په جوزجان کې په تېرو ۱۷کلونو کې ۱۷کېلومتره سړک پوخ شوی
د جوزجان اوسېدونکو د اعتراض په ډول د سړک یوه برخه کاګل کړه. د جوزجان مدني فعالان وايي، په دغه ولایت کې یې د پروژو د نه عملي کېدو او فساد له امله دغه کار وکړ. دوی وايي، د کرزي له دورې تر دې دمه په دغه ښار کې ۱۷کېلو مټره سړک پوخ شوی او نور سړکونه په خپل ځای پاتې دي. ویډيو: عالم رحمانیار اېډېټ: ابراهیم صافی