دا ځل مو د ژوند په رنګونو پروګرام کې په کابل ښار کې له یوه داسې ځوان سره د زړه خواله کړې چې په یوه پښه معلول دی او باهمته دی چې د ده په وینا خپلې ګټلې ډیر خوند کوي دی په خپله د موبایل کارتونه خرڅوي او خپلو اولادونو ته یو څه برابروي. دده په وینا لاس نیول بل ته میړانه نه ده باید سړی په خپله همت وکړي او هر کسب او کار ته چې مخه کړي نو خدای به ورسره مل وي.
د ژوند په رنګونو کې مو دا ځل له یوه خواري کښه ماشوم سره د زړه خواله کړې چې په خپله موټرمینځي چې نوم يي نورالله دی او خپلې کورنۍ ته د ماښام خواړه برابروي چې په عمر لس کلن دی او وايي، چې د ورځې سل یا پنځوس افغانۍ پیداکوم چې هغه هم په موټرو پسې منډې وهو چې ترڅو موټر ومینځو او څو افغانۍ لاسته راوړو. نوموړی وايي، چې ښوونځیو ته ځو خو هلته درس نشته
د ژوند په رنګونو کې له یوې افغانې میرمنې سره چې فاطمه نومیږي او د خپل د ژوند په حالاتو راسره غږیدلې نوموړې وايي چې دیرش کلنه یم او وايي چې لس کاله مې د واده کیږي او اولادونه مې کال په کال راوړي دي ددې په وینا که غریبي او نیستي وي نو د کال په کال بچي راوړل ستونزمن دي او نشو کولای چې د ژوند ټولو چارو ته يي ورسیږو او وايي چې خاوند يي مې هم پر لاسي کراچۍ خواري مزدوري کوي.