د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د تېرې شپې په انتحاري حمله کې ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پخوا په کابل ښار کې په نشه يي توکو روږدي کسان د پلونو او ویجاړیو لاندې استوګنه کوله، خو اوس په لارو او د خلکو د استوګنې په سیمو کې زیات شوي دي. د ازادي راډیو خبریال مرسلین ارسلا په دې اړه یو انځوریز راپور برابر کړی دی:
لار بندي او ټرافیکي ګڼه ګونه یو د هغو غټو ستونزو چې د کابل ښار اوسېدونکي ورسره لاس او ګریوان دي. د ازادي راډیو خبریاله لېمه هادي په دې اړه ځانګړی راپور چمتو کړی دی. ویډیو او ایډیټ: لېمه هادي
دولس کلن یوسف شپون و چې چاودنې یې یو لاس او سترګې ترې واخیستې. د ازادي راډیو خبریال بشیر احمد غزالي په دې اړه ویډیويي راپور لري. ویډیو: بشیر احمد غزالي ویډیو: لیمه هادي
په ارزګان ولایت کې د سولې په نوم ۲۰ ورځنی د فوټبال ټورنمنټ پیل شو.دغه ټورنمنټ تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې پیل شو.
د جاغوري ولسوالۍ یو شمېر کورنۍ کابل ته کډه شوي وايي چې لا هم هلته په سیمه کې د خپلو دوستانو د مرګ او ژوند په اړه نه پوهېږي. د ازادي راډیو خبریال تمیم اخګر په کابل کې د دغو کډوالو یوه پنډغالي ته تللی او دا ویډيي راپور یې پرې برابر کړی دی چې اکرام الله اکرام یې وړاندې کوي.
د ادارې فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د سوداګرۍ او صنایعو وزارت دوه برحاله او یو پخوانی کارکوونکی علني محاکمه کړل. په دغه کسانو کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پخوانی مرستیال مزمل شینواری چې ولسي جرګې ته هم کاندید و شامل دی. وېډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی
نن د شکر ناروغۍ نړیواله ورځ، د افغانستان دعامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې نږدې نهه لکه کسان په یاده ناروغۍ په دې هېواد کې اخته دي او هر کال د شکر ناروغۍ له امله شل زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي ددې ناروغۍ په اړه مو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي پوښتلي دي ویډیو او اېډېټ:ابراهیم صافی
د هرات ولایت د کرنې ریاست چارواکو ویلي، دا جشنواره د زعفرانو لپاره د بازار موندنې او د زعفران کرونکو خواریو ته د درناوي په خاطر جوړه شوې ده.
په هرات ولایت کې د زغفران د ګلونو د ټولولو فصل پیل شو. په دې ورځو کې ددې ولایت په ډېري ولسوالیو کې لسګونه ښځې، ځوانان او عمرخوړي خلک د زعفران د ګلونو په ټولولو بوخت وي. دا انځوریز راپور د ازادي راډیو خبریال شاه پور صابر رالېږلی دی.
محمد هارون چې د کابل ښار په کوټې سنګي سیمه کې د نجاري دوکان لري وايي، له دې وړاندې یې د مهاجرت پر مهال پاکستان کې هم نجاري کوله. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی د زینو د کټارو په هکله له هغه سره خبرې کړي دي.
د کندهار د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، کېدای شي د ۲۲ مرکزونو رأیې قرنطین شي. دغه خبره کندهار د ټاکنو د شکایتونو د کمېسیون رئیس کړې.
نور راوښيه