معترضو ښځو د چهارشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د طالبانو د زیاتېدونکو محدودويتونو پر خلاف لاریون کړی دی. دا له یوې اوږدې مودې وروسته لومړی ځل دی چې معترضې ښځې په کابل کې داسې لاریون کوي. د طالبانو حکومت په تېر وخت کې په تاوتریخوالي سره د ښځو لاریون ځپلی او معترضې مېرمنې یې زنداني کړي دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنيټ ازادي راډيو سره په يوې ځانګړې مرکه کې ويلي، طالبانو د ۹۰يمې لسيزې په پرتله کوم بدلون نهدی کړی. طالبانو په وروستيو کې افغانستان ته د ريچارډ بېنيټ پر ورتګ بنديز ولګاوه.
د د امنیت شورا ۱۲ غړو په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا “جنسيتي سیستماتیک تبعیض” وغنده.د امنیت شورا له ۱۵ غړو څخه چین٬ روسیې او الجزایر دغې اعلامیې ته مثبته رایه ورنه کړه.په م.م کې د جاپان سفیر د جمعې په ورځ له دې غونډې وروسته وویل، طالبان باید د ښځو غږ ته غوږ کېږدي او د هغوی غوښتنو ته ځواب ووايي.
د اوکراین د لویو ښار اوسېدونکي د هغې کورنۍ د غړیو ویر ته راټول شوي چې د روسیې په حمله کې وژل شوي دي. یوهینیا بازیلیویچ او درې لوڼې یې د سپټمبر د څلورمې په هوايي برید کې ووژل شوې. په دې برید کې درې نور کسان هم وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې، د تجارتي لارو بندېدل او د اسلاماباد له لوري د افغان سوداګرو پر مالونو د تعارفې له لوړېدو سره د منځنۍ اسیا هېوادونه غواړي چې له افغانستان سره تجارتي روابط پراخ کړي. دا ممکنه ده؟ په دې اړه دلته بحث کتلی شئ:
د اوونۍ پېښو ته کتنه
لسګونه افغان کډوال چې پهدې وروستيو کې له ايران ايستل شوي، په نيمروز کې يې ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، پوليسو دوی وهلي ټکولي دي. ايران پهدې وروستيو کې د افغان کډوالو ايستلو پروسه ګړندۍ کړې ده.
رجب ګلجو دا کار د تېرو شاوخوا دری لسیزو راهیسې کوي، چې په وينا يې هغه د معلولو کسانو لپاره هم بایسلکلونه جوړوي. انیسې اجمل پهدې اړه د اسوشېټېډ پرېس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی:
افغان بريک ډانسرې منيژې تلاش وروسته له هغه د پاریس له المپیک سیالیو حذف شوه، چې د سیالۍ پر مهال يې پر خپلو کاليو ليکلي وو: «افغان مېرمنې خوشې کړئ.» د المپیک د نړیوالې کمېټې د اصولو لهمخې دغه شعار سياسي ګڼل شوی او لههمدې امله منيژه له سیالیو و ایستل شوه.
د کندهار په سپین بولدک کې یو شمېر کسان زړې راډیوګانې راسپړوي او له هغې سرهزر لاسته راوړي. د دې راډیوګانو په ځینو پرزو کې په کمه اندازه سرهزر کارول شوي دي. په دې برخه کې یو شمېر کارګر کسان وايي، په دې کار سره په میاشت کې شاوخوا ۱۵۰ ګرامه ښه باکیفیته سرهزر لاسته راوړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې افغانې نجونې هڅه کوي چې خپل پلرنی ټاټوبی پرېږدي او په نورو هېوادونو کې زدهکړې وکړي. ثریا خان یوه له هغو میلیونو نجونو څخه ده چې غواړي د زدهکړو د دوام لپاره له هېواده ووځي. خو ایا ثریا دا چانس لري؟ او له هېواده بهر افغان ځوانان زدهکړې کولی شي؟
د اونۍ متفاوت تحلیل
نور راوښيه