په کابل کې د ښځو یوې ډلې نن د طالبانو له خوا د سینګارتونونو د تړلو د امر پر ضد مظاهره وکړه.مظاهرهچیانو ویل چې دوی د خپلو کورنیو نفقه ګټونکې دي او په سینګارتونونو کې له کار پرته د ژوند کولو بله لار نه لري. طالبانو په ټول افغانستان کې سینګارتونونو ته د اسد تر درېیمې وخت ورکړی چې خپل فعالیتونه ودروي.
"باید په کور کېنو او د معجزې په تمه اوسو"، د سینګارتونو تړل او پر ارایشګرانو یی اغیزې
د بامیان او دایکندي ولایتونه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د لاسي صنایعو او محلي تولیداتو د نندارتونونو شاهدان وو. په دغو نندارتونونو کې ښځو په اقتصادي پرمختګ کې پر خپل رول ټینګار وکړ او له طالب چارواکو یې وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لرې کړي. نور جزییات په دې راپور کې:
ستاره سلطانووا د یوه ماشوم مور ده. د قرغزستان د اوش ښار یو زیات شمېر اوسېدونکي وايي، چې سلطانووا د کور ښځه نه ده او فوټبال کوي. هغه هیله لري څو وکولای شي چې په دې ښار کې د نجونو یوه مسلکي فوټبال لوبډله جوړه کړي.
۶۰ کلنه فاطمه د بامیان اوسېدونکې ده چې د لبنیاتو په پلورلو د خپل ورځني ژوند لګښتونه پوره کوي. فاطمه وايي، اوس چې په دغه ولايت کې د سیلانيانو شمېر کم شوى، د لبنياتو بازار هم سوړ شوى چېله دې امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
په کندهار کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو د شمېر د زیاتوالي له کبله په میرویس روغتون کې د درملنې ظرفیت هم نه شته. ډاکتران وايي، د خوارځواکۍ د ډېرېدو لامل ورځ تر بلې د کورنیو د فقر او غربت زیاتوالی دی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته یوې افغانې مېرمنې مینې رفیق د اوسلو غونډه ته د طالبانو په وربللو اعتراض وکړ. ټاکل شوې، په نږدې راتلونکي کې په اوسلو کې د طالبانو په ګډون د ځینو هېوادونو د استازو غونډه جوړه شي. د راپورونو پر اساس طالب استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې.
په باميان کې د ۱۷ جوړو ډلهييز واده مراسم ترسره شول. ياد ډلهییز واده چې د يو بنسټ لهخوا تنظیم شوی وايي، دوی د هغو ځوانانو ودونه ترسره کوي چې اقتصادي توان نهلري. نور په دې ويډيويي راپور کې:
کابل کې روانه اونۍ یو نندارتون جوړ شوی چې په کې نجونو او ښځو خپل هنري کارونه او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل. د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې د نندارتون موخه د دغو تولیداتو لپاره د خرڅلاو زمینې برابرول او ښځو ته د کار فرصت پیدا کول دي.
خیالو د نیمروز ولایت یوه بوډۍ ښځه ده چې له تېرو څو لسيزو راهيسې يوازې ژوند کوي. د هغې مېړه د خلق او پرچم ګوندونو د واکمنۍ پر مهال ووژل شو او اولادونه يې دا يوازې پرېښوده. د خيالو په اړه نور معلومات په دې ويډيويي راپور کې کتلی شئ:
لسګونو افغان نجونو تېره اوونۍ د بامیان ولایت په یوه دیني مدرسه کې د شاملېدو لپاره ازموینه ورکړه. د دوی له ډلې يې يو شمېر وايي، چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله یې دیني مدرسو ته مخه کړې ده. نور په دې ويډيو کې:
ځینو ښځینه اعتراض کوونکو پر ښځو د طالبانو د بندیزونو په غبرګون کې د 'په ناهیلۍ کې نڅا' تر نامه لاندې خپل اعتراض څرګند کړ. په دغو ويډیوګانو کې چې معترضو ښځو رسنیو ته استولي لیدل کېږي چې ځینو ښځو چادري اغوستې او د طالبانو له ترانې سره نڅا کوي.
نور راوښيه