د افغانستان د مخدره مواد پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په پام کې لري چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په مخدره موادو د شاوخوا پنځوس زره روږدو کسانو درملنه وکړي.
په کابل کې د سولې د عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګیلاني د فاتحې مراسم ترسره شول. د فاتحې په مراسمو کې یې یو شمېر اوسني او پخواني دولتي چارواکو، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو سپینږیرو او ځوانانو برخه اخېستې وه.
د کابل ښار په لارو کې د ځوانانو یوې ۲۵ کسیزې ډلې په خپلو سپورټي موټرونو بېلابېلې نندراې وړاندې کړې. دوی وايي چې د دې نندارو نه یې هدف نړېوالو سیالیو ته لاره پیدا کول دي او غوښتل یې چې د افغان حکومت او د ملي المپیک کمېټې ملاتړ راخپل کړي.
د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد وايي، کله چې طالبانو له سپین بولدک څخه خپل خوځښت پیل کړ، استاد برهان الدین رباني ورسره میلیاردونه افغانۍ مرستې کړې وې.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د استوګنې په سیمو کې ۷۲ د پښو خښتو بټۍ موجودې دي. د دې سیمې اوسېدونکي وايي، په بټيو کې ربړونه او نور غوړین مواد سوځول کېږي چې لوګیو یې دوی ته سختې ناروغۍ پيدا کړي. ویډیو شاه محمود شینواری ایډیټ ابراهیم صافی
د افغانستان اجرائیه ریاست هیله لري چې د امریکا نوی حکومت د افغانستان پوځي وضعیت په درک سره خپلې همکارۍ له دې هېواد سره تنظیم کړي.
د ایران د پلازمېنې تهران په زړه کې د پلاسکو په نوم ۱۷ پوړیزه ودانۍ چې اور په کې لګېدلی و، ونړېده.
په جوزجان ولایت کې ۲۴ هغو بزګرانوته د باغوالۍ وسایل وړیا ورکړل شول چې په خپلو کارونو کې ښه ځلیدلي دي.
له موصل ښار څخه سلګونو ملکيان په داسي حال کې تېښتې ته اړ شوي چې عراقي ځواکونه له داعش سخت دريځې ډلې څخه د دې ښار د بيرته نیولو هڅې کوي. په دې اړه نور معلومات له ملالۍ بشير څخه اورو.
د کونړ په مرکز اسعداباد کې لسګونه نجارانو او د لرګیو سوداګرو د یاد ولایت د امنیه قوماندان پر ضد مظاهره وکړه.
دا هغه ځایې دي چې، روږدي ماشومانو ته پهکې درملنه ورکول کېږي، هغه ځای چې د دغه ولایت له لېرو پرتو ولسوالیو څخه ورته ۵۰ روږدي ماشومان راوړل شوي او ترڅنګ په دغه ځای کې روږدو ماشومانو ته تعلیم او تربیه هم ورکول کېږي.
کندهار کې د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکو خپل جوړ کړي لاسي کارونه او د ساینس برخه کې خپلې تجربې نندارې ته وړاندې کړې. محمدصادق رښتینی د ماشومانو دغه نندارتون ته ورغلی او دا ویډيو راپور يې را استولې دی.
نور راوښيه