په هرات ولایت کې د زغفران د ګلونو د ټولولو فصل پیل شو. په دې ورځو کې ددې ولایت په ډېري ولسوالیو کې لسګونه ښځې، ځوانان او عمرخوړي خلک د زعفران د ګلونو په ټولولو بوخت وي. دا انځوریز راپور د ازادي راډیو خبریال شاه پور صابر رالېږلی دی.
محمد هارون چې د کابل ښار په کوټې سنګي سیمه کې د نجاري دوکان لري وايي، له دې وړاندې یې د مهاجرت پر مهال پاکستان کې هم نجاري کوله. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی د زینو د کټارو په هکله له هغه سره خبرې کړي دي.
د کندهار د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، کېدای شي د ۲۲ مرکزونو رأیې قرنطین شي. دغه خبره کندهار د ټاکنو د شکایتونو د کمېسیون رئیس کړې.
د کونړ ولایت د سید جمالدین افغان پوهنتون له لمریزې برښنا برخمن شو. په دغه لمریزه برښنا ۳۰ اعشاریه ۵ میلیونو افغانۍ لګښت راغلی چې ۵۰ کیلو واټه برښنا تولیدوي. د ازادي راډیو خبریال روح الله انوري په دې اړه ویډیويي راپور جوړ کړی دی. ایډیټ: ابراهیم صافی
په پنجشیر ولایت کې د دوشنبې په ورځ ۱۲ ماشومان د دغه ولایت په ایمرجنسي روغتون کې پرته له کوم لامله پرلهپسې مړه شول.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د وسلهوالو طالبانو د مخالفت له امله د هېواد په جنوبي سيمو کې چې د ګوزڼ زياتې پېښې لري ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه رسېږي
د کابل د ګوسفندرې خلکو د کورونو د ویجاړولو د مخنیوي په هدف مظاهره وکړه. دغه مظاهره کوونکو ادعا کوله چې د لاریون پرمهال یې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
امنیتي ځواکونو په هرات ولایت کې مخدره مواد وسوځول. نېږدې ۱۳ ټنه مختلف النوع مخدره مواد د امنیتي ځواکونو له لوري په هرات ولایت کې د یوه کال په اوږدو کې کشف او سوځول شول.
د ازادي راډیو خبریال واصل واصل کرکټ بورډ ته تللی او د حضرت ځاځي سره یې مرکه کړې ده.
محب الله چې څلور ورځې وړاندې چې په اړه یې ازادي راډیو راپور خپور کړ، د خلکو د پام وړ وګرځېد. نوموړي ته به له دې وروسته ښوونځي ته د تګ زمینه او د درملنې چارو زمینه هم برابره شي. ایډیټ: تمیم اخګر.
نیګار د ثور یا غویي په دوهمه د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د تذکرو د وېش د مرکز سره نېږدې په انتحاري حمله کې ووژل شوه.
کابل کې د نادرپښتون واټ د «خیرخوا،زرنګار،اتفاق او کابل» مارکیټونو سلګونو هټیوالو ته پرته له ایرو او سوځېدلو اوسپنو نور څه نه دي ورپاتې. په لاندې انځوریز البوم کې د الکترونیکي توکو او موبایلونو هټیوال وینئ چې له سوځېدلو دوکانونو ایرې او اوسپنې وباسي. دغه انځورونه د ازادۍ راډيو خبریال محمد واصل وصال اخېستي.
نور راوښيه