د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونه وايي، د مخالفو وسلهوالو پر وړاندې د سوریې د حکومت ملاتړ کوي. د رویټرز آژانس د راپور لهمخې، ایراني رسنیو په دې اړه راپورونه ورکړي دي.
د چاپان پلازمېنه توکیو کې سږ کال څه باندې ۴ میلیونه توکي او کورني حیوانات ورک شوي او زیاتره یې بېرته خپلو خاونداتو ته سپارل شوي دي. پولیس وایي، هر موندل شوی توکی یوه سیستم کې ثبتېږي او که یې څوک عریضه وکړي، د مشخصاتو د ورته والي په صورت کې بېرته خاوند ته ورکول کېږي.
څه موده وړاندې جستن سن په دېواله ټېپ شوې د کېلې اثر واخیست او ژمنه یې وکړه چې هرومرو یې خوري. نور په دې راپور کې چې صفيالله ستانکزي جوړ کړی:
مثلث: د پاکستان شخړې د افغانانو ژوند څومره متاثره کړی
اوومه ورځ، له سعید شینواري سره
د پاکستان لاریونونه؛ په نیول شویو کې افغانان هم دي
د اوربند له پيل سره لبنانیان بېرته کورونو ته ستنېږي
د پاکستان د لاریونونو تازه وضعیت
نړیوالې جنايي محکمې تېره اوونۍ د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو، د اسراییلو د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت او د حماس د قومندان محمد ضیف د نیولو جلب صادر کړ. دا حکمونه په غزه کې د «جنګي جنایتونو» او د «بشر ضد جنایتونو» د تورونو او په اسراییلو کې د حماس افراطي ډلې د عملیاتو په خاطر صادر شوي.
کتاب پلورونکي وايي چې، د طالبانو غړي یې دوکانونو ته ورځي او هغه کتابونه ترې ټولوي چې دوی یې د دین، کلتور او د دوی د نظام خلاف بولي. ځینې کتاب چاپونکي وایي، په ګمرکونو کې د کتابونو پلټنه کېږي او طالبان هغو کتابونو ته د واردېدو اجازه نه ورکوي چې په وینا یې د دوی د اصولو خلاف دي.
د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان پلویان د سختو امنیتي تدابیرو سره سره په اسلاماباد کې راغونډ شول. د پاکستان حکومت د کانتينرونو په ایښودلو سره پلازمېنې اسلاماباد ته ننوتل منع کړي دي.
نالوستي ځوانان که څه هم خط نهشي لوستی، خو داسې لارې چارې يې موندلي چې پوهېږي ټولنیزې رسنۍ څرنګه وکاروي. دا نالوستي ځوانان وايي، ډېر کله وټساپ او فېسبوک کاروي او هغه کسان چې زدهکړې يې کړي، د پیسو په بدل کې ورسره مرسته کوي چې انټرنېټ فعاله او په ټولنیزو رسنیو کې اکونټونه جوړ کړي.
نور راوښيه