محمد زمان نورزي د کانکور ازموینې لپاره د چمتوالي سربیره له خپل پلار سره په دوکان کې هم کار کاوه. نوموړی د روان لمزیز کال د حمل د میاشتې په لومړنۍ انتحاري حمله کې ووژل شو.
خانم ګل د ثور په دوهمه د تذکرې اخیستلو په هدف د کابل ښار دشت برچي ته تللي وه چې، په انتحاري حمله کې ووژل شوه.
احمد رشید د ثور په دوهمه د کابل ښار په دشت برچي کې د تذکرو د ویش د مرکز مخ ته په چاودنه کې ووژل شو.
مېرمن رقیه تېره ورځ د کابل ښار دشت برچي ته د خپلو ماشومانو لپاره د تذکرې اخیستلو په هدف تللې وه.
اولس کلن سجاد د یولسم ټولګي زده کونکی و چې د ۱۳۹۷ لمریز کال په لومړی ورځ په کارته سخي سیمه کې په انتحاري حمله کې ووژل شو
۱۷ کلن مهدي د خپلو دوستانو لپاره یو ښه رهنما و او له خپل ورور سره یوځای د نوي کال په لومړۍ ورځ په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو.
نجیب الله ۱۶ کلن و او غوښتل یې په راتلونکي کې انجنیر شي، خو د نوي کال د لومړۍ ورځې په ځانمرګي برید کې ووژل شو.
احمد ولي له هلمنده کابل ته راغلی وو تر څو دلته خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. خو هغه د حمل د لومړۍ نېټې په انتحاري حمله چې د کابل په کارت سخي سیمه کې وشوه ووژل شو.
رزاق احمدي مزدور کار و او د کابل په کارته سختي کې د نوروز د ورځې په انتحاري حمله کې ووژل شو.
محمد مهدي شپاړس کلن و او په نوي کال کې له خپلو ملګرو سره کارتې سخي ته تللی و. هغه د نوي کال په ورځ د شوې چاودنې ښکار شو.
علي سجاد له یوې بې وزلې کورنۍ څخه و. نوموړی په هغه چاودنه کې ووژل شو چې د نوروز په ورځ کابل کې
یو د هغو کسانو څخه وو چې د صدارت په څلور لارې کې د تیرې غبرګولې میاشتې په چاودنه کې ووژل شو عبدالمنان وو. هغه ۳۵ کاله د ترافیکو د پولیس په توګه کار کړی وو.
نور راوښيه