په دې وروستیو کې د کابل ښار اوسېدونکې یو شمېر مېرمنې تفرېحي پارکونو ته له ورتګه منع کړل شوي او د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت هم پارکونو ته د ښځو په ورتګ د نویو محدودیتونو لګول تأیید کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې طالبانو تفرېحي پارکونو ته د ښځو او سړیو د ورتګ لپاره جلا، جلا ورځې ټاکلې وې. پارکونو ته د ښځو په ورتګ د نویو محدودیتونو په اړه طالبانو لا هم نور جزئیات نهدي ورکړي.