د بند امیر فیروزه اي سیندونو، د پنجشیر زرغونو درو، د نورستان او پکتیا ځنګلونو، د هرات د پیړیو تاریخي اثارو او د کندهار ځینې ښکلو تفریحي سیمو، په وروستیو کلونو کې د ګڼ شمېر کورنیو سیلانیانو پام ځانته اړولی دی.
په افغانستان کې د ډېرو افغان کورنیو لپاره سفر کول د رخصتیو او اونۍ پای تېرولو لپاره یوه ارزانه لاره ګرځیدلې ده، چې دوی د هیواد هغه برخې کتلی شي چې مخکې یې هېڅ کله ورته سفر نه و کړی.
خو د افغانستان د دغو ښکلو ولایتونو ځیني اوسیدونکي وايي چې د سیلانیانو د شمیر د زیاتوالي سربېره، دوی د داسې چلندونو شاهدان وي چې د ځایی ټولنو لپاره ستونزې رامنځته کوي.
تېر اختر کې ډېر سیلانیان د کونړ او نورستان ډېرو سیمو ته راغلي وو، چکر یې وواهه، خو له بده مرغه نورستان ولایت کې یې زموږ یو هېوادوال په ډزو وویشته او شهید شو، دا ټول هغه مسایل دي چې د سیمه ییزو خلکو تر منځ یې کرکه رامنځته کړې.د یوې سیاحتي سیمې اوسیدونکی
د افغانستان د ختیځ؛ کونړ ولایت اوسېدونکی دی، هغه ولایت چې نورستان سره پوله لري او یو له هغو ولایتونو چې ښکلا یې حیرانونکې ده او د ډیرو سیلانیانو لپاره د خوښې ځای ګرځیدلی دی.
ده د موضوع د حساسیت له امله راپور کې د نوم نه خپرولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې سیلانیانو ته تود هرکلی ویل کیږي، ځینې سیلانیان سیمه ییزو دودونو او ټولنیزو ارزښتونو ته درناوی نه کوي:
«دا چې دلته سیلانیان راځي،سل ځله او تل دې راشي، ستاسو قدمونه زموږ پر سترګو، دا ستاسې خپلې سیمې دي، خو له ټولو یوه هیله لرو چې زموږ سیمه ییزو رسمونو ته درناوی وکړي، باید زموږ کرنه زیانمنه نه شي، باید داسې کړنې ترسره نه کړي چې زموږ د خلکو، مشرانو او سیمې اوسېدونکو د غوښتنو خلاف وي، باید چاپېریال ساتنې ته پام وشي.»
د نورو ولایتونو یو شمېر اوسیدونکو چې تفریحي او سیاحتي سیمې لري، هم ازادي راډیو سره خبرو کې شکایت کوي چې ځینې سیلانیان په پارکونو او مېله ځایونو کې کثافات پریږدي، طبیعي ځایونو ته زیان رسوي، په عامه ځایونو کې په لوړ غږ موسیقي غږوي، شخصي کرنیزو ځمکو ته ننوځي، په لوړ سرعت موټر چلوي، او د چلند او عامه جامو اړوند کلتوري مسایلو ته پام نه کوي.
ډیری خلک وايي چې دا کړنې نه یوازې چاپیریال ته زیان رسوي، بلکې د سیلانیانو او ځایی ټولنو ترمنځ تاوتریخوالي ته زمینه برابروي.
د دوی په خبره، ګرځندویي د ځایی خلکو لپاره نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي، خو په خبره یې لیدونکي باید په یاد ولري چې هلته میلمانه دي.
د بامیان ولایت اوسیدونکې صدیقې محمدي چې ولایت یې د بند امیر ملي پارک کوربه دی ازادي راډیو ته وویل:
«له بده مرغه د کثافاتو په اړه باید ووایم چې ډېری خلک کله دې ولایت ته راځي، خپل کثافات سړکونو کې اچوي، او نه یې ټولوي،چې د کثافاتو سطل کې یې واچوي،دلته دو اساسي ستونزې دي، یو دا چې د دولت او بل د خلکو ستونزه ده، ځکه ځینو سیمو کې هغه سیمو بازارونو کې چې ګڼه ګوڼه ده، هلته د کثافاتو سطلونه ډېر نشته او ځینو ځایونو کې چې شته، خلک په کې کثافات نه اچوي.»
د پنجشیر، کندهار او د ننګرهار د ځینو سیمو اوسیدونکو هم ازادي راډیو سره خبرو کې ورته اندیښنې څرګندې کړې.
دوی وايي چې د سیمه ییزو کلتورونو ساتنه د افغانستان د غرونو، جهيلونو او تاریخي اثارو د ساتنې په څیر مهمه ده.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو راهیسې په افغانستان کې د کورني ګرځندوی په برخه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
په داسې حال کې چې ډیری افغانانو ته بهرني سفرونه له مالي اړخه سخت شوي، اود سیمه ییز چارواکي يه خبره په ځینو مهمو لویو لارو کې امنیت ښه شوی، ډیري کورنۍ کورني سفرونه غوره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري نظام پر مهال خلکو د هغه وخت حکومت سره د طالبانو د مخالفت له امله او له خلکو، په ځانګړې توګه د دولتي کارکوونکو د غچ اخیستنې له امله دغو ولایتونو ته سفر نه شو کولای.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تیرو دوو کلونو کې په ملیونونو کورني سیلانیان مختلفو ولایتونو ته سفر کړی دی.
دې وزارت دا راپور هم ورکړی چې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې زرګونه بهرني سیلانیان هم افغانستان ته ننوتلي خو په ټکو یې، کورني سیلانیان لاهم د سیلانیانو لویه برخه جوړوي.
د ګرځندوی زیاتوالي د ډیری ټولنو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ګرځېدلې ده.
د میلمستونونو، هوټلونو، رستورانتونو، د لاسي صنایعو دوکانونو او ټرانسپورټ شرکتونو مالکین وايي چې د دوی سوداګرۍ په ځانګړي توګه د پسرلي او دوبي موسمونو او عامه رخصتیو په ترڅ کې ښه شوې ده.
ځایی چارواکي هم وايي چې په ځینو سیاحتي سیمو کې د ښو سړکونو، میلمستونونو، رستورانتونو، د مېلو سیمې او د لیدونکو لپاره اساسي خدماتو په ګډون اسانتیاوې ښې شوي دي.
دا سیمې تر ډېره د نارینه وو لپاره دي، ځکه د طالبانو حکومت افغان ښځو ته اجازه نه ورکوي چې پارکونو، تفریحي او سیاحتي سیمو ته ولاړې شي.
د ټولنیزو چارو پوهان وايي چې د زیربناوو پراختیا باید عامه پوهاوي سره مل وي.
دوی انګېري چې مسؤلانه ګرځندوی نه یوازې د طبیعت درناوی دی، بلکې د سیمه ییزو ټولنو د دودونو او د ژوند طریقې ته هم درناوی دی.
له دې ډلې کارپوهانو جرمني کې مېشت عبدالوارث په دې اړه ازادي راډیو ته زیاته کړه:
«باید د ځایونو او مکانونو د ساتنې کلتور باید ترویج شي او خلکو ته باید خبر ورکړل شي چې دا د افغانستان د خلکو د ښکلاوو او ګډ میراث یوه برخه ده، چې ساتنه یې عامه دنده او مسؤلیت دی، یو بل ټکی چې سیلانیان او میلمانه باید په هغو ځایونو کې چې دوی سفر کوي او لیدنه ترې کوي پاملرنه وکړي د کوربه درناوی دی، او کوربه باید له خپلو میلمنو ویره ونه لري.»
ښاغلی سیغاني زیاتوي چې دا لیدنې د ټولنې د مختلفو طبقو ترمنځ د خواخوږۍ او یووالي د رامنځته کولو لامل کېدای شي، او هغه تشې، ستونزې او توپیرونه چې د خلکو ترمنځ موجودې دي، له منځه یوسي.
کارپوهان دا ټینګار هم کوي چې ډیری سیاحتي ځایونه لاهم د استوګنې نشتوالي، کافي روغتیایی خدماتو نشتون،د کثافاتو د مدیریت ضعیف سیسټمونو، د بیړني روغتیایی خدمتونو نشتوالي او د چاپیریال ساتنې ننګونو سره مخ دي.
افغانستان د ګرځندوی لوی ظرفیت لري.
دا هېواد د بند امیر ملي پارک، د جام منار، د هرات لرغونی ښار، د واخان دهلیز، د هندوکش غرونو او زرګونو کلونو لرغونو ځایونو په زړه پورې جهيلونو په درلودو تل د خپلې طبیعي ښکلا او کلتوري میراث له امله پیژندل شوی دی.
له دې سره لسیزې جګړې د ګرځندوی صنعت د پراختیا د مخنیوي سبب شوې او ډیری تاریخي اثار او طبیعي جاذبې له کافي خوندیتوب او پانګونې پاتې دي.
کارپوهان وايي چې دا سکتور کولای شي د دندو په رامینځته کولو او د سیمه ییز اقتصاد ملاتړ کې لوی رول ولوبوي، په دې شرط چې پراختیا یې د غوره چاپیریال ساتنې، ښه زیربنا او کوربه ټولنو له ډیر درناوی سره مل وي.
د افغانستان د ډېرو لیدل کېدونکو ولایتونو د اوسیدونکو لپاره دا ساده پیغام دی.
دوی وايي چې سیلانیانو ته تل ښه راغلاست وايي، خو دوی له هر سیلاني غواړي چې یوازې خاطرې پریږدي، نه کثافات، د نورو درناوی او قدر وکړي، نه مزاحمتاو هغه کلتور، دودونو او ټولنیزو ارزښتونو ته درناوی وکړي چې دې ټولنو نسلونه یې جوړ کړي دي.