼې لارۍ بېرته افغان بازارونو ته ستنېږي.

افغان سوداګرو په قاطع ډول له خپلو پاکستاني همکارانو د تاوان د ورکړې غوښتنه رد کړې ده او ټینګار کوي چې د خرابېدو مسوولیت د دوی پر غاړه نه دی، ځکه ستونزه یوازې د پولې د تړل کېدو له امله رامنځته شوې ده. دوی وايي چې بار یې د قرارداد مطابق استولی، د بارولو ویډیويي شواهد او د ترانسپورټ د فیس د ورکړې اسناد هم ورسره شته.

د راولپنډۍ او اسلام‌اباد د عمده بازار سرچینې تاییدوي چې د هر تاجر زیان له ۴ کروړه روپیو څخه تر ۱۰ کروړه پورې رسېږي، او یو لوی تجارتي کنسورشیم تر ۱۵ کروړه روپیو پورې احتمالي زیان اټکل کړی دی.

تر دې وړاندې افغان سوداګرو هم ویلي و چې د میلیونونو ډالرو معادل تاوان د وراوښتی دی.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي، د افغانستان صادروونکو که څه هم د وچو میوو د لېږد د بیو کمولو ته چمتووالی ښودلی او له ۱۵ تر ۲۰ سلنې تخفیف وړاندیز یې کړی، خو هغوی په کلکه رد کړې چې د تازه مېوو ــ په ځانګړي ډول د انګورو، کندهاري انارو او سبزیجاتو ــ په برخه کې کوم امتیاز ورکړي.

په پاکستان کې د سبزي منډيي د تجارانو د اتحادیې مشر، غلام قادر میر، وایي چې په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د انګورو او انارو بیې چې اوس هره کیلو له ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰ روپیو رسېدلې، له افغانستان څخه د اکمالاتي لړۍ د پرې کېدو مستقیمه پایله ده. د کمښت او د تقاضا د زیاتېدا له امله د کورنیو انګورو بیې هم لوړې شوې دي.

د بحران د جدي والي له امله، تجاران له پاکستاني حکومت څخه غواړي چې سمدستي او په رسمي ډول له افغان چارواکو سره خبرې پیل کړي.

د هغوی تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې هغه موټر او کانتینرونه چې پیسې یې ورکړل شوي او د ننوتلو په تمه ولاړ دي، یو واري دې استثنايي اجازه ترلاسه کړي څو پاکستان ته داخل شي، حتی که ورپسې ټول نوي سفارشونه وځنډول شي.

د انګورو، انارو او وچو میوو لوی سوداګر حاجي شفقت او محمد مهربان خان وایي چې د افغانستان د تولیداتو ریزرفونه عموماً د فصل تر پیلېدو وړاندې اخیستل کېږي. له ۴۰ میلیون څخه تر ۱۵۰ میلیون روپیو پورې سفارشونه د اګست په وروستیو او سپټمبر کې ورکړل شوي وو څو بار په وخت راورسېږي. خو سیاسي ترینګلتیا او د لارو بندېدو ورته درانه مالي زیانونه واړول.

دوی زیاتوي چې که څه هم په تېرو وختونو کې هم تورخم او نورې لارې بندې شوي، خو بارونه معمولاً په یوه اوونۍ یا لسو ورځو کې خلاصېدل. دوی هم د همدې تجربې په اساس سږکال موسمي بارونه بند کړل ــ خو دا ځل یې له بده مرغه مالونه د ژمي په راتګ خراب شول.

په مقابل لوري کې، هغه لارۍ چې د پاکستاني توکو بار یې افغانستان ته وړی، هم د افغانستان خوا ته بندې پاتې دي چې له کبله یې افغان سوداګرو ته هم درانه اقتصادي زیانونه اوښتي دي.

د ژغورنې لپاره، په راولپنډۍ او اسلام‌اباد کې سخت زیانمن شوي عمده‌فروشان اړ شوي چې د بازار د پاتې کېدو لپاره نوي، سترو پورونو ته مخه کړي او په محدودو کچو یې د میوو او سبزیجاتو کاروبار بېرته پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG