تاریخ له سترګو ورکېږي
د ماضي ساتنه
Majestic Ruins
Occupying History
”دا د کفارو نښې دي“
عثمان ولسیار د سوات په سیدو شریف کې د یوه دولتي ښوونځي استاد دی. یوه ورځ طالبانو دی د دې له کبله ونیو چې ولې یې هلکان د لرغونو اثارو په منځ کې له کرکټ کولو ګرځولي ول. د ازادي راډيو مشال څانګې او ووېبپاڼې خبریال داود خټک د ۲۰۱۶ز کال په مې کې سوات ته ورغی چې د ولسیار د ازمون او کړاو کیسه واوري او د سوات د هغو لرغونو اثارو په اړه ورڅخه وپوښتي چې خلک‌یې د ((کفارو څلي)) بولي.
له بامیانه تر سواته – تاریخ په خطر کې!!
په افغانستان کی چې نړیوالو د طالبانو نظام نسکور کړ نو تر هغې اووه کاله وروسته، په سوات کې طالبانو د خپل واک پراخولو لپاره نه‌یوازې دولتي ودانۍ ړنګې کړې بلکې لرغوني اثار یې هم په نښه کړل. په جهان اباد کې، په یوه تیږه یا ګټ کې د بودا مجسمه تراشل شوې وه چې د خپل جوړښت او دنګې ونې له کبله په نړۍ کې د ځانګړي ځای او ارزښت څښتنه وه د وسله‌والو طالبانو بمونو ښکار شوه. په ۲۰۰۱ز کال کې په افغانستان کې د ملا محمد عمر په مشرۍ طالبانو په بامیانو کې د بودا دوه مجسمې په چوونکو موادو چوولې وې.

د تختبای کنډرې
د پېښور په شمال کې، د ملاکنډ او مردان تر منځ د سړک تر غاړې د تختبای وړوکی ښار پروت دی. ۲۰۰۰ کاله پخوا، دا سیمه د بودا تهذیب کور وو چې څلي یې اوس هم د تختبای په کنډوالو کې ښکاري. دا د بودا مذهب یو له لویو مرکزونو څخه وو او د دې دین پوهان او زده‌کوونکي به له لیرې لیرې وطنونو تختبای ته تعلیم لپاره ورتلل. اوس هم د ورځې ګڼ خلک د دې کنډرو لیدو ته ورځي خو کم خلک د دې ځایونو پر تاریخي ارزښت پوهېږي.
راځئ چې ۲۰۰۰ کاله شا ته ولاړ شو
دا کمپیوټري تصویر، د تختبای د لرغونو اثارو یوه نمونه ده. ۲۰۰۰ کاله پخوا اوسنۍ کنډوالې داسې ښکارېدې. دا عکس د لرغونپوهانو او تاریخپوهانو له ویناو سره سم، جوړ کړل شوی دی
سېري بهلول – د ورک تاریخ موندلو په تکل
د تختبای له کنډرونو شاوخوا ۱۰ کېلو مېتره لیرې، د سېري بهلول کلی اباد دی. په دې کلي کې زیاتره ودانۍ د یوې غونډۍ پر سر شوي چې ورڅخه دېوال تاو دی. دا غونډۍ او دېوال څه د پاسه ۲۰۰۰ کاله تاریخ لري خو اوس‌یې یو څو نښې پاتې دي او نور اثار یا خو نړول شوي او یا غلا شوي دي. سېري بهلول د ګندارا اثارو ته د رسېدلي زیان ژوندۍ بېلګه یا مثال دی.
تاریخ او لرغوني اثار څنګه خوندي کړی شي؟
ډاکتر لوکا ماریا اولېوري د اېټالیې تاریخي ښار روم اوسېدونکی لرغونپوه دی چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې د پخوانیو اثارو په اړه کار کوي. دی وايي، که پاکستان د روم په څېر خپل لرغوني اثار خوندي کړي، و یې ساتي او دا ځایونه د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پر مخ پرانیزي نو د دې اثارو حفاظت تر څنګ، ډېرې پیسې هم ګټلای شي.

جوړوونکي: داود خټک، علي محمود، رې فرلانګ، جین ګارنر، ځلاند یوسفزی، نیاز احمد خان، پامیر ساحل، خالد خان، میش پروډکشنز،ياروسلاو پتاچنيک،انډريو ويلس


مننې: د خېبر پښتونخوا لوبو، کلتور او سیلګرۍ وزیر محمود خان، د خېبر پښتونخوا د ارشیفونو (ارکایېفز) او لرغونتونونو مشر ډاکتر عبدالصمد او د سوات په سیدو شریف کې د ښوونځي استاد او مدني فعال عثمان ولسیار.


Designed by Pangea Design

©2017 Radio Free Europe/Radio Liberty