د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۳

له تاجکستانه ستنول شوی یو افغان کډوال : هرڅه رانه هلته پاته شول

له تاجکستانه دافغان کډوالو ستنول
له تاجکستانه دافغان کډوالو ستنول

له تاجسکتانه یو ستنول شوی کډوال وايی هرڅه ترې هلته پاته شول او تش لاس افغانستان ته ډیپورټ شوی دی. هغه وايي چې ټول مالونه او د کور سامان یې په تاجکستان کې پاتې شوي او بېرته د ورتګ هېڅ لاره نه لري څو خپله پانګه او وسایل ترلاسه کړي.

له تاجکستانه ستنول شوي کډوال وايی چې هرڅه ترې هلته پاته شوي او تش لاس افغانستان ستنول شوي دي.

دوی وايي چې ټول مال او وسایل یې تاجکستان کې پاته شوي او بیرته د ورتګ کومه لار نلري چې ترلاسه یې کړي.

عبدالرحیم جیلاني، چې د هغو ۲۵۰ افغان کورنیو څخه دی چې د مې میاشتې په پیل کې له تاجکستانه افغانستان ته ایستل شوي، اوس د پروان ولایت کې ژوند کوي. هغه وایي چې ټول مالونه او د کور سامان یې په تاجکستان کې پاتې شوي او بېرته د ورتګ هېڅ لاره نه لري څو خپله پانګه او وسایل ترلاسه کړي.

د هغه په خبره، پنځه کاله وړاندې له افغانستانه تاجکستان ته تللی و او هلته یې د ملګرو ملتونو سره د کډوال په توګه نوم‌ لیکنه کړې وه. نوموړی د خجند ښار کې اوسېده او په بېلابېلو برخو کې یې کار کړی و، چې وروستی کار یې د سکرو په یوه شرکت کې و.

برېښنايي تذکره او ضروري اسناد هماغلته پاتې دي او اجازه یې رانکړه چې له ځان سره یې راوړو
عبدالرحیم جیلاني


هغه وایي:
«موږ به سکاره راوړل او پلورل مو، هلته مو نمایندګي لرله او اوس زموږ شل زره ډالر د تاجکانو سره پاتې دي. زموږ ټول سامانونه، پیسې، برېښنايي تذکره او ضروري اسناد هماغلته پاتې دي او اجازه یې رانکړه چې له ځان سره یې راوړو. موږ په تاجکستان کې د ملګرو ملتونو شین کارت او وروسته سور کارت درلود او هغه مو تمدیداوه، حال دا چې لا زموږ د کارت پنځه میاشتې اعتبار پاتې و.»

عبدالرحیم جیلاني، چې د پنځو اولادونو پلار دی، وایي چې په تش لاس ژوند ته دوام ورکول ورته ډېر سخت دي. د هغه په خبره، تاجکستان ته د تګ اصلي هدف یې د خپلو اولادونو لپاره د زده‌کړو زمینه برابرول و.

هغه زیاتوي چې یوې لور یې په لسم ټولګي کې زده‌کړې کولې، خو اوس په افغانستان کې نورې خپلې زده‌کړې نه شي کولی. دا مهال یوازې څلور ماشومان یې توانېدلي چې مکتب ته ولاړ شي.

موږ د اولادونو د زده‌کړو لپاره تللي وو چې هلته زده کړه وکړي
عبدالرحیم جیلاني


هغه په دې اړه وایي:
«موږ د اولادونو د زده‌کړو لپاره تللي وو چې هلته زده کړه وکړي ، خو د افغانستان وضعیت ټولو ته معلوم دی؛ فقر او بې‌کاري ده. په دې ۲۵ ورځو کې چې افغانستان ته راستانه شوي یو، له خپلو خویندو او وروڼو پور اخلو څو خپل ژوند وچلوو.»

د راپورونو له مخې، د تاجکستان حکومت د ثور میاشتې په پنځلسمه نېټه شاوخوا ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ افغانستان ته بېرته واستولې. ډېری دغه کورنۍ واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته تاجکستان ته تللې وې.

راپورونه زیاتوي چې وروسته له هغې چې د یوه ۲۲ کلن افغان وګړي له خوا د یوې تاجکستانۍ ښځې د وژل کېدو خبر خپور شو، په تاجکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ نوره هم چټکه شوه.

عبدالرحیم وایي چې د ده د کورنۍ تر څنګ، د هغه د خپلوانو څو نورې کورنۍ چې شاوخوا ۴۵ کسان پکې شامل دي هم ایستل شوي او هغوی هم له ورته ستونزو سره مخ دي.

هغه هڅه کړې چې د خپلې ستونزې د حل لپاره د پروان د کډوالو ریاست ته عریضه وکړي، خو ورته ویل شوي چې غوښتنلیک دې د کډوالو وزارت ته په کابل کې وسپاري.

عبدالرحیم له نړیوالو بنسټونو او د تاجکستان او طالبانو له چارواکو غواړي چې په تاجکستان کې د پاتې شویو مالونو او وسایلو د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې له کډوالو سره همکاري وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادۍ راډیو اړیکو ته ځواب نه و ویلی.

د راپورونو له مخې، په تاجکستان کې تر نهو زرو ډېر افغان کډوال ژوند کوي.

په وروستیو میاشتو کې د نورو ګاونډیو هیوادونو، پاکستان او ایران څخه هم لسګونه زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستنول شوي دي.

بلخوا ، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په دې وروستیو کې وویل چې ښایي د روان میلادي کال د اپرېل میاشتې څخه تر ډسمبرمیاشتې پورې افغانستان د ستنوشویو کډوالو شمیر شاوخوا ۲.۷ میلیونه کسانو ته ورسیږي چې په افغانستان کې به پر بشري وضعیت لا ډېر فشار واچوي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

XS
SM
MD
LG