د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې د ودونو په غونډو کې ټولو بلل شویو مېلمنو له ډوډۍ يا پاستي ښځې پخوي.دغه مېرمنې د ۵۰ کلو بوجۍ پخولو ۱۲۰۰ روپۍ مزدوري اخلي. د مشال راډیو خبریال ځلاند يوسفزی د ټانک په ګومله سيمه کې يو واده ته ورغلی او دا ویډیويي رپورټ یې جوړ کړی دی. د خېبر پښتونخوا په ټانک
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي راشد خان د یو ورځني کرکټ په درجه بندۍ کې د تر ټولو لوړ الراونډر مقام خپل کړ. دی نړیوالو ته څه پیغام لري؟ په ویډیو کې یې لیدلای شئ.
د هند او افغانستان ترمنځ د سېپټمبر په ۲۵مه په دبۍ کې د اسيا کپ يوه ورځنۍ لوبه وه. سيالي د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي پاتې شوه. د بشير ګواښ په دې ويډيو کې د افغان او هندي لوبغاړي څرګندونې وينئ.
افغانستان د روان کال پر مهال د خبريالانو لپاره تر ټولو خونړی کال وو. په ټوله کې په دې موده کې د افغانستان د رسنيو د کورنۍ څوارلس غړي وژل شوي دي. د خبریالانو مدافع ادارې وايي، تروريستان ځکه پر رسنیو بریدونه کوي چې نوم یې په خبرونو کې راپورته شي.
د افغانستان او بنګه دیش ترمنځ د اسیا کپ لوبې په اړه د کرکټ ځینې مینوالو نظرونه په دې ویډیو کې واورئ.
په ۱۱ کلنۍ کې واده شوې ماشومه ببوګۍ وایي، په هلمند کې یې د پلار تر وژل کېدو پس مور دې ته اړه شوه چې د پور اخېستیو پېسو په بدل کې دا ور واده کړي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جوزجان په شبرغان ښار کې هغه شل تنه ګونګیان چې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي غواړي چې د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي . دوی سر له اوسه د ازموینې لپاره تیاری نیسي، خو د بې نتیجې کېدو وېره هم ورسره ده. نور په دغه ویډیویي راپور کې چې عالم رحمانیار چمتو کړی. اېډېټ: ابراهیم صافی
د جوزجان اوسېدونکو د اعتراض په ډول د سړک یوه برخه کاګل کړه. د جوزجان مدني فعالان وايي، په دغه ولایت کې یې د پروژو د نه عملي کېدو او فساد له امله دغه کار وکړ. دوی وايي، د کرزي له دورې تر دې دمه په دغه ښار کې ۱۷کېلو مټره سړک پوخ شوی او نور سړکونه په خپل ځای پاتې دي. ویډيو: عالم رحمانیار اېډېټ: ابراهیم صافی
د ولسي جرګې د غړو د غیر قانوني کړنو په اړه د شکایتونو د سلسلې په دوام دا وار د کابل ښار د درېیمې کارتې یو دوکاندار ادعا کوي چې د ولسي جرګې غړې هُما سلطاني شاوخوا څلور زره ډالره زیان ور اړولې او د دوکان د یخچالونو شیشې يې ورماتې کړي دي.
سید علي سینا درې کلن و چې د انتحاري حملې ښکار شو. سید علي سینا د ثور په دوهمه د تذکرې اخیستلو په هدف د کابل ښار دشت برچي سیمې ته د خپلې مور سره تللی وو چې په انتحاري حمله کې ووژل شو. په دغه انتحاري حمله کې د علي سینا مور، خور او کوچنی ورور هم ټپیان شوي وو.
نورستان د افغانستان په ختیځ کې یو ښکلی طبعیت لرونکی ولایت دی چې زیاتره سیمې سمسورې وې.
د ارزګان ولایت مرکز کې مېشت کوچيان وايي، زرګونه څاروي د لهمنځه تلو په حال کې دي او د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. د دغه ولایت د لېرې پرتو سیمو یو شمېر کوچیانو چې تازه د ترینکوټ ښار څنډو ته د وچکالۍ له کبله راغلي ازادي راډيو ته وویل چې نه په وطن کې د شپې تېرولو ځای لري او نه هم غرونو کې، ځکه د دوی په خبره چې وچکالي ده او د څارویو لپاره څړ ځایونه نشته.
نور راوښيه