د کرنې وزارت د اړیکو مسوول احمد ضیا ضیا وايي، په یوې اداري دې د کاري تورم یا پړسوب د له منځه وړلو لپاره یو کار کوونکی باید د خپل کاري مسوولیت وپېژني او هغه کار چې ده ته ورسپارل کیږي، ښه یې ترسره ...
یو افغان دولتي مامور چې ولي ګل نومیږي، وايي، چې لکه د نورو مامورینو په شان د سهار له اتو بجو څخه د مازدیګر تر څلورو بجو پورې کار کوي او د خپلو مصروفیتونو تر څنګ کوښښ کوي خپلې کورنۍ ته هم ورخت وکړي.
د لاسي صنایعو په برخه کې مو له یوه ځوان سره د زړه خواله کړې چې په لرګیو بیلابېلې نقاشیانې، مونو ګرامونه، بیرغون او انځورونه کاږي چې له دې لارې ځانته د پیسو د ګټلو یو زمینه يي برابره کړې او نوموړی وايي چې په لرګیو باندې دا نقاشي مې په پاکستان کې زده کړې .
څرنګه چې په افغانستان کې شاقه یا درانه کارونه زیاتره نارینه کوي او د ښځو ونډه پکې کمه لیدل کیږي، خو د راډیو یوې ویاندې عادله مایار بیا دا نه مني او وايي که نارینه غرونه وي نو ښڅې اړمونه دي او په هره برخه کې میرمنې هم درانه کارونه کوي .
په کابل ښار کې یو تن ځوان چې کسټې او سي ډي ګانې خرڅوي، وايي، چې اوس ځوانانو د کسټو په پرتله سي ګانې ډېر پېري. دی وايي، چې په اوسني وخت کې خلک د نغمې، نازیه اقبال، کرن خان او رحیم شاه سندرې ډېرې اوري.
یوه کونډه مېرمن، چې په اصل کې د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي دي، د کابل ښار په پروان دو کې اوسیږي. دغه مېرمن وايي، چې کور نه لري، په ګوډله کې ژوند کوي.
په کابل کې ښار کې د ترافیکو یو پولیس وايي، چې دوی سهار لمانځه مهال خپلو دندو ته راځي او د موټرو له کنټرول پرته له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.دی وايي، چې ډېري موټر چلوونکي قانون نه مراعاتو
په لرګیو باندې نقاشي
درانه کارونه ښځو هم سرته رسولي؟
په کابل یو تن چې قیمتي تیږې، لکه زمرد، یاقوت، لاجورد، حقیق او داسې نور خرڅوي، د پولیسو له ناوړه چلند څخه سر ټکوي. دی وايي، چې پولیس دوی نه پریږدي، چې خپله غریبي وکړي او دوی د خپلې غریبي لپاره له
دا ځل مو د ژوند په رنګونو پروګرام کې په کابل ښار کې له یوه داسې ځوان سره د زړه خواله کړې چې په یوه پښه معلول دی او باهمته دی چې د ده په وینا خپلې ګټلې ډیر خوند کوي دی په خپله د موبایل کارتونه خرڅوي او خپلو اولادونو ته یو څه برابروي. دده په وینا لاس نیول بل ته میړانه نه ده باید سړی په خپله همت وکړي او هر کسب او کار ته چې مخه کړي نو خدای به ورسره مل وي.
د ژوند په رنګونو کې مو دا ځل له یوه خواري کښه ماشوم سره د زړه خواله کړې چې په خپله موټرمینځي چې نوم يي نورالله دی او خپلې کورنۍ ته د ماښام خواړه برابروي چې په عمر لس کلن دی او وايي، چې د ورځې سل یا پنځوس افغانۍ پیداکوم چې هغه هم په موټرو پسې منډې وهو چې ترڅو موټر ومینځو او څو افغانۍ لاسته راوړو. نوموړی وايي، چې ښوونځیو ته ځو خو هلته درس نشته
نور راوښيه