امریکايان د ۲۰۱۶ز کال د نوامبر پر اتمه د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره رأیې اچوي چې د هېواد ۴۵م ولسمشر وټاکي. په امریکا کې خلک په مستقیمه توګه ولسمشر نه ټاکي بلکې د «الېکټورل کالج» یا ټاکنیز پلاوي له لارې یې ټاکي. د هېواد د هر ایالت د نفوس او رقبې پر اساس ورته په ټاکنیز پلاوي کې رأیې ورکول کېږي. د بریا لپاره نوماند باید له ۵۳۸ رأیو څخه ۲۷۰ ټاکنیزې یا الېکټورل رأیې واخلي. له واکمن ډموکراټ ګوند له لوري هېلري کلېنټن د ولسمشرۍ نومانده ده. د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ دی.
د شپږو مهمو بهرنیو مسایلو په هکله د سیالو کاندیدانو، هیلاري کلنټن او ډونالډ ټرمپ موقف
په ترکیه کې د وروستۍ ناکامې شوې کودتا په ارتباط چې جمعه ناوخته وشوه، د دغه هېواد حکومت ۵۸۰۰۰ له دندې لیرې او یا هم ونیول.
د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې په افغانستان کې د روان جنګ د کورنیو بېځایه شویو خلکو شمېر مخ په زیاتېدو دی. د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د سترې کمشنرۍ ارقام ښیي چې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د ناټو د حربي مأموریت د ختمېدو په درشل کې او تر هغې وروسته په دغه هېواد کې د کورنیو بېځایه شویو خلکو شمېر زیات شوی دی.
د هلمند والي حیات الله حیات وايي، لښکرګاه ته نژدې سیمو کې د مخالفو وسله والو بریدونه په شاه تنبول شوي او اوس دغلته جګړه پای ته رسیدلې.
د ازادۍ راډيو د ١٣٩٤ل کال شخصيت داسې څوک دى چې ١٥٠ هلکانو او نجونو ته يې په دوو روزنتونونو کې د زده کړې او استوګنې امکانات ...
نن د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په ایران کې د سنګاپور له ملی ټیم سره د لوبې میدان ته ځي. دغه سیالۍ د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف تر سره کېږی.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د هند په ناګپور ښار کې له وېسټ انډیز سره مسابقه لري.
نور راوښيه