اریا صدیقي او ایدا صدیقي هغه خویندې دي چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته له زدهکړو محرومې شوې. خو هغوی هڅې پرېنهښودې او په دې جریان کې یې د شبکهکارۍ هنر زده کړ. په دې تصویري راپور کې د دې هنرمندو خویندو د کارونو یوه څنډه کتلی شئ:
۱۷ کلنه فصاحت عزیزي له هغو نجونو ده چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له ښوونځي محرومه شوه. له پیدا شوې رواني ستونزې سره د مبارزې په موخه یې نقاشۍ ته مخه کړه. هغه وايي، نقاشي یې د خوښې رشته نه ده او غواړي چې اقتصاد ولولي. نن له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.
هما حشمت په خیبرپښتونخوا کې په ګوتو شمار یو له موټرسایکل چلونکو څخه ده. هغه وايي، د موټرسایکل چلول ورته د ازادۍ او خپلواکۍ حس ورکوي.
د طالبانو لوړو زدهکړو مرکزونو ته د محصلانو د جذب په موخه د کانکور ازموینې پیل کړې. خو بیا هم له شپږم ټولګي پورته پر زدهکړو د بندیز له کبله په ازموینو کې د نجونو ځای خالي دی. له هغې نجونې سره خبرې شوي چې درې کاله مخکې له دولسمه فارغه شوه، خو سږ کال بیا هم د کانکور ازموینه کې شامله نهشوه.
د کابل اوسېدونکې ۱۴ کلنه سومن د پلار له مړینې وروسته نابینا شوې ده. هغه هیله لري چې ښوونکې شي. د سومن کورنۍ وايي، د دې درملنه امکان لري، خو دوی د دې درملنې لپاره کافي امکانات په لاس کې نه لري.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته لسګونه زره کسان په تېره هغه مېرمنې چې فکر یې کاوه ژوند یې په خطر کې دی، له هېواده ووتلې. له دې ډلې یو شمېر فعالانې د یوه خیریه بنسټ په مرسته اسټرالیا ته کډه شوې. دوی هلته هم هغه ښځې چې په هېواد کې دننه د طالبانو له محدودیتونو سره مخامخ دي نه دي هیرې کړي.
یوه افغانه نجلۍ هوسۍ رسولي په امریکا کې په خپلو رسامیو د افغانستان د ښځو وضعیت انځوروي. هغه وايي، په دې کار سره غواړي په ټولنه کې بدلون راولي. نوموړې وویل، هڅه کوي د افغان مېرمنو غږ نړیوالو ته ورسوي.
د باميانو له واورو ډکو غرونو کې په دې وروستيو کې د سکي سيالۍ شوي، خو د پخوانيو درېيو کلونو په څېر نجونو په کې ګډون نه درلود. طالبانو نجونې له ورزش منع کړي دي.
د هرات اوسېدونکې عایشه وايي، معلمه وه، خو اوس په نشهيي توکو اخته شوې ده. هغه له خپل مېړه او ماشومانو سره د هرات په سړکونو شپې او ورځې تېروي. نور په ویډیو کې:
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ثانوي او لوړو زدهکړو د نجونو او ښځو پر محرومیت سخته اندېښنه وښوده. هغه په نړیوال قانون کې د جنسیتي اپارټایډ د کلمې تدوین په تړاو وضاحت ورکړ. نور په ویډیو کې کتلی شئ:
طالبانو ښځې د زده کړو له حقه بې برخې کړي، خو زموږ تاریخ ښيي چې موږ پیاوړي او مقاومه یوو. حتی په خورا سختو شرایطو کې ښځې نهیلي شوي نه دي، له عقله یې کار اخیستی او د ښې راتلونکې لپاره یې هیله نه ده بایللې. ازادي راډیو د زده کړو د حق لپاره د ښځو د مبارزې ملاتړ کوي. د ښځو نړیواله ورځ دې مبارکه وي.
د مقتدرو ښځو د غورځنګ غړې او د ښځینه حقونو فعاله فوزیه وحدت وايي، د طالبانو د سختدریځه چلند او د مېرمنو د زنداني کېدو له کبله د معترضو مېرمنو لاریونونه پیکه شوي دي. هغه چې له افغانستانه د وتلو مخکې د طالبانو پر ضد د لاریونونو یوه غړه وه، ویلي، د معترضو ښځو فعالیت دوام لري او غږ به یې خاموشه نه شي.
نور راوښيه