د سوات په چارباغ کې یوه ښځه هره ورځ ګڼو خلکو ته روژه ماتی تیاروي. د دې روژه ماتي منتظمین وايي، دا ښځه نه غواړي چې خپل نوم وښيي او تېر کال یې په روژه کې د ۲۳ لاکو روپیو خواړه وېشلي ول. تفصیل په دې رپورټ کې.
د بریټانیا چارواکو د لندن د تېرې شپې حمله تروریستي بللې او په خلکو یې غږ کړی چې خپله ارامتیا دې حفظ کړي. د لندن په تاریخي پله پرون شپه حمله کوونکو خلک په موټر وهلي او اوه تنه یې وژلي دي. صفي الله ستانکزي په دې اړه ویډیويي رپوټ جوړ کړی دی:
ناديه مراد هغه يزيدي ښځه ده چې د داعش ډلې جنګيالیو له خوا نيول شوې او بیا د مينځې په توګه پلورل شوې وه. راپور او اډيټ: ملالۍ بشير
امریکا متحده ایالتونه به د پاریس له اقلیمي تړون ووځي. د متحده ایالتونو جمهور رییس ډونالډ ټرمپ دا اعلان پرون وکړ. صفي الله ستانکزي د ښاغلي ټرمپ د خبرو او راپورته شویو غبرګونونو په اړه ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
يو شمېر امریکایې سمندري ځواکونو د ۲۱۵میوند قول اردو د یوه تازه فارغ شوي کنډک د سرتېرو سره د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ ته ولاړل چې د دوی سره په عملیاتو کې د هوایي ملاتړ او استخباراتي معلوماتو په برخه کې مرسته وکړي. دغه ډله تازه فارغ شوي افغان سرتېري به په سنګین کې عملیات وکړي چې د حکومت دلاسه د وتلو سیمو ځينې یې بېرته له وسله والو څخه ونیسې. دا وروسته له ۲۰۱۴ کال نه د بهرنیو ځواکونو لومړې ډله ده چې بیا د افغان ځواکونو سره سنګین ولسوالۍ ته ځي. د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي له هغه ځایه دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
ويډيو اډيټ او راپور: ملالۍ بشير
استراليا به افغانستان ته د ناټو په مشرۍ د روزنې او ملاتړ مديريت ته دېرش اضافي سرتيري وليږي. اډيټ او راپور: ملالۍ بشير
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په واتیکان کې له پاپ فرانسیس سره وکتل، ددوی لیدنې لږ تر لږه نیم ساعت وغځېدې.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په بیت لحم کې د ګډې خبري غونډې پر مهال په برتانيه کې د مانجسټر چاودنه وغندله. په دې چاودنه کې ۲۲ کسان ووژل شول او ۵۹ ټپيان شول. ويډيو اډيټ: ملالۍ بشير.
په دې چاودنه کې ۲۲ کسان ووژل شول او ۵۹ ټپيان شول. ويډيو اډيټ: ملالۍ بشير.
د تل ابيب په هوايي ډګر کې د اسرائيل صدراعظم او ولسمشر دواړو د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ښه راغلاست ووايه. د اسرائيل ولسمشر رووين ريفلين (Reuven Rivlin) په خپله وينا کې د ډونالډ ټرمپ تود هرکلى وکړ. راپور او ایډيټ: ملالۍ بشير
د کندز امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د وسله والو طالبان پر ضد د "پامیر۱" په نوم د تصفیوي عملیاتو د پيلېدو خبر ورکوي. چارواکي وايي، دغه عملیات به تر هغه وخته د کندز ښار څنډو کې جریان ولري، څو چې د ښار شااوخوا کلي د طالبانو له موجودیته نه وي تصفیه شوي. ویډیو: اجمل ارین او ایډیټ: ولي سباوون
نور راوښيه