په ننګرهار کې یوه کورنۍ چې پنځه کلن ماشوم یې انسان تښتونکو وژلی، د عدالت غوښتنه کوي.
پیښه نژدې دوه نیم کاله مخکې شوې او د وژل شوي ماشوم محمد الیاس کورنۍ وایي، قاتلین یې خلاصې تڼۍ ګرځي.
زوی یې راته په سپین کفن کې تاوو کړی او په ډېرې بې رحمۍ یې وژلی ووانګار مومند
د الیاس پلار انګار مومند ادعا کوي چې د زوی قاتلان یې په لومړیو ورځو کې ونیول شول، خو په خبره یې له اعتراف سره سره د طالبانو د حکومت پوځي محکمې بیرته ازاد کړي دي.
د ننګرهار ولایت دا اوسېدونکی انګار مومند وايي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د قوس په وروستۍ نېټه یې پنځه کلن زوی الیاس د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شو او درې ورځې وروسته یې جسد وموندل شو.
"زوی یې راته په سپین کفن کې تاوو کړی او په ډېرې بې رحمۍ یې وژلی وو. "
دې پېښې د هغه په ژوند او روان سخت اغیز کړی او کله چې دا قضیه رایادوي ناڅاپه یې له سترګو اوښکې څاڅي.
انګار مومند وايي که څه هم د پېښې په لومړیو ورځو کې په ننګرهار کې امنیتي ځواکونو یوه ډله مشکوک کسان ونیول چې د ده د ادعا له مخې څلورو یې په خپلو جرمونو اعترافونه هم وکړل او ده ته د قاضیانو له لوري د عدالت د پلې کېدو ډاډ هم ورکول شو، خو وايي نه یوازې عدالت تامین نه شو بلکې د ده په خبره نیول شوي تورن کسان ټول له یوې مخې خوشې شول.
هغه چې په خبره یې د امنیتي اندېښنو له امله اوس مهال په پټه ژوند کوي ازادي راډيو ته یې وویل:
"نیول شویو کسانو په اوله محکمه کې په داسې حال کې په خپلو جرمونو اعترافات وکړل، چې زما وکیل هم ناست و، د استخباراتو څارنوالان هم ناست وو، قاضیانو ماته وویل چې عدالت به تامینیږي او لږ ترلږه پنځه ویشت کاله قید به ورکول کیږي ځکه، ماشوم یې په تفنګچه نه دی وژلی او د دې لپاره قصاص نه شي عملی کېدای خو لږ ترلږه سخت قید به ورکول شي، زه هم ډېر خوشحاله شوم، په خپلو خپلوانو مې زیری وکړو، خو مازدیګر وکیل ټلیفون راوکړو چې د نیول شویو کسانو د کورنۍ غړي د قاضي کورته ورغلل، په سبا چې بیا د پرېکړې لپاره محکمه دایره شوه وکیل مې ټیلیفون راوکړ چې خلکو ته برات ورکول شو او خوشې هم شول."
نیول شویو کسانو په اوله محکمه کې په داسې حال کې په خپلو جرمونو اعترافات وکړل، چې زما وکیل هم ناست و، د استخباراتو څارنوالان هم ناست وو، قاضیانو ماته وویل چې عدالت به تامینیږي او لږ ترلږه پنځه ویشت کاله قید به ورکول کیږي ځکه، ماشوم یې په تفنګچه نه دی وژلی او د دې لپاره قصاص نه شي عملی کېدای خو لږ ترلږه سخت قید به ورکول شيانګار مومند
انګار مومند له ازادي راډيو سره د دغه قضیې اړوند یو شمېر اسناد هم شریک کړي چې په کې د الیاس د تښتولو او وروسته وژلو په قضیه کې د یو شمېر کسانو له لوري لیکلي اعترافات هم شوي دي، خو ازادي راډيو دغه اسناد په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.
له بل پلوه دا هم معلومه نه ده چې دا اعترافات په کوم ډول حالاتو کې اخیستل شوي دي، خو انګار مومند ادعا لري چې په استخباراتو او دغه راز د قاضیانو او شاهدانو په وړاندې یادو کسانو خپل جرمونه منلي وو.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې د لومړنۍ محکمې له پرېکړې وروسته یې د استناف غوښتنه وکړه او د طالبانو د سترې محکمې نه نیولې د ریاست الوزرا تر مقامه پورې یې حکمونه راوړي خو په ننګرهار کې د طالبانو نظامي محکمه په دې برخه کې اجرات نه کوي.
هغه په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې د ده د زوی په قضیه کې په پراخه کچه مالي فساد شوی دی:" له دې وروسته لاړم ریاست الوزار ته مې عریضه وکړه، مولوي کبیر ته مې زارۍ او منتونه وکړل، امر بالمعروف وزارت ته مې عرض وکړو، قاطع حکمونه مې راوړل چې کسان باید ونیول شي، خو هغوی ازاد ګرځي، حکم وړم، محکمه یې په روک کې ږدي، حکم وړم هغوی یې روک کې ږدي."
نوموړي د څو بیلابیلو عریضو عکسونه چې د سترې محکمې او دغه راز ریاست الوزرا د مقام له لوري احکام شوي هم له ازادي راډيو سره شریک کړي دي.
په دې اړه په ننګرهار د طالبانو د والي ویاند زموږ پوښتنې ځواب نه کړې او دغه راز د تورونو کسانو او په ننګرهار کې د محاکمو د ریاست له مسولینو سره هم به خبرو ونه توانېدو خو د ۱۴۰۲ لمریز کال د جدي په ۶ مه په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ له دغې قضیې سره د تړاو په تور د عملیاتو پر مهال د یو تورن کس د وژل کېدو او ځینو نورو د نیولو خبر ورکړی و.
هغه مهال د ننګرهار امنیتي مسولینو ډاډ ورکړی و چې له دې پېښې سره د تړاو په تور د نورو کسانو د نیولو عملیات به هم ژر ترسره شي، خو د وژل شوي ماشوم د پلار انګار مومند په خبره تر دې دمه په قضیه کې ښکیل شاوخوا دولس نور کسان هم نه دي نیول شوي.
له دې وروسته لاړم ریاست الوزار ته مې عریضه وکړه، مولوي کبیر ته مې زارۍ او منتونه وکړل، امر بالمعروف وزارت ته مې عرض وکړو، قاطع حکمونه مې راوړل چې کسان باید ونیول شي، خو هغوی ازاد ګرځي، حکم وړم، محکمه یې په روک کې ږدي، حکم وړم هغوی یې روک کې ږديانګار مومند
انګار مومند ادعا لري چې په ننګرهار کې د طالبانو نظامي ابتدایه محکمه ورته وایي چې د موضوع د عدلي تعقیقب لپاره د پیښې دوه شاهدان پيدا کړي: "دوی ماته وايي داسې دوه عیني شاهدان راوله چې هغوی شاهدي ووايي چې ماشوم د دوی په مخ کې تښتول شوی او د دوی په وړاندې وژل شوی دی، نو تاسو فکر وکړئ ایا امکان لري چې یو څوک دې ماشوم د خلکو په وړاندې وتښتوي او بیا دې د خلکو په مخ کې هغه وژني، دوهم وايي چې تورنو کسانو ته قسم ورکه یوازې د قسم ورکولو حق لرې، خو زه وایم یو څوک چې له الله نه ویریږي او ماشوم وژلی شي نو هغوی ته د قسم کول څه سخت دي."
د اسلامي علومو او د حقوقو د برخې یو شمېر پوهان هم وايي چې د قتل په تور نیول شوي کسانو ته د اصولو او ان شریعت پر بنسټ قسم نه ورکول کیږي بلکې د غلا په ګډون د یو شمېر کوچینو جرمونو پر مهال قاضي حق لري چې تورن کس ته قسم ورکړي.
د حقوقي چارو پوهان دغه راز وايي د افغانستان د جزا د قوانینو له مخې د قتل په قضیه کې نیول شوي تورن کسان باید تر درېیمې محکمې پورې خوشې نه شي، او تر هغه په زندان کې وساتل شي تر څو چې وروستي محکمې برات نه وي ورکړی داسې مهال چې د وژل شوي ماشوم د کورنۍ د غړو د ادعا له مخې تورن کسان اوس مهال ازاد ګرځي.
د حقوقي چاروپوه اختر راسخ ازادي راډيو ته وویل: "تر هغه وخته چې اوله، دوهمه او درېیمه محکمه وروستۍ پرېکړه ونه کړي، ابتدایه محکمه حق نه لري چې مجرمان خوشې کړي، محاکم عموما د عدالت د پلی کېدو مسولیت لري خو دا چې تورن کسان خوشي شوي دي، معلومیږي چې په دې قضیه کې ښايي پیسې اخیستل شوي وي، ځکه د نیولو شویو کسانو وروستۍ محکمه نه ده شوې د کومو اصولو له مخې لومړۍ محکمه تورن کسان خوشې کوي."
دی وايي تر هغه چې په یوه ټولنه کې د بیلابیلو قضیو پر مهال عدالت تامین نه شي د جنايي جرمونو د زیاتېدو ویره موجوده ده.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر سیمو په ځانګړي ډول ختیځو ولایتونو کې د ماشومانو د تښتونې د پېښو د زیاتېدو خبر ورکول شوی دی چې د ماشومانو د ساتنې په اړه یې د کورنیو اندېښنې زیاتې کړي دي.
د روانې جون په پنځمه د کونړ د نرنګ ولسوالۍ په باډیل دره کې د سایرې په نوم د یوې نهه کلنې ماشومې د جسد د موندلو راپورونه خپاره شول، چې د هغې د کورنۍ د غړو او د کونړ د عامې روغتیا ریاست د عدلي طب د یوې سرچینې په خبره د پښتورګو او زړه په ګډون یې د بدن یو شمېر داخلي غړي ویستل شوي وو.
له دې وړاندې د روان کال د مۍ په میاشت کې هم په کونړ کې د عثمان په نوم یو پنځه کلن ماشوم له ورکېدو څو ورځې وروسته وژل شوی و.
د کونړ یوې امنیتي سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې په نږدې وختونو کې د کونړ د مرکز اسعد اباد د ګورګام او دغه راز سرکاڼو ولسوالۍ نه دوه ماشومان تښتول شوي چې لا یې هم درک نه دی معلوم شوی.
د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د ماشومانو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې باید د طالبانو حکومت کوټلي ګامونه واخلي او نه یوازې د دغه ډول پېښو مخه دې ونیسي بلکې محاکم دې د دغه ډول پېښو قضیې هم په دقیق ډول وڅېړي کنه نو د دوی په خبره د ماشومانو د تښتونې قضیې به لا ډېرې شي.