د کندهار ولایت اوسېدونکي نن شنبه د ۱۳۹۷ کال د عقرب په ۵ مه د رأیې ورکولو صندوقونو ته ولاړل او د خپلې خوښې نوماندانو ته یې خپلې رأیې ورکړې.
وروسته له دې چې مليونونه کسان په افغانستان کې د جګړې له کبله بې ځایه شوي، اوس سلګونو زره نور د وچکالۍ له کبله کډوال کيږي. ملالۍ بشير راپور وړاندي کوي.
یو ترکی خیریه ارګان د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به همکارۍ جوړ شو.
د کونړ په مرکز اسعداباد کې په لسګونه تنه ځوانانو، دیني عالمانو، دولتي چارواکو او قومي مشرانو په هلمند کې د جنرال عبدالجبار قهرمان او په کندهار کې د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د هغه ولایت د ملي امنیت د رئیس جنرال مومن حسین خیل وژنه وغندله.
د جوزجان ولایت کې امنیتي ځواکونه د سیمه ییزو چارواکو له لوري وستایل شول.
په ارزګان کې خلک د جنرال عبدالرازق مړينه د هېواد لپاره په سياسي او اقتصادي برخه کې لوی ضايعه بولي او له افغانانو غوښتنه کوي چې نور د بهرنيو په خوله ورور وژنه بس کړي.
د جوزجان ولایت معلولین او معیوبین په پارلماني انتخاباتو کې په پام کې نه دي نیول شوي.
امریکا غږ او سندرغاړي شفیق مرید د پولیو یا ګوزڼ په خلاف دغه ښکلې سندره جوړه کړې. ستاسو په مرسته او همکارۍ، پولیو له افغانستان نه ورکیدلاي شي.
ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ولایت ته په خپل سفر کې د جنرال عبدالرازق کورنۍ ته د تسلیت ویلو ترڅنګ له پاکستانه وغوښتل چې د دې پېښې عاملین دې افغان حکومت ته وسپاري. نور په دې ویډیو کې وګورئ. ویډیو: محمد صادق رښتینی ایډیټ: تمیم اخګر
فرانسوي او افغان لرغونپوهان د افغانستان په باميان کې مځکه کيندي چې هلته یو ورک شوی ښار راسربېره کړي. ملالۍ بشير راپور وړاندي کوي.
د انتخاباتو په اړه د کابل ښاریان مختلف نظرونه لري. د ازادي راډیو خبریاله لېمه هادي په دې اړه د یوشمېر خلکو نظرونه را اخيستي دي.
د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، نومونه د رأی ورکوونکو په لېست کې نشته. روح الله انوري د ازادي رادیو خبریال پهدې اړه یو مفصل راپور چمتو کړی. ویډیو: روح الله انوري ایدیټ: لیمه هادي
نور راوښيه