په ۲۰۰۷ او اتم میلادي کال کې وسلهوالو طالبانو نهیوازې د سوات سلګونه ښوونځي او نورې دولتي ودانۍ ړنګې کړې بلکې د سوات زرګونه کاله پخوانیو اثارو تهیې هم زیان ورساوه. که څه هم وسلهوال طالبان له سواته ويستل شوي خو په سوات، تختبای، او يو شمېر نورو سيمو کې تاريخي اثار اوس هم له خطر سره مخامخ دي چې لاملونهيې د حکومت بېغوري، د تاريخ په اړه د ځايي خلکو لاعلمي، په ناقانونه توګه د جایدادونو نيول او د تاريخي اثارو غلا او قاچاق دي.
امریکايان د ۲۰۱۶ز کال د نوامبر پر اتمه د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره رأیې اچوي چې د هېواد ۴۵م ولسمشر وټاکي. په امریکا کې خلک په مستقیمه توګه ولسمشر نه ټاکي بلکې د «الېکټورل کالج» یا ټاکنیز پلاوي له لارې یې ټاکي. د هېواد د هر ایالت د نفوس او رقبې پر اساس ورته په ټاکنیز پلاوي کې رأیې ورکول کېږي. د بریا لپاره نوماند باید له ۵۳۸ رأیو څخه ۲۷۰ ټاکنیزې یا الېکټورل رأیې واخلي. له واکمن ډموکراټ ګوند له لوري هېلري کلېنټن د ولسمشرۍ نومانده ده. د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ دی.
د شپږو مهمو بهرنیو مسایلو په هکله د سیالو کاندیدانو، هیلاري کلنټن او ډونالډ ټرمپ موقف
په ترکیه کې د وروستۍ ناکامې شوې کودتا په ارتباط چې جمعه ناوخته وشوه، د دغه هېواد حکومت ۵۸۰۰۰ له دندې لیرې او یا هم ونیول.
د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې په افغانستان کې د روان جنګ د کورنیو بېځایه شویو خلکو شمېر مخ په زیاتېدو دی. د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د سترې کمشنرۍ ارقام ښیي چې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د ناټو د حربي مأموریت د ختمېدو په درشل کې او تر هغې وروسته په دغه هېواد کې د کورنیو بېځایه شویو خلکو شمېر زیات شوی دی.
د هلمند والي حیات الله حیات وايي، لښکرګاه ته نژدې سیمو کې د مخالفو وسله والو بریدونه په شاه تنبول شوي او اوس دغلته جګړه پای ته رسیدلې.
د ازادۍ راډيو د ١٣٩٤ل کال شخصيت داسې څوک دى چې ١٥٠ هلکانو او نجونو ته يې په دوو روزنتونونو کې د زده کړې او استوګنې امکانات ...
نن د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په ایران کې د سنګاپور له ملی ټیم سره د لوبې میدان ته ځي. دغه سیالۍ د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف تر سره کېږی.
نور راوښيه