اسد شپږ کاله مخکې د فاریاب په مرکز میمنه کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو، خو بوره مور یې زلیخا د خپل زوی په یاد د هغه امبولانس موټر پاکوي چې هغه یې ډرېور و. د مېرمن زلیخا نورې خبرې په دې ویډيویي راپور کې وګورئ چې اکرام کرم چمتو کړی.
۱۹ کلن فیاض د لسم ټولګې زده کوونکی و. فیاض پرون چهارشنبه (عقرب ۲۲مه) د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند قصبي سیمه کې په یو موټربم چاودنه کې ووژل شو. د فیاض پلار د هغه د وژل کېدو کیسه داسې کوي.
دا د مارشال محمد قسیم فهیم د اکاډمۍ له پوځې څانګې فارغ و او ټاکل شوې وه سږ واده وکړي. خو په هغه موټر بم کې چې هدف یې د ملي اردو د کماندو نظام قراول و ووژل شو.
۲۶ کلن جمال ناصر د روان کال د اسد د میاشتې په ۶مه د ولسمشرۍ د نوماند محمد اشرف غني د لومړي مرستيال امرالله صالح په دفتر په برید کې ووژل.
۲۵کلن محمد جان چې د کندهار د قبایلو چارو په ریاست کې مأمور وو د تېرې پنجشنبې په ورځ د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د وسلهوالو طالبانو د حملې پر مهال ووژل شو . محمد جان د خپلې کورنۍ یوازنی سرپرست و. د محمد جان مور د هغه د وژل کېدو کیسه داسې کوي.
محمد اصف فروتن غوښتل چې په دري ادبیاتو کې ډاکتري وکړي. ۴۰ کلن محمد اصف فروتن د پاملرنې مؤسسې کارکوونکی و چې د روان کال د روژې په څلورمه پر کاونټر پارټ مؤسسه په برید کې ووژل شو.
۱۹ کلن عنایتالله اصیل طهماسي د خپلو زدهکړو د دوام لپاره له جاغوري کابل ته راغلی و او ترهیې له هغه پرته په خپل ژوند کې څوک نهلرل، خو د ۱۳۹۵ کال د زمري د ۲مې نېټې چاودنې هغه د تل لپاره یوازې کړ.
علي صفر په ۱۳۹۷ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۴مه نېټه په دشت برچي سیمه کې د موعود کورس په برید کې ووژل شو.
۲۳ کلن عارف د حقوقو پوهنځي د وروستي کال محصل و، خو هیلې یې یوې انتحاري حملې له خاورو سره خاورې کړې. په کابل کې د یوناما د وروستي راپور پر بنسټ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ملکي تلفات د تېرو ۱۷ کلونو په پرتله په افغانستان کې ډېر و او دا شمېره ۳۸۰۴ ته ورسېده.
راحله له خپلې مور سره د ثور په دوهمه د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د تذکرو د وېش د مرکز سره نږدې په انتحاري حمله کې ووژل شوه.
محمد زمان رسولي د ثور یا غویي په دوهمه د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د تذکرو د وېش د مرکز سره نږدې په انتحاري حمله کې ووژل شو.
نور راوښيه