د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

ځانګړی راپور

دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳

د مهالوېش پر اساس مشخص کول
لیندۍ, ۱۴۰۳
شنبه یکشنبه دوشنبه سه شنبه چهارشنبه پنجشنبه جمعه
۲۶ ۲۷ ۲۸ ۲۹ ۳۰ ۱ ۲
۳ ۴ ۵ ۶ ۷ ۸ ۹
۱۰ ۱۱ ۱۲ ۱۳ ۱۴ ۱۵ ۱۶
۱۷ ۱۸ ۱۹ ۲۰ ۲۱ ۲۲ ۲۳
۲۴ ۲۵ ۲۶ ۲۷ ۲۸ ۲۹ ۳۰
د امريکا ولسمشرۍ ټاکنو ته دوه کانديدان ډونالډ ټرمپ او کامالا هريس
د امريکا ولسمشرۍ ټاکنو ته دوه کانديدان ډونالډ ټرمپ او کامالا هريس

راروانه سه‌شنبې (د نوامبر پنځمه) په متحدایالتونو کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي.

په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې د امریکا په انتخاباتو کې د افغانستان څرک نه لیدل کېږي.

په‌داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نوامبر په پنځمه نېټه په مخکې دي، دا پوښتنه بیا مهمه شوې چې افغانستان به د امریکا د انتخاباتو او له انتخاباتو وروسته حکومت لپاره څومره مهم وي.

د امریکا په سږنیو انتخاباتي کمپاینونو کې د افغانستان یادونه یوازې په‌دې پورې محدوده ده چې جمهوریپال ګوند د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د ګډوډیو مسوولیت د واکمن ډیموکرات ګوند غاړې ته اچوي او ډیموکرات چارواکي له طالبانو سره د دوحې د تړون په خاطر چې په پایله کې یې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او طالبان واکمن شول، جمهوریپال ګوند مسوول بولي.

ډېری شنونکي په‌دې باور دي چې افغانستان نور نو د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوبونو کې نه‌دی، ځکه د دوی په باور ډېره پاملرنه یې د اوکراین او منځني ختیځ جګړو ته اوښتې ده.

په‌دې اړه د برلین د کلتوري ډیپلوماسۍ د پوهنتون استاد محمد اسحق اتمر ازادي راډيو ته وویل: "اوس‌‌مهال د امریکا د راتلونکي ولسمشر لپاره اولویتونه د نړۍ ډېر لانجمن یا په اصطلاح تاوده ټکي د اوکراین جګړه ده، د منځني ختیځ حالات او همداراز دایران او اسراییلو ترمنځ لانجې دي. زه فکر کوم چې د افغانستان مسئله د اوس لپاره د دوی په مهمو لومړیتوبونو کې نه راځي."

د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر
د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر

د واشنګټن د دفاعي پوهنتون مخکښ استاد علي‌احمد جلالي هم په‌دې باور دی چې د امریکا په سږنیو انتخاباتو کې افغانستان ډېر مهم نه و، نو ځکه فکر کوي چې د انتخاباتو نتایج به کوم لوی بدلون رانه‌ولي.

نوموړی وايي: "د امریکا په انتخاباتو کې بهرنۍ پالیسي ډېرې مطرح نه‌دي او ډېر کورني مسایل په‌کې مهم دي او افغانستان خو اصلا په‌کې یاد شوی هم نه‌دی. نو ځکه که یې هر یو وګټي، ګومان نه‌کوم د افغانستان په برخه کې کوم لوی بدلون راشي ځکه چې په امریکا کې اوس ډېره مهمه مسئله د لویو قدرتونو د رقابت مسئله ده او پر وړو مسایلو ډېره پانګونه نه‌کېږي."

د کلیفورنیا د دولتي پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي استاد زمان ستانیزی تر دې هم تیاره راتلونکې ترسیموي او وايي، افغانستان د امریکا د انتخاباتو په حاشیه کې پاتې دی.
ښاغلی ستانیزی اټکل کوي چې د متحدایالتونو په راتلونکو پالیسیو کې به هم د افغانستان لپاره ډېر لوی ځای نه‌وي.

"د جمهوریپالو او ډیموکراتانو ترمنځ په خارجي سیاست کې هومره توپیر نه‌شته نو ځکه د افغانستان موضوع ډېره په حاشیه کې پاتې ده.
زمان ستانيزی

هغه وويل: "د جمهوریپالو او ډیموکراتانو ترمنځ په خارجي سیاست کې هومره توپیر نه‌شته نو ځکه د افغانستان موضوع ډېره په حاشیه کې پاتې ده. زه فکر کوم یوازې په هغه صورت کې به د افغانستان موضوع د امریکایانو لپاره بېرته مهمه شي چې د اوکراین لانجه حل شي ځکه د اوکراین مسئله د دې سبب شوه چې امریکایان د دوحې د موافقې په پایله کې له افغانستانه ووځي خو څرنګه چې وینو د اوکراین موضوع د حل کېدو خوا ته نه‌ده روانه."

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د طالبانو د حکومت او امریکا د اړیکو څرنګوالی ډېر واضح نه‌دی.

امریکا له یوې خوا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره مالي مرسته کوي خو له بلې خوا یې د افغانستان څه باندې شپږ میلیارد ډالر شتمني کنګل کړې او د بشري حقونو د سرغړونو، په تېره د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار د محدودیتونو له کبله پر طالبانو پرله‌پسې انتقادونه کوي.

ایا د امریکا دا پالیسي به د انتخاباتو له پای ته رسېدو وروسته هم دوام وکړي؟

ښاغلی ستانیزی خبرداری ورکوي چې که طالبان پر خپلو پالیسو له سره غور ونه‌کړي، نو ښايي د افغانستان راتلونکې ډېره روښانه نه‌وي.

نوموړی وايي: "د افغانستان کورنی سیاست د طالبانو تر مطلق انحصار لاندې دی او له بده‌مرغه څرنګه چې ښکاري تر اوسه خو څه نه‌دي شوي خو امکان لري چې اوسنی حالت تر ډېره داسې پاتې نه‌شي. که طالبان له اوسنیو شرایطو ګټه پورته نه‌کړي، د ملت خوا ته وانه‌وړي او پر خلکو او ولس اتکا ونه‌کړي نو بیا به نور خلک راشي او ولس به ترې خپلې خوا ته بوځي او د طالبانو پرضد به یې وکاروي. یعنې افغانستان ډېرې امېدواروونکې ورځې په مخکې نه‌لري."

د طالبانو چارواکو د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې له متحدایالتونو سره د دوحې د تړون د لاسلیک پرمهال د نورو ژمنو ترڅنګ دا هم منلې وه چې، په افغانستان کې به نړیوالو تروریستي ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.

خو څرنګه چې ادعا کېږي له څو کلونو راهیسې له شلو زیاتې نړیوالې تروریستي ډلې چې ځینې یې د امریکا په تور لېست کې شاملې دي، لاهم هلته فعالیت کوي.

ایا له انتخاباتو وروسته د متحدایالتونو نوی حکومت به په افغانستان کې د دې تروریستي ډلو ځپلو ته زړه ښه کړي؟

ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر ایستلو وروسته په ډاګه وویل چې متحدایالات به بیا هم په افغانستان کې د تروریستي ډلو ځپلو ته دوام ورکړي.

په‌دې ترڅ کې امریکايي پوځي چارواکي له افق څخه د هوايي حملو یا اوور هرایزن عملیاتو یادونه کوي.

"د افغانستان حالات د امریکا په سیاستونو کې یو خاص ځای لري.
اسحاق اتمر

د روان کال په زمري میاشت کې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جنرال پاتریک رایډر وویل، د افغانستان پشان هېوادونو کې داعش ډله بیا وده کولای شي.

جنرال رایډر دې پوښتنې ته چې متحدایالات له افغانستانه تر وتلو وروسته په تېرو څه باندې درې کلو کې تر کومه حده د داعش ډلې پر خراسان څانګې څارنه‌‌‌‌لري او په‌دې اړه به یې اقدامات څه وي؟ په ځواب کې وویل، که د امریکا ګټو ته کوم ګواښ پېښ شي نو دوی به یې پر وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي.

ایا دا ګواښ به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان لپاره سرخوږی جوړ نه‌کړي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې ښاغلی اتمر وايي: "د افغانستان حالات د امریکا په سیاستونو کې یو خاص ځای لري. په‌دې معنا چې امریکایان اوس هم د هغو ترهګرو ډلو په تعقیب کې دي چې ویل کېږي په سیمه کې فعالې دي، لکه القاعده، داعش او نورې ډلې. امریکا تل په‌دې هڅه کې ده چې دا ډلې تعقیب کړي که چېرته دوی ‎په سیمه او نړۍ کې د امریکا ګټو ته خطر پېښ کړي نو مرکزونه به یې په نښه کړي."

ښاغلی اتمر زیاتوي چې د افغانستان فضا د امریکا د پوځ تر کنټرول لاندې ده او هر هغه حرکت څاري چې د دوی په نظر په سیمه کې د امریکا امنیت له خطر سره مخامخ کولای شي.

خو ښاغلی جلالي په‌‌دې نظر دی چې د امریکا انتخابات چې هر ګوند وګټي نو د خپلو سیمه‌يیزو شریکانو په مرسته به اجازه ورنه‌کړي چې وضعیت تر هومره حساس پړاو پورې ورسېږي.

نوموړی وايي: "هر یو چې یې وګټي، د خپلو منافعو د خوندي ساتلو لپاره به په افغانستان کې د درېیم‌ګړو هېوادونو لکه د قطر او نورو له لارې هڅه وکړي چې په افغانستان کې داسې شرایط رامنځته نه‌شي چې د امریکا ګټې په خطر کې ولوېږي."

د دفاعي چارو شنونکی او د امریکا په ملي دفاع پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي
د دفاعي چارو شنونکی او د امریکا په ملي دفاع پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي

د څارونکو په نظر که څه هم د امریکا پاملرنه افغانستان ته ډېره کمه شوې ده، خو دا په‌دې معنا نه‌ده چې امریکایان به په افغانستان یا بل هر هېواد کې د امریکا پر ضد اقداماتو ته اجازه ورکړي.

د ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري په کابل کې د امریکا په یوه هوايي حمله کې ووژل شو.

همداراز د راپورونو له‌مخې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې کله ناکله د امریکا د اکتشافي بې‌پیلوټه الوتکو د ګزمو راپورونه هم ورکول کېږي.

د افغانستان لپاره د امریکا پالیسي په تېرو درې کلونو کې همدومره مختصره ده، خو کله چې د جنوري په ۲۱مه د امریکا نوی ولسمشر یا ولسمشره ملت ته خپله لومړنۍ وینا اوروي، نو ښايي روښانه شي چې ایا د افغانستان لپاره د امریکا نوې اوږدمهاله پالیسي بدلېږي او که به په همدې حال پاتې شي.

د ۲۰۱۸م کال د مې پر لومړۍ نېټه په کابل کې د دوو ځانمرګي بریدونو له کبله ۲۵ کسان ووژل شول، چې ۹ تنه یې ژورنالېستان وو او په‌کې د ازادي راډیو درې خبریالان، سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او فرشته محرم درانۍ هم شامل وو>
د ۲۰۱۸م کال د مې پر لومړۍ نېټه په کابل کې د دوو ځانمرګي بریدونو له کبله ۲۵ کسان ووژل شول، چې ۹ تنه یې ژورنالېستان وو او په‌کې د ازادي راډیو درې خبریالان، سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او فرشته محرم درانۍ هم شامل وو>

یوشمېر افغان خبریالان او د وژلو شویو خبریالانو کورنۍ وایي، په افغانستان کې د دوی پر وړاندې د جرمونو معافیت لاهم دوام لري.

د اریانا نیوز خبریال او د سیاسي خپرونو پخوانی مسوول عبدالوارث حسرت وايي، د دندې له امله یې د طالبانو حکومت له‌خوا د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۳۰مه د څلور ورځو لپاره بندي او سخت شکنجه شوی دی.

"ما څو ورځې مخکې په خپله شخصي فېس‌بوک پاڼه خپل یو عکس خپور کړی و، باور وکړئ چې څو ځلې وګواښل شوم، په‌دې لړ کې یوه ورځ بیا امربالمعروف وغوښتم،
هرات مېشتې خبرياله

نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه: "ویې نیولم، لاسونه او سترګې یې راوتړلې، یوه توره کڅوړه یې راباندې کش کړه، موټر ته یې واچولم، کوم یو ساعت همدا کابل کې ګرځېدل، بیا یې ۹۰ریاست ته یوړم، هلته یې تحقیق وکړ وروسته یې قصبې (زندان) ته یوړم او بیا یې د بګرام زندان ته انتقال کړم."

په هرات ولایت کې یوه مېشته خبریاله چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي بیا ازادي راډیو ته وویل، همدا څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت د ځایي چارواکو له‌خوا سخته ګواښل شوې چې دا یې د خبریالانو په وړاندې د جرم یوه بڼه بولي.

دغې خبریالې د غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "ما څو ورځې مخکې په خپله شخصي فېس‌بوک پاڼه خپل یو عکس خپور کړی و، باور وکړئ چې څو ځلې وګواښل شوم، په‌دې لړ کې یوه ورځ بیا امربالمعروف وغوښتم، سره له‌دې چې له ګواښونو وروسته ما خپل عکس لرې کړی و، خو دوی سکرین‌شاټ کړی و او هغه نېټه یې په نښه کړې وه."

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم خبریالان خوندي نه وو.
د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په تازه شاخص کې ویل شوي، چې په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې ۱۸ ژورنالېستان وژل شوي دي.

د دغې کمېټې په تازه راپور کې چې اکتوبر میاشتې په ۳۰مه نېټه خپور شو، افغانستان تر جنوبي سوډان ورسته له مجازاتو د ژورنالېستانو د قاتلانو د خوندیتوب په شاخص کې شپږم راغلی دی.

يوشمېر خبريالان
يوشمېر خبريالان

ویل شوي چې د دغه شمېر وژل شویو خبریالانو له ډلې د ۱۳ تنو د وژلو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې منلی دی.

د راپور له‌مخې زیاتې وژنې په ۲۰۱۸م کال کې شوې دي، په ځانګړي ډول د ۲۰۱۸م کال د مې پر لومړۍ نېټه په کابل کې د دوو ځانمرګي بریدونو له کبله ۲۵ کسان ووژل شول، چې ۹ تنه یې ژورنالېستان وو او په‌کې د ازادي راډیو درې خبریالان، سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او فرشته محرم درانۍ هم شامل وو.

د یادو بریدونو مسوولیت هم د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی و.

د وسله‌والو ډلو په حملو کې یو قرباني خبریال چې دا هم وايي، د تېر جمهوري نظام پرمهال د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د کابل په لوېدیځ کې د داعش وسله‌والې ډلې په یوه انتحاري حمله کې خپله او یو همکار یې سخت ټپیان شوي، انتقاد کوي چې چا يې پوښتنه نه‌ده کړې.

ده هم د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "هغه مهال ما یو ټلوېزیون سره د خبریال په توګه کار کاوه، د کابل په لوېدیځ کې په یو برید کې زه او زما کمره‌مېن همکار ټپیان شوو، که څه هم هغه مهال د خبریالانو ګڼو د ملاتړ بنسټونو فعالیتونه کول، هيچا زموږ پوښتنه ونه‌کړه، حتا زموږ په اړه یوه خبرپاڼه هم چا خپره نه‌کړه، دا حال همداسې دوام لري، خبریالان هغه مهال او اوس هم بندي، ټپیان، شکنجه او وهل ډبول کېږي."

دا خبریال دا ادعا هم کوي چې، د تېر جمهوري حکومت پرمهال د ځمکې د غصب یوې قضیې په اړه د راپور لپاره د پارلمان یو وکیل چې په خبره یې یاده قضیه کې یې لاس درلود، وهل ډبول شوی او د راپور د خپرېدو مخه یې ورنیولې ده.

په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي ورور مجتبی محمدی وایي، د ورور له وژلو کېدو یې څلور کاله تېر شول، خو لا یې هم کورنۍ ته عدالت نه‌دی تامین شوی.

مجتبی چې له خپل ورور الیاس داعي سره په همدې پېښه کې سخت ټپي شوی و، ازادي راډیو ته یې وویل: "هغه مهال (حکومت) یو کس نیولی او ویل یې چې د داعي قاتل دی، دوی صرف مطبوعات او موږ چوپ کولو، خو زموږ سوال دا دی که رښتیا هغه کس و، نو ولې دا قضیه همداسې پاتې شوه او هغه سړی څه شو؟ موږ ته تر نن پورې د داعي د قاتلینو په اړه هيچا دقیق معلومات نه‌دي راکړي."

الیاس داعي د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ده په موټر پسې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

هغه پېښه چې چا یې مسوولیت پرغاړه وانه‌خیست.

خو د افغانستان د خبریالانو سازمان مسوول حامد عبیدي وایي، افغانستان د تېر په پرتله اوس د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو "خطرناک" هېواد دی چې، هيڅوک د طالبانو د حکومت له‌خوا پر خبریالانو د ده په ټکو د ظلمونو او جرمونه پوښتنه او مخنیوی نه‌شي کولای.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "له جمهوریت وروسته کله چې طالبان واکمن شول، له بده‌مرغه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې، ان تر دې چې طالبان پرته له کوم دلیل او حقوقي چوکاټه خبریالان نیسي، شکنجه کوي يې، ځوروي يې او له بده‌مرغه تر اوسه یې په یوه قضیه کې هم عدالت تامین شوی نه‌دی."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو ادعاو او انتقادونو په اړه تازه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د خبریالانو او رسنیو د کار دوام ته ژمن دي.

مزار شريف کې پر خبريالانو د بريد يوه صحنه
مزار شريف کې پر خبريالانو د بريد يوه صحنه

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې تر بیا واکمنېدو وروسته له درې کلونو په زیاته موده کې ډېری خبریالان نیولي او بندیان کړي یې دي، چې ځيني یې بېرته خوشې شوي او ځيني یې لا هم دوی سره په زندان کې دي.

ویل کېږي چې په غزني کې د خوشحال راډیو مسوول حکمت ارین او د افغان غږ خبریال مهدي انصاري اوس هم طالبانو سره بندیان دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې ادعا کړې وه، چې ډېری خبریالان د دوی د کار له امله نه، بلکې د شخصي مواردو له امله نیول شوي، هغه څه چې خبریالان او د رسنیو مسوولین یې ردوي.

که څه هم په‌دې اړه دقیق ارقام نه‌شته چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته څومره کسان نیولي او بندیان کړي، خو د ملګروملتونو په هغه راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۲۲مه خپور شوی راغلي، د ۲۰۲۱ کال راهیسې دې سازمان ۸۰۰ غیرقانوني وژنې او خپل‌سري نیونې، ۱۴۴ د شکنجې او بد چلند موارد، ۲۱۸ غیر قانوني وژنې او د پخواني دولت د ۱۴ کارکوونکو او امنیتي پرسونل د ورکېدو موارد ثبت کړي دي.

د ملګروملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۳ کال کې د دوو فرانسوي ژورنالېستانو د وژل کېدو په غبرګون کې د خپلې عمومي اسامبلې په پرېکړه‌لیک کې د نوامبر دوهمه د خبریالانو پر وړاندې جرمونو ته د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.

دغه سازمان په خپل یاد پرېکړه‌لیک کې له غړو هېوادونو غوښتي چې د دغه معافیت پر وړاندې مبارزه وکړي او د دې پرېکړه‌لیک غړي هېوادونه باید د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي، حساب ورکونې، د جرمونو عاملین د عدالت منګولو ته د سپارلو او د قربانیانو د درملنې د ډاډمن او امن ځای ته د انتقال لپاره هڅې وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG