د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان د ځینو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي ، که څه هم د سږني لوی اختر پر مهال د تېرو کلونو په پرتله د پټاقیو استعمال کم شوی و، خو لا یې هم په ځینو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل کېدل.
د کابل د کارته چهار د سیمې یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلیدو په شرط ازادي راډيو ته وویل: " سږ کال د تېرو کالونو په پرتله پتاقۍ کمې وې، خو بیا هم د اختر په شپو کې په ځینو سیمو کې یې غږونه اورېدل کېدل، د هغو کورنیو لپاره چې ماشومان یا ناروغان لري، دا غږونه ډېر ځورونکي او ویرونکي وي، که منع شوې وي، باید د پلور مخه یې په بشپړ ډول ونیول شي او جدي څارنه وشي."
د کابل د شهر نو، خیرخانې او کارته نو سیمو یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته وویل چې د اختر په شپو، ورځو کې یې د پتاقۍ غږونه اورېدلي، چې خلک یې اندېښمن کړي وو.
په شاوخوا سیمو کې بدبختانه په دې اختر کې هم د پټاقیو د چاودونو غږونه اورېدل کېدل
د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې هغه هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي وویل چې د دوی په سیمه کې هم د اختر په ورځو کې د پټاقیو استعمال ښکاره وو. "په شاوخوا سیمو کې بدبختانه په دې اختر کې هم د پټاقیو د چاودونو غږونه اورېدل کېدل، رښتیا هم د افغانستان خلک د باروتو ،مضرو غږونو او د صوتي ککړتیا له امله ډېر زیان ویني. دا د خلکو د ویرې او اندېښنې لامل کیږي."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د پټاقیو، او اور لوبو د موادو واردات، پلور او استعمال منع اعلان کړي دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له لوی اختر مخکې په یوه ویډیویي پیغام کې له خلکو غوښتي وو چې د اختر په ورځو کې د پټاقیو له استعمال او اور لوبې ډډه وکړي.
هغه ویلی وو چې د دې موادو استعمال نه یوازې خلکو ته مزاحمت جوړوي، بلکې د ناوړه پېښو، جسمي زیانونو او د عامه نظم د ګډوډۍ لامل هم کېدای شي.
له دې وړاندې د روان کال د ثور په لومړیو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د ګمرکونو مسؤلینو ته لارښوونه شوې چې د دې موادو د واردېدو مخه ونیسي او هیڅ ګمرک دې اجازه نه ورکوي دا مواد افغانستان ته داخل شي.
د افغانستان د یو شمېر اوسېدونکو په وینا د پټاقیو استعمال او اور لوبې یوازې د اختر تر ورځو محدود نه دی، بلکې په ځینو شخصي مراسمو او مناسبتونو کې هم ترسره کیږي چې د دوی په باور د خلکو ارامي له منځه وړي.
هر څومره چې د پټاقیو استعمال زیات شي، په هماغه اندازه د ناامنۍ لپاره زمینه برابریږي
د امنیتي چارو یو شمېر پوهان هم وايي د پټاقیو استعمال او اور لوبې کولی شي امنیتي اندېښنې زیاتې او په ځینو مواردو کې د ناوړه استفادې زمینه برابره کړي.
له ډلې یې اختر راسخ ازادي راډيو ته وویل: "هر څومره چې د پټاقیو استعمال زیات شي، په هماغه اندازه د ناامنۍ لپاره زمینه برابریږي، زه ویلی شم چې که د اخترونو او خوشحالۍ په مراسمو کې د دغو موادو مخه ونه نیول شي نو د ناامنۍ مرګ ژوبلې او ان ترور لامل کیدای شي."
دی ټینګار کوي چې د دې موادو د قاچاق، پلور او استعمال د مخنیوي لپاره باید جدي عملي اقدامات وشي او د بازارونو او سرحدي لارو څارنه زیاته شي.
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سلاکار خان جان الکوزی وایي چې د پټاقیو په وارداتو بندیز د امنیتي ګواښونو او د خلکو د اندېښنو د مخنیوي په هدف لګول شوی دی.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل: " د پټاقیو په استعمال بندیز د خلکو خپله غوښتنه وه، ځکه د امنیت له نظره خلکو ته ګواښ بلل کېده، ځینې وختونه خلک ناروغان وي او د پټاقیو غږونه د هغوی لپاره ښه نه وي او اندېښنه رامنځته کوي له همدې امله د امارت اسلامي پرېکړه دا وه چې دا مواد نه وارد شي، نه وپلورل شي او نه محصول شي."
په افغانستان کې ځیني کسان د خوښیو د مراسمو د نمانځنې لپاره له پټاقیو کاراخلي او دغه شان اور لوبه ترسره کوي.
په تېرو کلونو کې د اور لوبو او پټاقیو له امله یوشمیرکسان ټپیان شوي هم دي چې له اخترونو وروسته دا پېښې راپور شوي، خو سږ کال تراوسه په دې اړه چې د لوی اختر په ورځو کې دغو پټاقیو کوم زیانونه رسولي کنه،رسمي څرګندونې ندي شوې.