یو شپیلې غږونکی د ژوند په رنګونو کې راسره د زړه خواله کوو او دی وايي چې شپیلې غږول یواځې په شپونتوب پورې منحصره نه ده او هر سړی کولای شي چې شپیلې وغږوي.
د ژوند په رنګونو کې د اور وژنې له یوه کار کونکي سره د زړه خواله لرو چې وايي اور وژنه یو عامه المنفعه کار دی او باید د ټولو همکاري په کې وي او ګټه يي ټولو ته رسیږي.
کوچی ماما د ژوند په رنګونو کې مو میلمه دی او دروی وهي چې دا هم د شپیلې په شان دی او ډیر ښه غږ لري او خصوصا کوچیان يي استعمالوي.
یو سیاسي کارپوه مو د ژوند په رنګونو کې میلمه دی چې نوموړی د طب متخصص دی او د روان شناسې فاکولته يي هم خلاصه کړی او د حقوقو د پوهنځي د دریم کال محصل دی چې نوم یی دی ډاکټر ذلمی د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمیسیون مشر دی او د خپلو کارونو په اړه وايي:
د ژوند په رنګونو کې مو دا څل له یوه رنګمال سره د زړه خواله کړې چې وايي د نورو کارونو لکه زرګري ،تعمیراتي کارونو سره سره رنګمالي هم کوم او دا زما شوق هم دی په رنګونو کې مې جیګري رنګ خوښیږي ، خو ددې تر څنګ دی هم د بې کورۍ له ستونزو څخه سر ټکوي.
رفیع الله شیزاد، چې د کابل ښار په ده افغانانو کې په سلمانۍ بوخت دی، شکایت کوي، چې ځیني خلک دوی په بدو نومونو یادوي، یعنې څوک ورته دلاک وايي، څوک ورته وايي چې داسو ډهل هم غږوي او موږ ته په سپک نظر ګوري.
د ژوند په رنګونو کې دا ځل له داسې یوه ځوان سره خبرې کوو چې په خپله محصل دی او له محصلی سره په یوه ځای کې ښوونکی هم دی او په اصطلاح خپل د جیب خرچه له یادې دندې پوره کوي او خپلې زده کړې هه کوي.
یو تن سپین ږیری سړی، چې شاوخوا پنځوس کاله عمر لري، په ښار کې لاس ګاډی چلوي او په دې عمر هم په خپلو مټو ځان ګټه کوي.دی وايي، چې ماشومان یې لا واړه دي او سوال نه شي کولای، نو زیار باسي او د خپل کور خرڅ پوره کوي.
د ژوند د رنګونو په دې پروګرام کې مو له داسې یو میرمنې سره د زړه خواله کوو چې کلونه کلونه يي کډوالي کړی چې خپلې کیسي يي کړي او زیاتوي چې د نورو هېوادونو په پرتله د بیارغونې کارونه کم شوي خو بیا هم د پخوا په پرتله ډیر کارونه شوي دي.
د ژوند په رنګونو کې مو له داسې یوه ځوان خواته بیایو چې د تصوف په اړه يي ګڼې څیړنې کړي دي چې هیله من غزنوي نومیږي دا چې د تصوف په دنیا کې څه بدلونونو راغلي له ښاغلي هیله منه به يي واورو
د کرنې وزارت د اړیکو مسوول احمد ضیا ضیا وايي، په یوې اداري دې د کاري تورم یا پړسوب د له منځه وړلو لپاره یو کار کوونکی باید د خپل کاري مسوولیت وپېژني او هغه کار چې ده ته ورسپارل کیږي، ښه یې ترسره ...
یو افغان دولتي مامور چې ولي ګل نومیږي، وايي، چې لکه د نورو مامورینو په شان د سهار له اتو بجو څخه د مازدیګر تر څلورو بجو پورې کار کوي او د خپلو مصروفیتونو تر څنګ کوښښ کوي خپلې کورنۍ ته هم ورخت وکړي.
نور راوښيه