۶۰ کلنه مونسه د ژوندانه د ورځني لګښت د ترلاسه کولو په هدف د کابل پر سړکونو جرابې او دستکشې پلوري. په دې ورځو کې د کابل سړې هوا د پخوا په پرتله د مونسې کار ستونزمن کړی.
طالبانو امر کړی چې د کابل ښار جامې پلورونکي دې د هغو نانځکو مخونه پټ او یا سرونه پرې کړي چې د جامو د نندارې لپارهیې په خپلو دکانونو کې ايښي دي. طالبان دا نانځکې له بتانو سره تشبیه کوي او غیر شرعي یې بولي. د ښار یو شمېر جامې پلورونکي وايي دې کار یې پر پلور منفي اغېز کړی دی.
د سیلانیانو کمېدو له امله بامیان کې د ښځینه وو لاسي صنایعو بازار کمرنګه شوی دی. د لاسي صنایعو سوداګرې یې لامل د بهرنیو سیلانیانو کمېدل بولي. نور په ویډیو کې:
د کابل پوهنتون یوې محصلې په شخصي لګښت د ښځینه وو د خیاطۍ کارخونه جوړه کړې. حسنا روفي وايي، په دې کارخونه کې یې دا مهال لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې څو د خیاطۍ له لارې د خپل کور لګښتونه پوره کړي. نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
په دایکندي کې د بېوزلۍ له امله د ښځینه خیاطانو کاروبار نږدې اتیا سلنه راکم شوی دی. په نیلي ښار کې ښځینه خیاطان چې د کورنۍ مصارف ورترغاړي دي وايي، د طالبانو محدودیتونو سره سره اړ دي د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره کار وکړي. نور په ویډیو کې:
په افغانستان کې د ځینو بشري سازمانونو د فعالیتونو د درېدلو امله اړمن خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي. ۳۵ کلنه زهرا وايي، لوږې هغه خپل ماشوم د خرڅولو تر حده رسولې ده. نور ویډیو کې:
امیده او آمنه هغه تنکې خویندې دي چې په تاجکستان کې د سوک وهنې اتلې دي. د دې سپورت له پېل کولو دمخه، دوي د ښار له کثافاتو څخه فلزات را ټولول او د خپل ژوند لګښتونو لپاره یې پلورل.
د نجونو پر زده کړو او په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار له بندیزونو لګولو وروسته په بېلابېلو بڼو اعتراضونه وشول. په دې ویډیو کې چې ازادي راډیو ته رسېدلې یوې مېرمنې خپل تحصیلي اسناد خپل مخ ته ایښي او اوښکې ورته تویوي.
هرات کې نن شپه خلک د خپلو کورونو پر بامونو پورته شوي او د "تحصيل حق ماست، الله اکبر" د شعارونو په ورکولو سرهيې خپل اعتراضونه پيل کړی دی. دغه اعتراض د ښځو پر تحصيل د طالبانو د بنديز د وروستۍ پرېکړې په غبرګون پيل شوی دی.
کندهار کې یو شمېر محصلین د طالبانو له لوري وهل شوي او ډزې ورباندې شوي. هغه وېډیو چې تازه ترلاسه شوې، څرګندوي چې ځیني دغه محصلین نن د شنبې په ورځ د ازموینو پر مهال د طالبانو له اخ و ډب سره مخ شوي.
هرات کې یو شمېر نجونو محصلینو پر دوی د طالبانو لهخوا د پوهنتونونو د تړلو په اعتراض لاریون کړی. خو لاریون کوونکې د طالبانو له تاوتریخوالي او سخت چلند سره مخ شوې دي. نن تمه وه په کندهار کې د میرویس نیکه پوهنتون د محصلینو او نورو لهخوا هم لاریون وشي، خو طالبانو اجازه نهده ورکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین وايي، طالبانو هڅه کړې چې افغان مېرمنې او نجونې په تیاره راتلونکې محکومې کړي. هغه تېره ورځ په واشنګټن کې یوه خبري کنفرانس کې وویل چې طالبان باید له زده کړو د ښځو او نجونو د محرومولو پرېکړه بدله کړي کنه نو د دوی دا پرېکړه به "بیه" ولري.
نور راوښيه