د افغان ښځو پر کار د لګول شویو محدودیتونو د کال په پوره کېدو سره، ګڼ شمېر ښځو حرفوي زده کړو او د لاسي صنایعو کاروبار ته مخه کړې ده. په ورته مهال تېره اوونۍ په کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شوی و او ډېری هغو ښځو په کې ګډون کړی و چې په وروستیو کې یې دغو کاروبارونو ته مخه کړې ده.
په خوست کې د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په روغتون کې روغتیايي کارکوونکي د ولادت په وخت د میندو د مړینې د کچې د کمولو هڅې کوي. ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې پېښې په کې زیاتې دي.
لېمه هغه نجلۍ ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې له درس او زده کړو محرومه کړای شوې ده. هغه وايي، د خپلې کورنۍ د لګښت پوره کولو لپاره باید کار وکړي. خو د هغې په وینا، اوس چې د درس او زده کړو اجازه نه لري نو سرنوشت او راتلونکی یې روښانه نه دی.
د کابل پوهنتون د طب پوهنتون محصله خاطره امرخېل وايي، په ژوند کې یې یوازېنۍ هیله دا وه ترڅو یوه بریالۍ جراحه شي. اوس چې یو کال کېږي نجونې له پوهنتوني زده کړو محرومې کړای شوي، خاطره وايي چې په ژوند کې د پرمختګ لپاره نوره ورته انګېزه پاتې نه ده.
نن د ډسمبر ۲۰مه په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونو د تړل کېدو یو کال پوره شو. کال وړاندې په همدې ورځ طالبانو د یو فرمان په صادرولو سره د نجونو پر مخ تر بل امره پورې د پوهنتونو دروازې وتړلې. خو په دې تېر یو کال کې له پوهنتونه محرومې نجونې په څه وضعیت کې وې؟ دوی په کورونو کې په څه بوختې وې؟
د بامیان ولایت د ښوونځیو له شپږمو ټولګیو یو شمېر فارغې نجونې وايي چې د راتلونکې لپاره هېڅ امېد نه لري، ځکه نه شي کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. د طالبانو حکومت له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو درواې بندې کړې دي.
نن د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې پنځه اویا کلونه پوره شول. دا اعلامیه د بشري حقونو په تاریخ کې تر ټولو مهم سند بلل کیږي چې د انسانانو حقونه او ازادۍ تضمینوي. د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په ۱۰ په پاریس کې د عمومي اسامبلۍ د دریمې غونډې پرمهال د ۲۱۷ پریکړه لیک په توګه ومنل شوه.
په بدخشان کې ګڼ شمېر ښځو د لاسي صنایعو جوړولو ته مخه کړې، خو د پلور لپاره بازار نه لري. پر زده کړو او کار د طالبانو د بندیز له کبله په بدخشان کې یو زیات شمېر ښځو او نجونو د لاسي صنایعو تولیداتو ته مخه کړې، خو دوی د دغو لاسي صنایعو تولیداتو پلور لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي.
عطاالله ویسا د خپل ورور مطیعالله ویسا له خوشې کېدو څو شېبې وروسته ازادي راډیو ته د هغه خوشې کېدل تایید کړل. مطیعالله ویسا د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز پر خلاف کمپاین پیل کړی و او دغه راز په وروستیو کلونو کې یې په لرې پرتو سیمو کې لسګونو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې وه.
په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند حافظ حمدالله وايي، په افغانستان کې دې د ښځو او نجونو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي. هغه وویل چې هیڅکله یې افغان طالبانو ته دا مشوره نه ده ورکړې چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي او پوهنتونونه وتړي او دا پرېکړه یوازې په افغان طالبانو پورې تړاو لري.
تمنا زریاب پریاني چې د خوراکي اعتصاب په نهمه ورځ روغتون کې بستر شوې وه، بېرته د اعتصاب خیمې ته ستنه شوې ده. مېرمن پریاني ته نږدې کسانو ازادي راډیو ته وویل، د غوښتنو اورېدو پورې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي. له لسو ورځو راهیسې المان کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض په غبرګون اعتصاب پیل کړی دی.
یو شمېر سینګارګرې چې د طالبانو لهخوا له کاره منع شوي له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. یو له دغو سینګارګرو په کابل کې ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې بېکاره او بېروزګاره شوې، سلګونه زره افغانۍ هم تاوانې شوې ده.
نور راوښيه