نړۍ
امريکايي او پولنډي چارواکو د پولنډ په شمال کې د توغنديو دفاعي سيستم پرانيست
امریکايي او پولنډي چارواکو د پولنډ په شمال ریژیکوو کې د توغندیو هغه دفاعي ځای پرانیست چې له اوږدې مودې یې تمه کېده او روسیې ورسره مخالفت کړی و.
د متحدایالاتو په تاسیساتو کې چې د ناټو د دفاع یوه برخه ده، د سمندري ځواکونو د ایګیس ایشور Aegis Ashore په نوم سیسټمونه ځای پرځای شوي، چې کولای شي بالسټیک توغندي د توغول کېدو په لومړیو مرحلو کې کشف، تعقیب او ویجاړ کړي.
په اروپا کې دا ډول لومړي تاسیسات په ۲۰۱۶م کال کې د ناټو په غړې رومانیا کې فعال شول.
دغه اډه چې په ۲۰۰۹ کال کې اعلان شوه په لومړي سرکې د ایران د بالستیکي توغندیو د ګواښونو په وړاندې د اروپا د خوندي کېدو په هدف پلان شوې وه.
پولنډي چارواکو په خپله خاوره کې د توغندیو د دفاعي سیسټم ځای پر ځای کېدل یو تاریخي اقدام بللی دی.
خو روسیې، چې له اوږدې مودې راهیسې یې هغه د خپل امنیت لپاره ګواښ بللی او په وړاندې یې مخالفت څرګند کړی، پرون چهارشنبې وویل چې، د دغې اډې پرانیستل د برابرۍ د تضمین لپاره اقداماتو ته اړتیا لري.
اوکراين د روسيې د ۲۱ بېپيلوټه الوتکو د شنډولو خبر ورکړی
د اوکراین هوايي ځواک وايي، نن پنجشنبې سهار وختي د دغه هېواد د هوايي مدافعې سیستم له هغو ۵۹ بېپیلوټه الوتکو څخه ۲۱ یې ویشتلي چې، د روسیې لهخوا په اوکراین کې د هدفونو د په نښه کولو لپاره کارول شوې وې.
د اوکراین د هوايي ځواک په وینا، د روسیې ۳۸ نورې بېپیلوټه الوتکې وروسته له هغې په سیمه کې ویجاړې شوې چې د لارښود سیستم یې د اوکراین د الکترونیکي جنګي وسایلو په وسیله شنډ شو.
د اوکراین د ختیځې سیمې دونیڅک څارنوالۍ په يوه جلا اعلامیه کې ویلي، په تېرو ٢٤ ساعتو کې د دې سیمې په ختيځ کې د شيوچينکو په کلي کې د روسي ځواکونو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.
په عینحال کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي، نن سهار (د نومبر ۱۴مه) د دغه هېواد هوايي دفاع ځواکونو د کورسک او بلګرود سیمو په هوايي حریم کې د اوکراین دوه بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
غزه کې د اسراييل د بريد پر مهال درې ماشومان وژل شوي
د غزې په شمالي برخه کې پرون چهارشنبې پر یوه کور د اسراییل په یوه هوایي برید کې د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي دي.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور لهمخې ډاکټرانو د وژل شویو ماشومانو عمرونه شپږ او له شپږو کلونو کم ښودلي دي.
اسراییلي ځواکونو له تېرې یوې میاشتې راهیسې د غزې تړانګې په تر ټولو لیرې شمالي سیمو کړۍ تنګه کړې.
پوځ ویلي چې پهدې سیمو کې د حماس چې امریکا او اروپایي اتحادیه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني، وسلهوال بیا منسجم شوي دي.
په عینحال کې د لبنان روغتیا وزارت وویل، پرون چهارشنبې د بیروت په جنوب کې د هستوګنې پر یوې ودانۍ د اسراییل د هوایي برید په نتیجه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي.
اسراییلي ځواکونو د حماس ملاتړې د لبنان پر حزبالله ډلې چې امریکا هغه یوه تروریستي ډله بولي او اروپایي اتحادیې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، پهدې وروستیو کې حملې زیاتې کړي چې د پوځ په وینا په ترڅ کې یې د دې ډلې د جګپوړو مشرانو په ګډون په سلګونو غړي وژل شوي دي.
د لبنان روغتیا وزارت د اسراییل په بریدونو کې تر دې دمه له ۳۲۰۰ څخه د زیاتو کسانو د وژل کېدو او له ۱۴ زرو او ۲۰۰ څخه د زیاتو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
په غزه کې هم د روغتیایي چارواکو په وینا د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۳ زره کسانو لوړ شوی دی.
د پاکستان پوځ په بېلابېلو سيمو کې د ۱۲ وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړی
د پاکستان پوځ وایي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې، په دوه شخړو او بېلابېلو عملیاتو کې ۱۲ وسلهوال مخالفان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې لهمخې لیکلي چې، څلور وسلهوال پرون چهارشنبه د بلوچستان ایالت په کچ سیمه کې ووژل شول.
بلوچستان کې دغه وسلهوال مخالفان څو ورځې وروسته تر هغه وژل کېږي چې یوه ځانمرګي بریدګر په کوټه کې د ریلګاډي په یوه تمځای کې لږ تر لږه ۲۶ تنه ووژل او څه باندې ۶۰ نور یې ټپيان کړل.
د بلوڅ بېلتون غوښتونکو یوې ډلې "د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ" د هغه برید مسوولیت ومانه.
د پاکستان پوځ په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، ځواکونو یې چهارشنبه په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو پر یوه پټنځای برید کړی چې هلته هم د د دوی په وینا ۸ وسلهوال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
تحریک طالبان پاکستان پهدې وروستیو کې د پاکستان دننه د ګڼشمېر بریدونو مسوولیت منلی دی.
د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر نن تهران کې له ايراني چارواکو سره ګوري
ټاکل شوې چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر رافايل ګروسي به نن (پنجشنبه د عقرب ٢٤مه) د ایران د اټومي پروګرام په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور لهمخې ښاغلی ګروسي تېره ورځ تهران ته ورسېد.
نوموړی به ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان له مشر محمد اسلامي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره وګوري.
ایران ته د ښاغلي ګروسي دغه سفر د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته ترسره شو.
ټرمپ د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۸ کال کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ له شوي اټومي تړونه ووت او پر ایران یې سخت بندیزونه ولګول.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د خپلې کابینې درې نور غړي نومولي دي
هغه په کانګرس کې د فلوریدا استازی مټ ګېټز د خپل لوی څارنوال، سناتور مارکو روبیو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه او تولسي ګبارد د ملي استخباراتو د مشر په توګه نومولي دی.
ټرمپ تر دې وړاندې د دفاع وزارت او یوشمېر نورو ادارو لپاره هم خپل نوماند وزیران اعلان کړي دي.
د دفاع د وزیر په ګډون د هغه یوشمېر نومونو د راپورونو لهمخې په واشنګټن کې خلک هک پک او اندېښمن کړي دي.
ټاکل شوې چې ډونالډټرمپ د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه لوړه وکړي او د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه رسمي دنده پيل کړي.
هغه پرون په سپینه ماڼۍ کې له جوبایډن سره وکتل او د واک پر سولهییز لېږد یې خبرې وکړې.
ټاکل شوې جويايډن د چين له ولسمشر سره ليده کاته وکړي
د امریکا د متحدایالتونو ولسمشر جوبایډن به د شنبې په ورځ په پيرو کې د یوې نړیوالې سرمشریزې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره خبرې وکړي.
دا لیدنه کتنه پهداسې وخت کې ترسره کېږي چې پېکېنګ دې ته تیاری نیسي چې سپینې ماڼۍ ته بیا ډونالډ ټرمپ ستنیږي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل، د دواړو ولسمشرانو لیدنه کتنه به په پلازمېنه لیما کې د اسیا-پسفیک د اقتصادي همکارۍ د سرمشریزې په څنډه کې وشي.
د انتخاباتي کمپاین پرمهال ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې وه چې، پر ټولو چینایي صادارتو به شپېته فیصده تعرفه ولګوي.
ايراني خبريال او سياسي فعال کيانوش سنجري ځانوژنه کړې
ایراني خبریال او سیاسي فعال کیانوش سنجري د ځان او نورو سیاسي فعالانو د نیولو په اعتراض ځان وواژه.
د ښاغلي سنجري یوه خپلوان تېره شپه د ازادي راډيو فردا څانګې ته دا خبر تایید کړ.
سنجري په دوه زره پنځلسم کال کې د خپلې مور د لیدو لپاره له بهره ایران ته ستون شو، چې بیا-بیا د ایران د امنیتي او استخباراتي ادارو له لوري ونیول شو.
دغه خبریال پرون څو ساعته مخکې تر دې چې ځان ووژني، په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې د څلورو فعالانو نومونه خپاره کړل او ویې ولیکل، که د ماښام تر اوو بجو دا کسان له زندانه خوشي نهشي، دی به ځان ووژني.
بنیامین نتنیاهو: پر اسراييل د ايران بل بريد به د تهران اقتصاد فلج کړي
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، پر دوی د ایران بل برید به د اسلامي جمهوریت اقتصاد فلج کړي او میلیاردونه ډالره زیان به وکړي.
نتنیاهو په یوه ویډیويي پيغام کې، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې ایرانیانو ته دویم مستقیم پيغام دی او پرون خپور شوی ویلي، پر اسراییل د ایران د اکتوبر د لومړۍ نېټې برید باندې تهران دوه اعشاریه درې میلیارده ډالر ولګول، خو په خبره یې اسراییل ته یې زیان ډېر کم و.
ایران د تېرې اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه په لبنان کې د حزبالله ډلې د مشر حسن نصرالله د وژنې په غچ کې پر اسراییلو پراخ توغندیز برید وکړ، چې اسراییل د اکتوبر په ۲۶مه د دغه برید غچ واخیست.
حزبالله چې یوه سیاسي-پوځي ډله ده، د لبنان پر جنوب واکمنه ده.
امریکا دغه ډله د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د کارپوهانو په حواله ویلي، د نتنیاهو نوی ويډیویي پیغام پهدې معنا دی چې که ایران پر اسراییل بل برید وکړي، اسراییل به جدي ځواب ورکړي.
ایران تر اوسه رسما پهدې اړه څه نهدي ویلي.
ډونالډټرمپ د فاکس نيوز د يوې خپرونې چلوونکی د دفاع وزير په توګه نومولی
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د فاکس نیوز مجري پیت هګسېت د خپلې کابینې د دفاع د وزیر په توګه نومولی دی.
هګسېت دغه راز د امریکا د ګارد یو پخوانی سرتیری دی چې، په افغانستان، عراق او په کیوبا کې يې د ګوانتانامو په خلیج کې دنده ترسره کړې.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور لهمخې د نړۍ د یوه لوی او پياوړي پوځ د مشر په توګه د هغه نومونې په واشنګټن کې ډېر خلک له حیرانۍ او اندېښنو سره مخامخ کړي دي.
د هګسېت ټاکل به چې د فاکس نیوز د یوې خپرونکې چلونکی دی، کولای شي د امریکا په پوځ کې د پراخو بدلونونو لامل شي.
دغه پوست ته د رسېدو په هدف هغه د سنا د تایید رایو ته اړتیا لري.
نوموړي په جګړه کې د ښځو ونډه تر پوښتنې لاندې راوستلې او د هغو ښځینه پوځي پرسونل د بښنې ملاتړ یې کړی دی، چې په جنګي جنایتونو تورنې دي.