په کابل کې یوه مور وايي، دوه لسیزې کېږي د خپلو درې معلولو اولادونو پالنه کوي. خو دا څوک او کومې سختې ګالي؟
داسې مهال چې د افغانستان روغتیايي سیستم د امکاناتو، تجهیزاتو او د تخصص لرونکي بشري ځواک له کمښت سره مخ دی یوه افغان جراح توانېدلی چې د یوې نوې درملیزې طریقې په کارولو سره په اور سوی یو ماشوم وژغوري او د دې کار له امله یو نړیوال معتبر سند ترلاسه کړي.
یوناما او د ناروې د کډوالو شورا تایید کړه چې پر افغانستان د پاکستان د وړمې شپې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې. عیني شاهدان وايی خلک په خوب ویده وو چې برید وشو. د طالبانو حکومت وايي برید به بې ځوابه پاته نشي. خو پاکستان ادعا کوي چې وسله وال وژل شوي دي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې کورنۍ ګرځندویي زیاته شوې، چې د ډیری کورنیو لپاره د تفریح او سفر یو مناسب انتخاب ګرځیدلی دی. خو د اقتصادي فرصتونو تر څنګ، د سیاحتي سیمو ځینې اوسیدونکي وايي چې د سیلانیانو ځینې نامناسب چلندونه د سیمه ییزو ټولنو چاپیریال، کلتور او امنیت ننګوي.
د طالبانو حکومت وایي د افغانستان په ختیځو درې ولایتونو کې د پاکستان د تیرې شپې هوایي بریدونو ولسي مرګ ژوبله رامنځته کړې. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند پر خپله ایکس پاڼه ادعا کړې دغو بریدونو کې (۳۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور) ټپیان شوي دي.
نور راوښيه