ځینو ښځینه اعتراض کوونکو پر ښځو د طالبانو د بندیزونو په غبرګون کې د 'په ناهیلۍ کې نڅا' تر نامه لاندې خپل اعتراض څرګند کړ. په دغو ويډیوګانو کې چې معترضو ښځو رسنیو ته استولي لیدل کېږي چې ځینو ښځو چادري اغوستې او د طالبانو له ترانې سره نڅا کوي.
د کاج روزنیز مرکز زده کوونکي وايي، د زده کړو لپاره یې هوډ له لاسه نه دی ورکړی. پر دې مرکز تېر کال بریدو وشو او اوس یې زده کوونکي وايي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. نور جزییات په راپور کې:
کابل کې د ۵۵۰ شرکتونو په ګډون نندارتون جوړ شوی چې په کې د لاسي صنایعو ځینو ښځینه سوداګرو هم ګډون کړی. د نندارتون ښځینه ګډونوالې وايي، د کاروبار لپاره یې نندارتونونه بسنه نه کوي او باید ورته ځانګړی مارکېټ جوړ شي. نور په ویډیو کې:
د بامیان اوسېدونکې انیتا محمدي پر لرګیو د نقاشۍ د کارخونې په پرانیستلو سره ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده. دغه هنر چې "سوخته نګاري" نومېږې، افغانستان کې له پېژندل شویو هنرونو څخه نه دی نو ځکه د دې کارخونې تولیداتو د پېرودونکو پام جلب کړی دی.
د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ دوه پرلهپسي نسلونه نابینا دي چې اوس یې شمېر تر سلو ډېر دی. د دې کورنۍ مشران وايي، ازادي راډيو یوازېنۍ رسنۍ ده چې د دوی د غږ رسولو لپاره ورغلې. خو دا کورنۍ د خپلو ځانونو لپاره خواړه او د ژوند نورې اړتياوې څنګه برابروي؟ نور په راپور کې:
د سويډن د پارلمان یوه مخکېنۍ غړې چې په پوځ کې مخینه لري، د اوکراین له پوځ سره یوځای شوې او اوکرایني سرتېرو ته روزنه ورکوي. کارولین نوردین ګریپ دې ته په تمه ده چې ژر تر ژره د جګړې ډګر ته ولاړه شي. نور په ویډیو کې:
په کابل کې یو شمېر ښځې د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه کوي او وايي، طالبانو ان ترې د اختر ازادۍ هم اخیستي دي. سږنی اختر د ښځو لپاره په بې مخینې توګه له محدودیتونو سره را رسېدلی دی. نور په ویډیو کې:
د کوچني اختر په ویاړ خبریالې او ویاندې مسکا نیازۍ د ازادي راډیو مینه والو ته څو لنډۍ زمزمه کړي دي. نور په ویډیو کې:
پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو او د بې کارۍ زیاتوالي له کبله د هغو کورنیو ژوند ستونزمن کړی چې نفقه ګټونکې یې ښځې دي. یو شمېر دغه ښځې وايي، په دې ورځو کې د کور د لګښت برابرول خورا سخت شوي دي. نور په راپور کې:
په کابل کې د یوې خیاطۍ مسووله وايي، د دې د خیاطۍ ډېری کارګران هغه ښځې دي چې له زده کړو او رسمي کار منع شوي دي. د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو بندیز، د فقر او بې وزلۍ زیاتوالی او له روان وضعیته روحي فشارونه د دې لامل شوي څو ښځې حرفه يي زده کړو ته مخه کړي. نور په راپور کې:
د دوه کلنې مریم مور او پلار ۲۰۲۱ م کال کې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د چاودنې له امله ووژل شول. له چاودنې وروسته، هغه د امریکايي ځواکونو لخوا قطر ته ولېږدول شوه. اوس له ۱۸ میاشتو وروسته، هغه قطر کې خپلوانو ته وسپارل شوه.
ه کابل کې یو شمېر معترضو ښځو د 'زده کړو، کار، ازادي' شعارونه ورکړل.
نور راوښيه