په کندز کې د انتخاباتو روان بهیر د سیمې خبریال اجمل څارلی او دا انځوریز راپور یې برابر کړی دی.
د فاریاب خلکو د انتخاباتو محلونه په خپل وخت پرانېستي دي. د ازادي راډیو خبریال اکرام الدین کرم په دې اړه راپور چمتو کړی.
د خوست چارواکي وايي چې نن په یاد ولایت کې د رأی اچونې ټول ۱۸۶ مرکزونه د رأی اچونکو پر مخ خلاص دي.
په بامیان کې خلک د رأیو صندوقونو ته ولاړل او د خپلې خوښې نوماند ته یې رأیې ورکړې. د ټاکنو کمېسیون ویلي.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ښځې د ټاکنو مرکزونو ته ولاړې او د خپلې خوښې نوماند ته یې رأیه ورکړه.
د پروان ولایت ډیری اوسیدونکي انتخاباتي مرکزونو ته تللي څو خپل د خوښې کاندید ته رایه ورکړي د ازادي راډیو خبریال احمد هنایش یو ددغو مرکزونو ته تللی او دا ویډیويي راپور یې برابر کړی دی.
په کابل کې د ستارې ښوونځي کې په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون چې تر څنګیې د دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري هم خپله رأیه وکاروله.
په کابل، کونړ او فاریاب کې خلک د رأیو مرکزونو ته ځي چې د خپلې خوښې نوماند ته رأیه ورکړي.
د کابل ستاره لېسه یو له هغو ښونځیو چې په کې انتخاباتي محل جوړ دی. د نورو رایو ورکوونکو تر څنګ د دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري هم دغه محل ته راغلی چې خپل د خوښې وړ کاندید ته خپله رایه وکاروي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د رأیو مرکزونو ته ولاړل او د خپلې خوښې نوماند ته یې رأیه ورکړه.
د کابل پکتیا کوټ کې د رأی ورکولو مرکز لا نهدی پرانېستل شوی.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په يو بريد کې ووژل شو. هغه د وسله والو طالبان سره د سختې دښمنۍ لپاره پېژندل کېده او تور یې پوري کاوه چې هغوی د پاکستان لاسپوڅي دي خو طالبان او پاکستان دا تورونه نه مني. د ژوند په اړه یې نور معلومات د بشير ګواښ په راپورکې وګورئ.
نور راوښيه