په خوست کې د ملګروملتونو په ملاتړ د ځنګلونو د ساتنې درې ورځنی پروګرام جوړ شوی و. د دغه پروګرام تنظیموونکي وايي، هدف د ځنګلونو ساتنې او رغونې ته د خلکو پام اړول دي. نور پهدې ويډيويي راپور کې:
ځايي اوسېدونکي د درملو له شرکتونو غواړي چې د بېکیفیته دارو درملو له واردولو ډډه وکړي. نور پهدې ويډيويي راپور کې:
د روسیې د سرحدي ښار سودژه اوسېدونکو، چې د اوکرایني ځواکونو لهخوا د دې ښار د نیولو له کبله یې ټکان خوړلی، د اګست پر ۲۰مه د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو له خبریال سره خبرې کړي.
ځینې شنونکي وايي، د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګه، د خپلو فعالیتونو د تبلیغاتو او د نورو غړو د ګمارنې لپاره مجازي نړۍ ته مخه کړې ده. نور په ويډيو کې:
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې په لسهاوو د بشري حقونو، د زدهکړو، مدني فعالانو او په نورو بېلابېلو نومونو په لسګونه کسان نیولي او شکنجه کړي دي. په دغه راپور كى هغه خبريالانو او مدني فعالانو سره خبرى شوي چې د طالبانو په زندانونو کې بندیان وو.
دری کاله وړاندې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو ځواکونه کابل ته ننوتل او د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت ړنګ شو. غني او د هغه د کابینې نږدې ټول غړي له کابله ووتل او ارګ د طالبانو لاس ته ولوېد. طالبان تر اوسه پورې افغانستان د سرپرست حکومت په توګه اداره کوي او هېڅ هېواد یې په رسمیت نه پېژني.
محمد جواد د افغانستان په ملي اردو کې د خدمت پر مهال د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې ژوندی پاتې شو، خو کله چې دغه وسلهواله ډله په ۲۰۲۱م کال کې واک ته ورسېده، هغه وتښتول شو او تر شکنجې لاندې ووژل شو. د بشري حقونو ډلو د سلګونو نورو پوځیانو د هدفي وژنو، ورکېدلو او غیرقانوني نیولو اسناد ثبت کړي دي.
د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د چهارشنبې ماسپښین د دوه نیمو بجو شاوخوا کې اور لګېدلی دی. د اور وژنې ډلې سیمې ته رسېدلي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي چې د لګېدلي اور مخه ونیسي. په خپله د ګمرک مسوولانو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي چې دا اور څرنګه لګېدلی، علت یې څه دی او څومره زیان یې اړولی دی.
یو شمېر افغان معترضو مېرمنو د طالبانو د حکومت د درېیمې کلیزې پر مهال اعتراض وکړ. د طالبانو له وېرې دغه اعتراضونه په تړلو ځایونو یا له افغانستانه بهر ترسره شول. طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې بیا بیا مدني اعتراضونه او د ښځو لاریونونه ځپلي دي.
راپورونه وايي، د دوشنبې په ورځ په تورخم کې د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. تراوسه هېڅ لوري د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. تر دې مخکې دواړو لوریو څو ځله د ډیورنډ کرښې په بېلابېلو سیمو کې نښتې کړي چې ځاني او مالي زیانونه یې درلودل.
د کابل د لوېدیځ دشت برچي د تېلو ټانک په سیمه کې نن یکشنبه د اسد ۲۱مه د سپرلیو په یوه موټر چاودنه شوې ده. د طالبانو حکومت ویلي، په پېښه کې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي. خو د سیمې خلکو ادعا کړې چې د مرګژوبلې شمېره ډېره ده. تراوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
۲۳ کلنې مرجان عزیزي په هرات ولایت کې یوه قهوه خانه جوړه کړې، چې ښځې او نارینه کولی شي په مشخصو ټاکل شویو جلا جلا وختونو کې هلته لاړې شي او قهوه وڅښي. پهدې قهوه خانه کې د مشتریانو لپاره د مطالعې زمینه هم برابره شوې ده.
نور راوښيه