په لندن کې د استوګنې په يوه ودانۍ کې اور ولګېد چې له کبله يې تر اوسه د ۱۷ کسانو د مړينې خبر ورکول شوی دی. يو شمېر کسان اوس هم ورک دي. په دې اړه د ملالۍ بشير راپور دلته وګورئ.
د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې د مالوماتي ټيکنالوژۍ، انجينېرۍ او مينېجمنټ علومو (BUITEMS) پوهنتون د ښکليو هنرونو
نن په نړۍ کې پرماشومان د درنو کارونو د مخنیوي نړیواله ورځ ده. خو په افغانستان کې لاهم ماشومان له دې امله چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي درانه کارونه کوي.
نیم نړیدلی سنګر، وطني شړومبې او د هلمند ولایت د سرحدي پولیسو سره د جګړې په لومړي کرښه کې روژه ماتی. د لښکرګاه په درېیمه حوزه کې سرحدي پولیس وايي، د وسله والو طالبانو نه ویریږي، خو هغوی د روژه ماتي پر وخت بریدونه کوي.
د هلمند ولایت د بُست روغتون ۱۵۰ بستره ظرفیت لري، خو پکې د۳۵۰ ناروغانو درملنه کېږي. د روغتون مسئولین وايي، خدمتونه يې ښه دي، خو ودانۍ یې تنګه ده او د ناروغانو شمېر يې د ورځې نه بلې ته ډیرېږي.
د ایران خبري رسنۍ راپور ورکوي چې نن په تهران کې د پارلمان په ودانۍ او د روح الله خمیني په مقبرې جلا ډزې شوي دي.
د سوات په چارباغ کې یوه ښځه هره ورځ ګڼو خلکو ته روژه ماتی تیاروي. د دې روژه ماتي منتظمین وايي، دا ښځه نه غواړي چې خپل نوم وښيي او تېر کال یې په روژه کې د ۲۳ لاکو روپیو خواړه وېشلي ول. تفصیل په دې رپورټ کې.
د بریټانیا چارواکو د لندن د تېرې شپې حمله تروریستي بللې او په خلکو یې غږ کړی چې خپله ارامتیا دې حفظ کړي. د لندن په تاریخي پله پرون شپه حمله کوونکو خلک په موټر وهلي او اوه تنه یې وژلي دي. صفي الله ستانکزي په دې اړه ویډیويي رپوټ جوړ کړی دی:
ناديه مراد هغه يزيدي ښځه ده چې د داعش ډلې جنګيالیو له خوا نيول شوې او بیا د مينځې په توګه پلورل شوې وه. راپور او اډيټ: ملالۍ بشير
امریکا متحده ایالتونه به د پاریس له اقلیمي تړون ووځي. د متحده ایالتونو جمهور رییس ډونالډ ټرمپ دا اعلان پرون وکړ. صفي الله ستانکزي د ښاغلي ټرمپ د خبرو او راپورته شویو غبرګونونو په اړه ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
يو شمېر امریکایې سمندري ځواکونو د ۲۱۵میوند قول اردو د یوه تازه فارغ شوي کنډک د سرتېرو سره د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ ته ولاړل چې د دوی سره په عملیاتو کې د هوایي ملاتړ او استخباراتي معلوماتو په برخه کې مرسته وکړي. دغه ډله تازه فارغ شوي افغان سرتېري به په سنګین کې عملیات وکړي چې د حکومت دلاسه د وتلو سیمو ځينې یې بېرته له وسله والو څخه ونیسې. دا وروسته له ۲۰۱۴ کال نه د بهرنیو ځواکونو لومړې ډله ده چې بیا د افغان ځواکونو سره سنګین ولسوالۍ ته ځي. د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي له هغه ځایه دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
ويډيو اډيټ او راپور: ملالۍ بشير
نور راوښيه