د غور اوسېدونکې ګل اندام د شپږو بچیانو مور ده. د هغې مېړه یو کال کېږي چې کور ته نه دی تللی. ګل اندام یوه له هغو زرګونو ښځو ده چې په سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي. ملګرو ملتونو ویلي، له ۲۹ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې سازمان په وینا، درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
د طالبانو وسلهوالو نن چهارشنبه د هغو لسګونو افغان ښځو د اعتراض د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړې چې په کابل کې د سېنګارځایونو د تړل کېدو په اعتراض راټولې شوې وې. اعتراض کوونکو ښځو د "کار، ډوډۍ او عدالت" شعارونه ورکول.
د امریکا په کلفورنیا ایالت کې د یوې افغانې کډوالې په اړه د 'فریمونټ' فلم جوړ شوی. د دغه فلم مرکزي لوبغاړې افغان کډواله اناهیتا ولي زاده ده. اناهیتا وویل، دا فلم د دې د ژوند کیسې ته ورته دی. د 'فریمونټ' فلم جوړونکي د چک جمهوریت د سینمایي فلمونو په مشهور فسټیوال کې د غوره فلم جوړونکي جایزه وګټله.
په کابل کې د ښځو یوې ډلې نن د طالبانو له خوا د سینګارتونونو د تړلو د امر پر ضد مظاهره وکړه.مظاهرهچیانو ویل چې دوی د خپلو کورنیو نفقه ګټونکې دي او په سینګارتونونو کې له کار پرته د ژوند کولو بله لار نه لري. طالبانو په ټول افغانستان کې سینګارتونونو ته د اسد تر درېیمې وخت ورکړی چې خپل فعالیتونه ودروي.
"باید په کور کېنو او د معجزې په تمه اوسو"، د سینګارتونو تړل او پر ارایشګرانو یی اغیزې
د بامیان او دایکندي ولایتونه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د لاسي صنایعو او محلي تولیداتو د نندارتونونو شاهدان وو. په دغو نندارتونونو کې ښځو په اقتصادي پرمختګ کې پر خپل رول ټینګار وکړ او له طالب چارواکو یې وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لرې کړي. نور جزییات په دې راپور کې:
ستاره سلطانووا د یوه ماشوم مور ده. د قرغزستان د اوش ښار یو زیات شمېر اوسېدونکي وايي، چې سلطانووا د کور ښځه نه ده او فوټبال کوي. هغه هیله لري څو وکولای شي چې په دې ښار کې د نجونو یوه مسلکي فوټبال لوبډله جوړه کړي.
۶۰ کلنه فاطمه د بامیان اوسېدونکې ده چې د لبنیاتو په پلورلو د خپل ورځني ژوند لګښتونه پوره کوي. فاطمه وايي، اوس چې په دغه ولايت کې د سیلانيانو شمېر کم شوى، د لبنياتو بازار هم سوړ شوى چېله دې امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
په کندهار کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو د شمېر د زیاتوالي له کبله په میرویس روغتون کې د درملنې ظرفیت هم نه شته. ډاکتران وايي، د خوارځواکۍ د ډېرېدو لامل ورځ تر بلې د کورنیو د فقر او غربت زیاتوالی دی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته یوې افغانې مېرمنې مینې رفیق د اوسلو غونډه ته د طالبانو په وربللو اعتراض وکړ. ټاکل شوې، په نږدې راتلونکي کې په اوسلو کې د طالبانو په ګډون د ځینو هېوادونو د استازو غونډه جوړه شي. د راپورونو پر اساس طالب استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې.
په باميان کې د ۱۷ جوړو ډلهييز واده مراسم ترسره شول. ياد ډلهییز واده چې د يو بنسټ لهخوا تنظیم شوی وايي، دوی د هغو ځوانانو ودونه ترسره کوي چې اقتصادي توان نهلري. نور په دې ويډيويي راپور کې:
کابل کې روانه اونۍ یو نندارتون جوړ شوی چې په کې نجونو او ښځو خپل هنري کارونه او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل. د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې د نندارتون موخه د دغو تولیداتو لپاره د خرڅلاو زمینې برابرول او ښځو ته د کار فرصت پیدا کول دي.
نور راوښيه