یو شمېر افغانې مېرمنې د "بې وزلۍ" له امله خپل ویښتان پلوري
موسیقي په کلتور او ټولنیز ژوند کې څه رول لوبوي؟ د دې او نورو پوښتنه ځوابونه به د ملالۍ بشیر په کوربه توب د دې ځل په (پوښتنه: هره موضوع له بېلې زاویې) خپرونه کې له نومیالي سندرغاړي هارون باچا څخه واورئ.
په دې ویډيو کې یوه ښځه د طالبانو په زندان کې د خپلې تجربې کیسه کوي. دا ښځه وايي، طالبانو دوې میاشتې په دې خاطر بندۍ کړه چې له یوه هلکه یې د سړک پر غاړه د ټیکسي د تمځای پوښتنه کوله. طالبانو د دوی په زندانوننو کې د ښځو په اړه د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب ورنکړ. ویډیو: ملالۍ بشیر
دلته د داسي ښځې کیسه اورئ چې دوه وار یې د طالبانو زندان تېر کړی دی. دا ښځه ادعا کوي چې په زندان کې ورباندي “څلورو طالبانو جنسي تېری” وکړ. طالبانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نکړې. دې ښځې نه غوښتل د امنیتي ستونزې له کبله یې نوم خپور شي او په غوښتنه یې موږ غږ بدل کړی دی. ویډیو: ملالۍ بشیر
زما وروستۍ ورځ له خفګانه ډکه وه، په ژړا مو خداپاماني مې وکړه، له ښوونځي چې راووځې، لکه خپل مور او پلار چې پرېږدې. تېره اوونۍ د افغانستان په سړو سيمو کې ښوونيز کال پای ته ورسېد. له شپږم ټولګي څخه د دې او نورو زرګونه افغان نجونو فراغت، د زدهکړو د پای ته رسېدو په معنا دی.
د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر په طبي مؤسسو کې د افغان نجونو د زدهکړو مخنیوی، ژوره تبیعضي پرېکړه بللې ده. دغه دفتر پر واکمنو چارواکو غږ کړی چې دا پرېکړه لغو کړي. ناروې هم پر افغان ښځو د نوي بندیز په غبرګون په اوسلو کې د طالبانو د استازي له منلو ډډه کړې.
له ښځو سره د طالبانو چلند ته د نړۍ دیني عالمان په څه نظر ګوري؟
په ۲۰۲۳م کال کې افغانستان ته تللي، د کعبې د ملا امام په مشرۍ د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي طالبانو ته وويل چې د نجونو لپاره د جلا ښوونځيو د ودانیو جوړولو او بسونو په برابرولو کې مرسته کولی شي. خو طالبانو بیا هم د نجونو ښوونځي خلاص نه کړل. ملالۍ بشیر د دې پلاوي له غړي، ډاکټر قبله ایاز سره خبرې کړې.
نړۍ بدله شوې ده خو د ملیونونو ښځو د بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه د تل په څیر یوه بیړنۍ موضوع ده. د افغانستان، ایران او بالکان په څیر ځایونو کې، ښځې له بیلابیلو ننګونو سره مخامخ دي، خو د دوی مبارزه د نړۍ پر کچه یوه ده. راپور: ملالۍ بشیر، اونا چیلیچ، اییلا اوبرادوویچ او کنعان چریماګیچ
په آیرلنډ کې یوې محکمې د ازادو مبارزو پخوانی اتل کانر مکګریګور په نیکیتا هند باندې د جنسي تیري په تور رسماً ګناهکاره وباله. کانر د جنسي تیري تورونه رد کړل او ویې ویل چې، هغه د نیکیتا د ارادې خلاف هیڅ نهدي کړي.
د دولتي پوهنتون یوه مخکېنۍ محصله نسترن محمودي پر زدهکړو د طالبانو د محدودیتونو تر لګولو وروسته، د ښځو لپاره یوه ځانګړې عکاسخانه جوړه کړې ده. هغه وايي، له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښت او ښځو لپاره امن او ارامه محیط برابروي.
د "ډوډۍ او سور ګل" فلم مستند د افغان فلم جوړونکې صحرا ماني په لارښوونه تېره اوونۍ په لومړي ځل په کاليفرونيا کې نندارې ته وړاندې شو. دا مستند له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو او د طالبانو په بياځلي واکمنۍ کې د افغان مېرمنو ژوند انځوروي. د ډوډۍ او سورګل فلم مستند د اپل شرکت محصول دی.
نور راوښيه