څه موده وړاندې جستن سن په دېواله ټېپ شوې د کېلې اثر واخیست او ژمنه یې وکړه چې هرومرو یې خوري. نور په دې راپور کې چې صفيالله ستانکزي جوړ کړی:
مثلث: د پاکستان شخړې د افغانانو ژوند څومره متاثره کړی
اوومه ورځ، له سعید شینواري سره
د پاکستان لاریونونه؛ په نیول شویو کې افغانان هم دي
د اوربند له پيل سره لبنانیان بېرته کورونو ته ستنېږي
د پاکستان د لاریونونو تازه وضعیت
نړیوالې جنايي محکمې تېره اوونۍ د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو، د اسراییلو د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت او د حماس د قومندان محمد ضیف د نیولو جلب صادر کړ. دا حکمونه په غزه کې د «جنګي جنایتونو» او د «بشر ضد جنایتونو» د تورونو او په اسراییلو کې د حماس افراطي ډلې د عملیاتو په خاطر صادر شوي.
کتاب پلورونکي وايي چې، د طالبانو غړي یې دوکانونو ته ورځي او هغه کتابونه ترې ټولوي چې دوی یې د دین، کلتور او د دوی د نظام خلاف بولي. ځینې کتاب چاپونکي وایي، په ګمرکونو کې د کتابونو پلټنه کېږي او طالبان هغو کتابونو ته د واردېدو اجازه نه ورکوي چې په وینا یې د دوی د اصولو خلاف دي.
د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان پلویان د سختو امنیتي تدابیرو سره سره په اسلاماباد کې راغونډ شول. د پاکستان حکومت د کانتينرونو په ایښودلو سره پلازمېنې اسلاماباد ته ننوتل منع کړي دي.
نالوستي ځوانان که څه هم خط نهشي لوستی، خو داسې لارې چارې يې موندلي چې پوهېږي ټولنیزې رسنۍ څرنګه وکاروي. دا نالوستي ځوانان وايي، ډېر کله وټساپ او فېسبوک کاروي او هغه کسان چې زدهکړې يې کړي، د پیسو په بدل کې ورسره مرسته کوي چې انټرنېټ فعاله او په ټولنیزو رسنیو کې اکونټونه جوړ کړي.
په آیرلنډ کې یوې محکمې د ازادو مبارزو پخوانی اتل کانر مکګریګور په نیکیتا هند باندې د جنسي تیري په تور رسماً ګناهکاره وباله. کانر د جنسي تیري تورونه رد کړل او ویې ویل چې، هغه د نیکیتا د ارادې خلاف هیڅ نهدي کړي.
نور راوښيه