د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې یوه ورځ وروسته تر دې د ایران د اټومي تاسیساتو په تړاو رایي واخیستې چې د دې ادارې مشر له تهران څخه وغوښتل چې د هغو اټومي مرکزونو د تفتیش اجازه ورکړي چې د جون په میاشت کې د اسراییل او متحده ایالاتو لخوا بمبارد پرې شوی و.
له دې جګړې راهیسې، د ملګرو ملتو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پلټونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د فوردو او نطنز اټومي تاسیسات چې بمباري پرې شوې ده، له نژدې وګوري.
د پنجشنبې د ورځې پریکړه لیک "له ایران څخه غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو له مخې له خپلو قانوني مکلفیتونو سره سم په بشپړ ډول او پرته له ځنډه عمل وکړي او د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره په بشپړ ډول او سمدستي همکاري وکړي.
د رایي اچونې پرمهال نولسو موافقې رایي ورکړې، دریو مخالفت وکړ او دولسو ممتنع رایي وکارولې.
د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې لپاره د ایران استازي د پنجشنبې په ورځ فرانس پریس اژانس ته وویل چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څارنې ادارې لخوا تصویب شوی نوی پریکړه لیک به د ایران د اټومي پروګرام په اړه پر همکارۍ "منفي اغیزه" وکړي.
د ملګرو ملتو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له لورې د ایران د اټومي تاسیساتو د تفتیش په تړاو تر پریکړه لیک وروسته رضا نجفي وویل چې دا پریکړه لیک به پرته له څه شکه هغه همکارۍ متاثره کړي چې تر دې مخکې د ایران او د اټومي انرژۍ د ادارې ترمنځ روانې وې.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رایافیل ګروسي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي و چې دوی څو ځله د څارونکو ډلې چمتو کړې وې خو دا اجازه یې ترلاسه نه کړه چې له زیانمنو شویو اټومي تاسیساتو څخه لیدنه وکړي. ښاغلي ګروسي زیاته کړه چې ایران باید اجازه ورکړي ځکه چې دا د تهران د کړیو ژمنه برخه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ماښام وویل چې د ملګرو ملتو د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د هغو تاسیساتو د پلټنې په برخه کې همکاري نه کوو چې هلته بمبارد شوی خو پر کومو تاسیساتو چې بمبارد نه دی شوی هغه کتلی شي.
د ایران او د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې ترمنځ اختلافات په وروستیو کلونو کې په مکرر ډول زیات شوي او د جون په میاشت کې له 12 ورځنۍ جګړې وروسته نور هم زیات شول چې د ایران په مهمو اټومي تاسیساتو اسراییل او متحده ایالاتو بریدونه وکړل.