اوومه ورځ – له سعید شینواري سره
د روسیې له زندانه د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خوشې شوې خبریالې السو کورماشیوا خاوند پاویل بوتورین وايي چې دی او بچیان یې د السو د خوشې کېدو په تړاو د خبر تر اورېدو وروسته ډېر احساساتي شوي دي. کورماشیوا د روسیې او امریکا ترمنځ د یوې تاریخي تبادلې په پایله کې د روسیې له زندانه خوشې شول.
ګلبوراک بېګماتاییوا وايي چې له وړوکوالي یې د سیلانیانو لپاره د کمپ جوړولو سره لېوالتیا وه. خو نوموړې دا هم وايي چې د قرغز ستان او تاجکستان پر پوله د سفري محدویتونو له وجې یې کاروبار ته زیان رسېدلی دی. انیسې اجمل په دې اړه دا راپور جوړ کړی دی:
د اسماعیل هنیه له وژلو وروسته تحولات او غبرګونونه
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د جولای دېرشمه په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه ویډیويي پيغام کې د افغانستان د یو شمېر سیاسي استازولیو قونسلي خدمات بې اعتباره اعلان کړل. خو په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو په دې اړه غبرګون ښودلی دی.
سلګونه مسافر د چمن-سپین بولدک دواړو خواوو ته د اوښتو لپاره په دغه سرحدي دروازه کې په تمه دي. د افغانستان په کندهار ولایت کې دغه سرحدي دروازه یوازې د پاسپورټ درلودونکو پرمخ خلاصه ده. په تېرو وخت کې د افغانستان او پاکستان وګړو د هویت کارتونو په درلودلو سره کولای شول چې په دې دروازه تګ راتګ وکړي.
پهدې کارخونه کې شاوخوا ۴۰ ښځې کار کوي او وايي چې، د طالبانو لهخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو او په ډېری ادارو کې د ښځو پر کار کولو تر بندیز وروسته یې پهدې کارخونه کې کار پیل کړی دی.
افغان فعال ارین جاغوریان شاوخوا یوه میاشت مخکې په فرانسه کې د دې سختې لارې سفر پيل کړی دی. هغه پر ښځو د طالبانو د لګول شویو محدوديتونو په اعتراض دغه لار مخته نیولې ده.
د فرانسې په کوربهتوب په پاریس کې د سږ کال المپیکي سیالۍ نن جمعه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې پیلېږي او د اګست میاشتې تر ۱۱مې دوام کوي. د افغانستان درې نارینه او درې ښځینه لوبغاړې د درې رنګه بیرغ لاندې په دې سیالیو کې ګډون کوي.
د کډوالو نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په څو ولایتونو کې د تېرې اوونۍ د سېلابونو د تلفاتو شمېر ۷۱ کسانو ته رسېدلی او شاوخوا ۹۰۰ کورونه ویجاړ او زرګونه نور کسان بې کوره شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې له زیانمنو سره د طالبانو او مرستندویه ټولنو د مرستو بهیر له انتقادونو سره مخامخ شوی دی.
د هرات اوسېدونکی عبدالکریم کلونه په نشهيي توکو روږدی و، اوس د روږدو کسانو د درملنې په یوه مرکز کې په نشهيي توکو د اخته کسانو درملنه کوي. هغه وايي، په ایران کې پر نشهيي توکو اخته شو او افغانستان ته له بېرته ستنېدو سره یې پرېکړه وکړه څو نشهيي توکي پرېږدي.
نور راوښيه