اوومه ورځ، له سعید شینواري سره
د لوړ پوړو طالب چارواکو په ګډون د خلیل الرحمن حقاني د تدفین مراسم
د سوریې دمخلوع ولسمشر بشار اسد دپلار حافظ اسد مقبره وسوځول سوه
خلیل الرحمن حقاني څوک و؟
په څو ولایتونو کې سلګونو کسانو د هیئت تحریر شام ډلې د بریا له کبله غونډې کړي او د طالبانو ځینو ملاتړو پر خلکو شیریني وېشلي. نور په ويډيو کې:
د عراق پلازمېنې بغداد په دې نندارتون کې له ۱۷ هېوادونو ۳۵۰ خپرندویه مرکزونو ګډون کړی او نږدې ۸۰ زره کتابونه یې نندارې ته وړاندې کړي دي. یاد نندارتون د ډسمبر له څلورمې نېټې پيل شوی او تر ۱۰ ورځو به دوام وکړي.
دا مراسم د ډسمبر په ۴مه نېټه د یونسکو سازمان له لوري د هغه هېواد د ناملموسه فرهنګي میراثونو په لېست کې ثبت شول. ځایي خلک پر دې باور دي چې د لویو پتنګانو الوځولو مراسم له سیمې نه بدې ارواې شړي. یاد مراسم هر کال د نومبر په لومړۍ نېټه کېږي.
زرګونه سوریهوال په بېلابېلو نړیوالو ښارونو کې واټونو ته راووتل او د بشارالاسد د رژیم پر سقوط يې خوشالي څرګنده کړه. اسد تېره شپه له سوریې څخه په نامعلوم لوري ووت. د هیئت تحریرالشام ډله، چې د متحدایالتونو لهخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې، دمشق نیولی دی.
د هرات د روږدو کسانو په څلور زره بستریز مرکز کې نږدې ۱۷۰ کسان د درملنې دورې په بشپړولو سره رخصت شول. خو دوی د کاري فرصتونو د نشتوالي له کبله راتلونکې ته اندېښمن دي.
زما وروستۍ ورځ له خفګانه ډکه وه، په ژړا مو خداپاماني مې وکړه، له ښوونځي چې راووځې، لکه خپل مور او پلار چې پرېږدې. تېره اوونۍ د افغانستان په سړو سيمو کې ښوونيز کال پای ته ورسېد. له شپږم ټولګي څخه د دې او نورو زرګونه افغان نجونو فراغت، د زدهکړو د پای ته رسېدو په معنا دی.
د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر په طبي مؤسسو کې د افغان نجونو د زدهکړو مخنیوی، ژوره تبیعضي پرېکړه بللې ده. دغه دفتر پر واکمنو چارواکو غږ کړی چې دا پرېکړه لغو کړي. ناروې هم پر افغان ښځو د نوي بندیز په غبرګون په اوسلو کې د طالبانو د استازي له منلو ډډه کړې.
نور راوښيه