د طالبانو حکومت ویلي، چې د کابل – جلال اباد پر لار وروستۍ ټرافیکي پېښه کې د مړو شویو کسانو شمیر ۲۰ ته لوړ شوی. دا پېښه چې پرون شنبه د (جوزا ۹مه) د لغمان په سرخکانو کې د یوه بار وړونکې موټرد اوښتلو له امله رامنځته شوې ده ۳۳ کسان په کې ټپان شوي هم دي.
په افغانستان کې یو شمېر ناروغ لرونکي وایي سره له دې چې اړ دي خپلو ناروغانو ته د رسېدو لپاره روغتونونو کې پاتې شي خو مناسب ځایونه نه لري. د دوی په خبره، پایوازان خپل ډېری وخت له روغتونونو بهر په سړکونو، جوماتونو یا نورو ځایونو کې تېروي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي له افغانستانه د ورپېښو ګواښونو په تړاو یې له امریکا سره اندېښنې شریکي کړي او د امنیتي ننګونو او ترهګرۍ په وړاندې په همکاریو یې ټینګار کړی دی.
هالنډ د افغان ښځو او نجونو په اړه خپله د پناه غوښتنې تګلاره بدله کړې او اعلان یې کړی چې افغان ښځې او نجونې به له دې وروسته په ډېرو مواردو کې د استوګنې د اجازې د ترلاسه کولو وړ وبلل شي.
یونیسیف افغانستان کې د نجونوپه زده کړو او د ښځو په کار باندې دمحدودیتونو د اغیزو په هکله خپل یوتازه څیړنیز رپوټ کې وايي چې دغه محدودیتونه هرکال افغانستان ته سلګونه ملیونه افغانۍ زیان رسوي ،ټولنیز بنسټونه او عامه خدمات کمزوري کوي او دهیواد وده زیانمنوي.
سږ کال د جګړې، سیلابونو او زلزلو سیوري په افغانستان کې د زرګونو کورنیو لپاره د لوی اختر خوښۍ کمې کړې دي. ډیری کورنۍ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو، مرګونو سیلابونو او ویجاړونکو زلزلو له امله بې ځایه شوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور ورکړی چې په افغانستان کې یې مرستندویه ماموریت ( یوناما) د طالبانو چارواکو او امنیتي مسولو ځواکونو لخوا د ښځو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي کړنې ثبت کړې دي.
له تاجسکتانه یو ستنول شوی کډوال وايی هرڅه ترې هلته پاته شول او تش لاس افغانستان ته ډیپورټ شوی دی. هغه وايي چې ټول مالونه او د کور سامان یې په تاجکستان کې پاتې شوي او بېرته د ورتګ هېڅ لاره نه لري څو خپله پانګه او وسایل ترلاسه کړي.
نور راوښيه