په یوه ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې لیدل کېږي یو شمېر محصلانې له دې امله اوښکې تویوي چې خبرېږي پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري. دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وايي، دا د افغانستان له پوهنتونونو یو دی. ازادي راډیو دغه ویډیو رد یا تاییدولای نه شي.
د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته اوس یو شمېر ښځینه محصلانې وايي، نه پوهېږي چې څه وکړي. د کابل پوهنتون یوه محصله وايي، حجاب هم مراعتوي، خو نه پوهېږي چې له داسې کړنو د طالبانو هدف څه دی. نور په ویډیو کې:
د افغانستان د مخکېني حکومت د ملي اردو یو شمېر ښځینه غړې اوسمهال په دغه هېواد کې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی شکایت کوي، سره له دې چې د خپلو کورنیو یوازنۍ سرپرستې دي، اوس د بېبرخلیکۍ شپې او ورځې سبا کوي.
د میدان ښار پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري وايي چې افغان ښځې له هغه ورځې چې نړۍ ته سترګې غړوي له تاوتریخوالي سره مخ کېږي، ځکه یو شمېر افغان کورنۍ نهغواړي ماشومیې نجلۍ وي. نن جمعه د نومبر ۲۵مه له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي نړۍواله ورځ ده. له ظریفې غفاري سره د فریدې سیال مرکه دلته واورئ
ننګرهار کې یو شمېر ښځې چې د خپلو کورنیو یوازنۍ سرپرستې دي، د جلغوزیو د پاکولو په یوه فابریکه کې کار کوي. دا ښځې که څه هم وايي چې په سختۍ سره کولای شي د خپلو کورنیو لپاره د سهار او ماښام خواړه برابر کړي، خو بیا هم خوشحاله دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.
د افغانستان په نیمروز ولایت کې دودیزې بلوچي جامې نسبتاً تود بازار لري. پلورونکي وايي، دغه ډول جامې تر ډېره هغه مېرمنې ګنډي او بازار تهیې عرضه کوي چې د خپلو کورنیو سرپرستي کوي او نفقه برابروي.
يوه ډله تکواندوکارې نجونې په پوښلې فضا او پټ ځای کې خپل تمرينونه کوي. ورزش يو له هغو فعاليتونو څخه دی چې د طالبانو په بيا واکمنۍ سره د ښځو لپاره منع شوی، خو دغه نجونې وايي چې د لګول شويو بنديزونو پروا نهکوي او خپلو تمرينونو ته په پټه دوام ورکوي.
په دې وروستیو کې د کابل ښار اوسېدونکې یو شمېر مېرمنې تفرېحي پارکونو ته له ورتګه منع کړل شوي او د طالبانو حکومت د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت هم پارکونو ته د ښځو په ورتګ د نویو محدودیتونو لګول تأیید کړي دي. مخکې طالبانو تفرېحي پارکونو ته د ښځو او سړیو د ورتګ لپاره جلا، جلا ورځې ټاکلې وې.
فاطمه امیري چې د کاج پر روزنیز مرکز برید کې ټپي شوې وه او یوه سترګهیې له لاسه ورکړې، بالاخرهيې تېره اوونۍ د کانکور ازموینه کې ګډون وکړ. هغه د ۳۱۳ نمرو په ترلاسه کولو سره وتوانېده چې د کابل پوهنتون کمپیوټر ساینس فاکولتې ته بریالۍ شي، هغه تحصیلي رشته چې فاطمې یې هیله درلوده.
کابل کې د ځواکمنو مېرمنو اصلي خوځښت د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له طالبانو د زدهکړو او په دولتي ادارو کې ښځو ته د کار حق غوشتنه وکړه. دغه مېرمنو او نجونو چې ډېری له پوهنتون فارغې وې خپل تحصیلي اسناد هم له ځانونو سره راوړي و.
په بدخشان ولایت کې هغه معترضې ښځینه محصلانې چې پوهنتون ته د ننوتلو مخه یې نیول شوې ادعا کوي چې د طالبانو له خوا ډبول شوي دي. یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د دې حق غوښتنې ځواب د طالبانو لخوا په درو ورکول کېږي. نور په ویډیو کې:
لسګونه نجونو محصلينو "د کابل پوهنتون له ليليې د لسګونه محصلينو له جبري ایستلو" وروسته نن سې شنبه د دغه پوهنتون مخ ته اعتراض وکړ.
نور راوښيه