د کندهار په سپین بولدک کې یو شمېر کسان زړې راډیوګانې راسپړوي او له هغې سرهزر لاسته راوړي. د دې راډیوګانو په ځینو پرزو کې په کمه اندازه سرهزر کارول شوي دي. په دې برخه کې یو شمېر کارګر کسان وايي، په دې کار سره په میاشت کې شاوخوا ۱۵۰ ګرامه ښه باکیفیته سرهزر لاسته راوړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې افغانې نجونې هڅه کوي چې خپل پلرنی ټاټوبی پرېږدي او په نورو هېوادونو کې زدهکړې وکړي. ثریا خان یوه له هغو میلیونو نجونو څخه ده چې غواړي د زدهکړو د دوام لپاره له هېواده ووځي. خو ایا ثریا دا چانس لري؟ او له هېواده بهر افغان ځوانان زدهکړې کولی شي؟
د اونۍ متفاوت تحلیل
د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې د څلورو کورنیو تر منځ د اوږدو کلونو دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې.
که څه هم په افغانستان کې په میلیونو نجونې له زده کړو پاتې دي، خو له هیواده بهر یو شمیر څه نا څه توانیدلي چې زده کړې وکړي. د اتریش په پلازمېنه ویانا کې وږمه رحمان څه موده مخکې له طب پوهنځي فارغه شوه. هغه اوس په یوه روغتون کې کار کوي.
د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر ابي دروازې ته څېرمه مرګونی برید وشو. دا برید داعش کړی و چې پهکې لږ تر لږه ۱۳ امریکایان او ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو. د یادې ورځې په اړه دا ویډیويي راپور کتلی شئ:
په کندهار کې د خټکیو کروندګر وایي، سږکال یې د ناروغیو له امله حاصلات زیانمن شوي او پاتې حاصل هم بازار نهلري. تېرو کلونو کې به د کندهار خټکي او هندواڼې پاکستان ته هم صادرېدلې، خو سږکال دغه هېواد د افغانستان پر مېوه جاتو لوړه تعرفه وضع کړې، چې له امله یې افغان سوداګرو صادرات نهدي کړي.
د دغو بریدونو ډېر جزییات لا نه دي څرګند او د احتمالي مرګژوبلې معلومات یې هم نهشته. نور په دې ویډيو کې کتلی شئ:
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وایي چې د افغانستان له خاورې ښایي په لویدیځ کې بیا داسې برید وشي لکه د دوه زره لومړي کال د سپتمبر د یولسمې نیټې، خو طالبان وایي چې داسې حمله ممکن د پاکستان له خاورې وشي.
د اونۍ پېښې له متفاوتې زاويې
په خوست کې د ملګروملتونو په ملاتړ د ځنګلونو د ساتنې درې ورځنی پروګرام جوړ شوی و. د دغه پروګرام تنظیموونکي وايي، هدف د ځنګلونو ساتنې او رغونې ته د خلکو پام اړول دي. نور پهدې ويډيويي راپور کې:
ځايي اوسېدونکي د درملو له شرکتونو غواړي چې د بېکیفیته دارو درملو له واردولو ډډه وکړي. نور پهدې ويډيويي راپور کې:
نور راوښيه