پنځه ویشت کلن مهدي په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د اخیري کال محصل و،خو د ۱۳۹۷ کال په لومړۍ ورځ د خپل ماشوم ورور روح الله سره یو ځای د انتحاري حملې ښکار شو.
۲۲ کلنه فریحه د آی، او، اېم یا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان کارمنده وه چې په ننګرهار ولایت کې یې له راستنېدونکو او بېځایه شویو سره مرسته کوله. خو نوموړې د اسد میاشتې په ۹ نېټه د ننګرهار ولایت د کډوالو پر ریاست په ډلهییزه حمله کې ووژل شوه.
سید علی سجاد عمراني اتلس کلن و، چې د تېر کال د جدي په میاشت کې د تبیان پر فرهنګي مرکز د انتحاري حملې ښکار شو.
زهرا حیدري د ثور په دوهمه د کابل ښار دشت برچي سیمې کې د تذکرو د ویش د مرکز سره نږدې په انتحاري حمله کې ووژل شوه.
۲۱ کلن محمد عارف غوښتل چې د پولیسو اکاډمي ووايي او په دې وروستیو کې له ایران څخه راستون شوی و. خو نوموړی د حمل میاشتې په لومړۍ نېټه د کارتې سخي په سیمه کې په انتحاري حملې کې ووژل شو.
وکیل حسین الله داد د ثور په دوهمه د کابل ښار دشت برچي سیمې کې د تذکرو د ویش د مرکز سره نږدې په خپل دوکان کې د انتحاري حملې ښکار شو.
رحمتالله د ثور په دوهمه د تذکرې اخیستلو په هدف د کابل ښار دشت برچي سیمې ته تللی وو چې په انتحاري حمله کې ووژل شو.
سید حمزه ۴۶ کلن و او د ژوند تر ورستیو شیبو پورې یې خلکو ته خدمت وکړ. نوموړی له خپل زوی سید محدي سره د حمل د میاشتې په لومړۍ نېټه په یوې انتحاري حمله کې ووژل شو.
محمد زمان نورزي د کانکور ازموینې لپاره د چمتوالي سربیره له خپل پلار سره په دوکان کې هم کار کاوه. نوموړی د روان لمزیز کال د حمل د میاشتې په لومړنۍ انتحاري حمله کې ووژل شو.
خانم ګل د ثور په دوهمه د تذکرې اخیستلو په هدف د کابل ښار دشت برچي ته تللي وه چې، په انتحاري حمله کې ووژل شوه.
احمد رشید د ثور په دوهمه د کابل ښار په دشت برچي کې د تذکرو د ویش د مرکز مخ ته په چاودنه کې ووژل شو.
مېرمن رقیه تېره ورځ د کابل ښار دشت برچي ته د خپلو ماشومانو لپاره د تذکرې اخیستلو په هدف تللې وه.
نور راوښيه