د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

نړۍ

اتريش په شينګين زون کې د بلغاريا او رومانيا د شاملېدو له مخالفت لاس واخيست

هنګري په اوس وخت کې د اروپایي اتحادیې د شورا دوره‌یي مشري په غاړه لري.
هنګري په اوس وخت کې د اروپایي اتحادیې د شورا دوره‌یي مشري په غاړه لري.

وروسته له هغې چې اتریش په شینګین زون کې د بلغاریا او رومانیا د شاملېدو په وړاندې د اوږدې مودې له مخالفت څخه لاس واخیست، دا هېوادونه راتلونکي کال دې سیمې ته چې د غړیو هېوادونو وګړي یې له ویزې پرته یو بل ته تګ‌راتګ کوي، ورنژدې شول.

دغه اعلان پرون جمعه هنګري وروسته له هغې وکړ، چې پلازمېنه بوداپست د رومانیا، بلغاریا او اتریش د کورنیو چارو وزیرانو د یوې غونډې کوربه و.

هنګري په اوس وخت کې د اروپایي اتحادیې د شورا دوره‌یي مشري په غاړه لري.

ټاکل شوې چې اروپایي اتحادیه به د ډسمبر له ۱۱ تر ۱۲ پورې له رومانیا او بلغاریا سره په غونډه کې یو ګډ امنیتي پلان نهایي کړي، چې په پایله کې به یې دا دواړه هېوادونه په جنوري میاشت کې د شینګین زون غړي شي.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین پر خپله ایکس‌پاڼه د دغه اعلان هرکلی وکړ او ویې ویل چې بلغاریا او رومانیا په پشپړ ډول په شینګین سیمې پورې تړلي دي.

د روسيې سترې محکمې "تر روسیې وروسته د ازادو ملتونو فورم" د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړ

د روسيې د سترې محکمې انځور
د روسيې د سترې محکمې انځور

د روسیې سترې محکمې "تر روسیې وروسته د آزادو ملتونو فورم" په نوم نړیوال سازمان د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړ.

دغه سازمان چې په ۲۰۲۲ م کال کې په پولنډ کې تاسیس شوی، تورن شوی چې تر بهرني نفوذ لاندې بېلتون‌پالنه هڅوي او غواړي چې د روسیې فدراسیون د خپلواکو هېوادونو په توګه وپاشل شي.

روسیه چې په اتیا سیمو کې یې ګڼ توکمونه ژوند کوي او د ډېرو لکه د چیچنیا او تاتارستان په‌څېر سیمو ځایي خلک یې د نفوس لویه برخه جوړوي، په ۱۹۹۹ کال کې واک ته د ولادیمیرپوتین له رسېدو راهیسې له هغې کورواکۍ څخه بې‌برخې شوې چې دغو سیمو مخکې لرلې.

پوتین له هغې راهیسې واک مرکزي کړی دی.

د روسیې د لویې څارنوالۍ دفتر پرون جمعه په یوه اعلامیه ادعا وکړه، د دې فورم په چوکاټ کې د بالتیک جمهوریت ګوند، د انګریا غورځنګ او د شمالي قفقاز د خلکو کانګرس په ګډون ۱۷۲ سیمه‌ییز او ملي بنسټونه فعالیت کوي، چې ټول یې د بېلتون‌پالو غورځنګونو د جلاوطنه مشرانو له‌خوا رهبري کېږي.

خو دغه فورم دغه ادعا ردوي او ټینګار کوي چې، د یوه مدني خوځښت په توګه هڅې کوي چې د روسیې سیمې پراخه کورواکي ولري.

ترکمنستان خبرياله سلطان اچيلووا نه‌ده پرېښې چې جينوا کې يوه نړيواله جايزه ترلاسه کړي

د ازادي راډیو پخوانۍ خبریاله سلطان اچیلووا
د ازادي راډیو پخوانۍ خبریاله سلطان اچیلووا

د ازادي راډیو پخوانۍ خبریاله سلطان اچیلووا په ترکمنستان کې چارواکو پرې نه‌ښوده چې جینوا ته ولاړه شي او یوه نړیواله جایزه ترلاسه کړي.

د ترکمنستان د کارنیکل وېب‌‌‌پاڼې د راپور له‌‌مخې ۷۵ کلنه اچیلووا چې د ناروغۍ هیڅ نښه يې نه لرله، د نومبر په شلمه په زوره د پلازمېنې عشق‌‌‌اباد په یوه روغتون کې بستر شوه.

ډاکټرانو له زندانه د دې د وتلو وخت هم نه‌‌‌دی څرګند کړی.

ترکمنستان د نړۍ له هغو هېوادو څخه دی چې د بیان ازادي په‌کې ډېره زیاته تر پښو لاندې کېږي.

سلطان اچیلووا یوازینۍ خبریاله ده چې، د ترکمنستان پر دولت نیوکې کوي، دې ته څو ځله ګواښونه هم شوي دي.

د بشري حقونو ډلو د دې د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

پاکستان تر څلور زره د ډېرو سوالګرو نومونه د ممنوع‌الخروج په لېست کې شامل کړي

پاکستان کې يو سو الګر
پاکستان کې يو سو الګر

پاکستان د څلور زره درې سوه سوالګرو نومونه له دغه هېواده د ممنوع‌الخروج په لېست کې داخل کړي دي.

وروسته تر دې چې د پنج‌شنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د سعودي عربستان له یوه پلاوي سره خبرې وکړې، اسلام‌اباد دا پرېکړه وکړه.

نژدې دوې میاشتې مخکې د سعودي عربستان رسنیو خبر ورکړی و چې د حج د مراسمو پرمهال تر پنځوس زره ډېرو پاکستانیانو خیرات غوښت.

تر دې راپورونو وروسته ریاض خبرداری ورکړ، که چېرته پاکستان د دې سوالګرو مخه ونه‌‌‌نیسي د پاکستانیانو لپاره به د عمرې او حج د ویزو شمېر کم کړي.

د اوکراین پارلمان د توغندي د ګواښ له امله خپله نننۍ غونډه لغوه کړه

د اوکراين د پارلمان يو انځور
د اوکراين د پارلمان يو انځور

د اوکراین د پارلمان غړي تاراس باتینکو د هووري ویلیکي لویف Hovoryt Velykiy Lviv شبکې سره پرون پنج‌شنبې په خبرو کې افشا کړه چې، د پارلمان غړیو ته سپارښتنه شوې چې نن جمعه دولتي سیمې ته له تلو ډډه وکړي او پارلمان هم د توغندي د احتمالي برید له امله خپله نننۍ غونډه لغوه کړه.

هغه وویل، موږته وویل شول چې، راتلونکو ورځو کې د دې خطر شته چې په کییف کې پر ویرخوونا رادا Verkhovna Rada سیمې برید وشي او زیاته یې کړه چې پوتین دا خطر د پام وړ زیات کړی دی.

ټاکل شوې وه، چې د پارلمان په‌‌‌دې غونډه کې له حکومتي چارواکو څخه د پوښتنو بهیر پیل شي.

دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې، د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین اعلان وکړ، چې د اوریشنیک په نوم منځنی واټن ویشتونکی نوی بالسټیک توغندی یې د اوکراین په جګړه کې په بریالۍ توګه ازمویلی دی.

پوتین ادعا وکړه چې، دا توغندی د اوکراین پر ختیځ ښار دنیپرو په برید کې کارول شوی و او ټینګار یې وکړ چې دا د ناټو "تهاجمي کړنو" او هغو توغندیو ته ځواب و، چې لوېدیځ اوکراین ته ورکړي او دې هېواد ورڅخه د روسیې د خاورې د په نښه کولو لپاره کار اخیستی دی.

ایران په خپلو اټومي تاسیساتو کې یو شمېر نوي او پرمختللي سنتریفیوژونه نصب کړي

د ایران د یوې اټومي بټۍ انځور
د ایران د یوې اټومي بټۍ انځور

ایران نن جمعه وویل چې د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې ادارې د هغه تصویب شوي پرېکړه‌لیک په ځواب کې به چې پر اسلامي جمهوریت یې د نه همکارۍ له امله انتقاد کړی، په خپلو اټومي تاسیساتو کې یو شمېر نوي او پرمختللي سنتریفیوژونه نصب کړي.

دغه پرېکړه‌لیک چې ایران ته د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې یا "آی‌اې‌اي‌اې" د مشر رافایل ګروسي له وروستي سفر وروسته تصویب شوی، غوښتنه کوي چې تهران ته په‌کار ده چې د خپلو قانوني مکلفیتونو د پوره کولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د اټومي انرژۍ د سازمان له‌خوا په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي د نویو او پرمختللو سنتریفیوژونو د نصبولو په ګډون د اغېزمنو اقداماتو امر صادر کړی دی.

ایران دغه اعلان وروسته له هغې کوي چې د "آی‌اې‌اي‌اې" ۳۵ کسیز بورډ پرون پنجشنبې د نومبر په ۲۱مه د تهران د نه همکارۍ غندنه وکړه.

دې ادارې له دې مخکې، په جون میاشت کې هم پر تهران ورته انتقاد کړی و.

دغه پرېکړه‌لیک ته یوازې چین، روسیې او بورکینا فاسو مخالفې رایې ورکړې.

همدارنګه فرانسې، جرمني او بریتانیا، چې د اروپايي تروییکا یا درې اړخیزې ډلې په نوم یادېږي، پرون په یوه اعلامیه کې د ایران له لوري د خپلو یورانیمو د زېرمو تر شاوخوا ۶۰ سلنې پورې پر غني کولو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا اندازه اوس د اتومي موافقې تر ټاکل شوې اندازې ۳۲ چنده زیاته ده.

د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د پنځو ټېسټ سیالیو لوبلړۍ پیل شوه

CRICKET-AUS-IND
CRICKET-AUS-IND

د هندوستان او اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پینځو ټیسټ سیالیو لوبلړۍ نن جمعه د نومبر په ۲۲مه نېټه د اسټرالیا په پرت ښار کې پیل شوه.

دا د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولیو(چمپین شېپ) اړوندې سیالۍ دي.

د لومړۍ ټېسټ لوبې پچه هندوستان ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۱۵۰ منډې کړې دي.

نتیش کومار ریدي یوازېنی مخکښ هندی منډه جوړونکی و چې په ۴۱ منډو سوځېدلی دی.

اسټرالیا ته بیا جاش هاذلیووډ ۴ لوبغاړي سوځولي دي.

اسټرالیا هم د خپلې توپوهنې د لومړۍ پاڼۍ پیل ښه نه دی کړی چې په ۵۷ منډو یې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړي دي.

د ټېسټ لوبو دغه لوبلړۍ به د نوي ۲۰۲۵م کال د جنورۍ تر ۷مې نېټې دوام لري.

ټرمپ د فلوریډا پخوانۍ لوی څارنواله د عدلیې وزیرې په توګه نوموي

د فلوریډا پخوانۍ لوڅارنواله پام باندي
د فلوریډا پخوانۍ لوڅارنواله پام باندي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پنجشنبې وویل چې دی به د فلوریډا پخوانۍ لوی څارنواله پام باندي د عدلیې د وزیرې په توګه ونوموي.

دا وروسته له هغه چې د نوموړي له‌خوا دې پوست ته نومول شوي لومړني کاندید میټ ګیټز پر ځان د لګول شویو جنسي تورونو په ترڅ کې اعلان وکړ چې له دغې دندې تېرېږي.

باندي د ټرمپ یوه سخته مدافع وه.

هغه د ټرمپ د استیضاح په لومړۍ محاکمه کې چې پر نوموړي له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې تورونه لګول شوي وو، خو محکوم نه‌شو، یوه مدافعې وکیله و.

ټرمپ تورن شوی و چې له اوکراین سره د امریکا پوځي مرستې په دې پوره تړي چې هغه هېواد دې د هغه مهال د مرستیال ولسمشر جوبایډن په اړه څېړنه وکړي.

ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې وویل: "له ډېرې مودې راهیسې د عدلیې وزارت زما او نورو جمهوري غوښتونکو پر ضد د وسلې په توګه کارول شوی چې نور یې باید مخه ونیول شي."

د ترکیې پولیسو ۳۰ افغان کډوال او څلور قاچاقبران نیولي

ارشیف: ترکي پولیسو یو بې اسناده کډوال نیولی او یوه کمپ ته یې لېږدوي
ارشیف: ترکي پولیسو یو بې اسناده کډوال نیولی او یوه کمپ ته یې لېږدوي

د ترکیې پولیسو پرون پنجشنبې په اغري ښار کې د یوه باروړونکې موټر د تلاشۍ په ترڅ کې ۳۰ افغان کډوال او ۴ انساني قاچاقبران ونیول.

له دې جلا پولیسو د دغه ښار په یوه زاړه او متروک کور کې د ۲۹ افغان او یوه پاکستانی پناه غوښتونکو د نیولو راپور ورکړ.

د ترکیې رسنیو د پنجشنبې په ورځ د آغری ښار د پولیسو له قوله راپور ورکړ چې په دې ښار کې په دوو بېلابېلو سیمو کې ۵۹ افغانان او یو پاکستانی نیول شوي دي.

دا کسان تر نیولو وروسته د بهرنیو وګړو د ایستلو مرکزونو ته انتقال شوي دي.

ترکیې سږ کال ګڼ شمېر افغان پناه غوښتونکي، چې هڅه کوي د ترکیې له لارې اروپا ته لاړ شي، نیولي او افغانستان ته لېږلي دي.

پوتین: د اوکراین جګړه په شدت د یوې نړیوالې نښتې خوا ته روانه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې د اوکراین جګړه په شدت د یوې نړیوالې نښتې خوا ته روانه ده.

د روسیې ولسمشر دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې متحدو ایالتونو او بریتانیا اوکراین ته اجازه ورکړه چې د دوی له اوږد واټن ویشتونکو وسلو څخه د روسیې خاوره په نښه کړي.

پوتین خبرداری ورکړ چې مسکو ممکن ځواب ورکړي.

پوتین وویل چې روسیې د امریکا او بریتانیا د توغندیو د کارولو په ځواب کې د منځني واټن د یوه نوي هایپرسونیک توغندي په وسیله په اوکرایني پوځي تاسیساتو برید کړی او خبرداری یې ورکړ چې ښایي نور بریدونه هم وشي.

ده زیاته کړه چې تر هر برید څخه مخکې به ملکي وګړو ته خبر ورکول کېږي.

پوتین وویل چې اوکراین د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن په تایید د نومبر په ۱۹مه د امریکا په اکټمز ATACMS توغندیو پر روسیې برید وکړ.

همداراز، د نومبر په ۲۱مه یې د بریتانیا "سټورم شیډو" توغندي او د امریکا هایمارس سیسټم هم کارولی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG